
خوست د هيواد يو له هغو ولايتونو څخه دی چې له يوې خوا له ګاونډي هيواد پاکستان سره اوږده پوله لري او له بلې خوا د هيواد د نورو جنوبي ولايتونو په څير پکې د بې امنۍ پېښې وخت او ناوخت سر را پورته کوي. له کومې ورځې راهيسې چې له خوست نه پخوانى والي قلندرزوى او پخواني امنيتې قوماندان خپلې کډې بار کړي نو ورسره جوخت د خوست ښار او شا وخوا سيمې هم داسې ارامې شوي لکه دوى چې په خپله يو له بل له پاره ستونزې پيدا کولې ځکه چې ددوى ترمنځ د همکارۍ د روحيې تار ډير کمزورى و، ددوى ترمنځ د اختلافاتو بيه د خوست شريف اولس ورکوله خو شکر دى چې خوست او خوستوال يې له شره خلاص شول. له کومې ورځې راهيسې چې د خوست سرپرست والي او سرپرست امنيې قوماندان د چارو واګي په لاس کې اخيستي نه يوازې دا چې د خوستوالو پرمخ د خوشالۍ لمر ښکاري بلکې په چارو کې ډير بهبود او پرمختګ راغلى، د ولايت د دفتر دروازې چې د پخواني والي پر مهال د خلکو پر مخ د ويرې او ډار له امله تړل شوي وې بيرته د خلکو په مخ خلاصې شوې، د والي صيب د کور مخ ته غزيدلى سړک چې د خلکو او ترافيکو پرمخ تړل شوى و د خوست سرپرست والي صيب خلاص کړ،د خوست سرپرست والي صيب هره ورځ له دولتي ادارو ليدنه کوي تر څو ځان ډاډمن کړي چې مامورين په چارو بوخت دي او که نه ؟
، همدا ډول د خوست تلويزون چې د پخواني والي صيب په وخت کې د خارجيانو سره د ناسمو اړيکو په سبب د سقوط په حالت کې وو په نږدې ورځو کې به ډير ژر خپل پخواني حالت ته راشي ، دا ټول هغه مثبت ګامونه وو چې د خوست سرپرست والي صيب په ډيره لنډه موده کې پورته کړي او د خوستوالو زړونه يې پرې ګټلي، اوس د هر خوستوال په مخ کې له دولت سره د همکارۍ يو ډول روحيه ليدل کيږي. د خوست د والي صيب يوه بله ښه ځانګړنه هم داده چې په ډير ورين تندي له هر چا سره مخامخ کيږي ، خوله يې له خندا ډکه وي او تل سپينې خبري کوي، همدا ډول نوموړى د سيمې يو بانفوذه قومي مشر هم دى کوم چې له ده سره د امنيت د مسالې په اړه ډيره او مهمه مرسته کولى شي.
همدا ډول له کومې ورځې راهيسې چې د خوست د امنيت امر د خوست د امنيې قوماندانۍ د سرپرست په عنوان خپله دنده پيل کړي نو ورسره جوخت د خوست د ښار په عامه نظم او امنيت کې ښکاره بدلون راغلى ، په چوکونو کې څاى پر ځاي پوليس ليدل کيږي چې د خلکو د ژوندانه خيال ساتي او له خلکو سره نيک چلن کوي، راته ياد دي چې يوه ورځ د امنيې سرپرست قوماندان خپلو کسانو ته هدايت ورکاو تر څو ښار ته د راداخليدو په ټولو لارو کې داسې پوليس ځاى پر ځاى شي تر څو د خوست د مشرانو او سپين ږيرو پوره خيال وساتي. يوه ورځ د خوست د ميلمستون په ودانۍ کې د خوست د امنيې قوماندانۍ سرپرست قوماندان د خوست له سرپرست والي صيب هيله وکړه تر څو حقوقي دعوې دوى ته راجع نه کړي هغه هم په دوو دليلونو يو دا چې د امنيې قوماندانۍ چارواکي په هغو چارو مصروفوي کومه چې ددوى دنده نه ده او له بلې خوا اداري فساد ته هم لار پيدا کوي . اوس خوستوال هم نه يوازې دوى ته د برياوو دعاګاني کوي بلکې د لازياتو کارونو تمه ترې لري، همدا ډول هيله لري تر څو لا زيات کارونه وکړي، دلته خلک له دوى سره همکارۍ ته تيار ښکاري په دې دليل چې دوى دواړه د سيمې خلک دي د خلکو په رسم رواج او نورو ارزښتونو ډير ښه خبر دي له بلې خوا د خوستوالو په عنوان د خوست له ابادۍ او ثبات سره هم مينه لري هغه د پښتو متل دى چې وايي هغه ځاى سوځي چې اور پرې بليږي نو له مرکزي دولت مو هم هيله دا ده چې دا دواړه ښاغلي په خپلو ځايونو برقرار وساتي نور نو خوستوال له دې ستړي دي چې څوک دې ددوى د ولايت په سر بولۍ ورکړي او داسې څوک دې راشي چې خوست او د خوستوالو شتمني چور کړي، ځکه چې پخوانيو واليانو دا په زبات ورسوله چې دوى د خوست د ابادۍ له پاره نه بلکې د ځان په رغونه او د خوست په چور کولو پسې راغلي وو. له خپل والي صيب او قوماندان صيب مو هم هيله دا ده چې شپه او ورځ په ځان يوه کړي تر څو خوست او خوستوال د امن او ثبات په زانګو کې ټالونه ووهي، شک نه شته چې په خوست کې د هر ډول ودې او پرمختګ انرژي وجود لري خو يوازې او يوازې يوې سالمې او مثبتې رهبرۍ ته اړتيا لري.
امين خوستى