ټپوسان چې وزيران شول

ترتیب او تنقیح: هلال مومند
له ((ولسي پانګې)) څخه
 
 وايي يو پاچا و. په یو ناعلاجه ناروغتیا اخته شو. ‎طبيبانو ورته وویل چې پاچا حضور: ستا درمل په یو شي کېږي او بس: که د مرغانو د پاچا غوښه وخورې نو روغ رمټ به شې.
د مرغانو پاچا به د دوبي په یو ټاکلي وخت کې د نورو مرغانو سره یوې سړې سيمې ته تللو. دانسانانو پاچا امر وکړ چې په مقرره وخت کې دې هماغه سړې سيمې ته دهر مرغه خواړه ولېږل او وشيندل شي او د مرغانو د پاچا دناستې په ځاى كې دې دام كېښودل شي.
د پاچا حکم پر ځای شو.
دمرغانو پاچا دا عادت درلود چې له تګ نه مخكې به يې خپل وزيران د سړې سيمې د ترصد او ليدنې دپاره لېږل. بيرته به چې كله د خيريت احوال راغی، نو بيا به د خپلو لښكرو سره سیمې ته روان شو. دا کال یې هم له تګ څخه مخکې خپل وزيران (باز او شاهين) د ترصد دپاره واستول.
 باز او شاهین ګوري چې د دوی په تم ځای کې غير عادي كارونه پيل شوي دي. د هر مرغه دپاره د هغه مناسب خوراك پروت دی. وزیرانو ته وضعیت خطرناكه ښكاره شو. پاچا ته راغلل او ورته يې وويل:
- چې پاچا حضور: حالات ښه نه دي. سږكال نه ځو.
پاچا یې خبره ومنله او په ګرمه سيمه كې یې دوبى تېر كړ. كال ته چې بیا دوبی راغى، د انسانانو پاچا بيا د مرغانو د پاچا د نیولو په موخه مرغانو دپاره هماغسې خواړه وشیندل. دمرغانو پاچا بیا باز او شاهين وليږل چې سيمه و ګوري. شاهين او باز چې بېرته راغلل، پاچا ته يې بیا دخطرناك وضعیت خبر وركړ. داكال هم تير شو او د مرغانو پاچا د ټولو مرغانو سره دویم دوبی هم په سره ګرمۍ کې تېر کړ.
بل كال ته ټپوسانو پاچا ته وويل چې باز او شاهين خو درباندې دا دوه دوبي په ګرمۍ كې تېر كړل. دا ځل موږ ولېږه چې سم راپور درته راوړو. دمرغانو پاچا باز او شاهین له وزارتونو معزول كړل او ټپوسان يې وزيران کړل. دا ځل سيمې ته ټپوسان د ترصد دپاره لاړل.  ټپوسانو چې مردارې غوښې وليدې دخوشالۍ نه په بڼكو كې نه ځاييدل. پاچا ته بير ته راغلل او یې ويل :
- پاچا حضور: وطن سمسور دى، ګل ګلزاردى، د هیڅ ډول خوړو كمى نشته. راځه چې په خیر سره بار كړو.
پاچا ورسره ومنله او کاروان روان شو. سیمې ته چې ورسېدل، ټپوسان د مردارو غوښو په خوړو ، بوراګان او بلبلان په ګلانو او نور مرغان په خپلو خپلو دانو راټول شول.  دمرغانو پاچا چې په خپل ځای کې کېناست نو په دام کې ونښت. د انسانانولښکر راغی او د مرغانو پاچا یې وزر تړلى د انسانانو پاچا ته یووړ.
دانسانانو پاچا دمرغانو له بندي پاچا نه پوښتنه وكړه چې:
- زما ستا غوښه په كار ده، خو ډېر دې ستړی کړم، دا دوه كاله مې درته انتظار وويست، دا څه خبره وه چې ته نه راتللې؟
بندي پاچا ورته وویل:
- صیبه! دا دوه کاله چې نه راتلم،  باز او شاهین مې وزیران ؤ. سږکال مې هغوی معزول كړل او ټپوسان مې وزيران كړل. ټپوسان چې وزیران شول، دا مې حال شو.