د ښاغلي پوهندوی دوکتور سيدحسام (مل) څو شعرونه


بی فرهنگ
ورک دی لاره له امیر او له ملنگ
ډیوه نشته چی تری وڅرخی پتنگ
یو زعیم نشو پیدا غمخور د خلکو
غیرت ورک شو اوغټان شولو بی ننگ
غوړمالی اوس د سیندی اوسعودی کا
اوږده ږیره، سر خریلی بی فرهنگ
د پیسو په طمعه جوړ تری اجنبی شو
ورونه اچوی یو اوبل سره په جنگ
د پښتو غیرت یی وایسته له سره
نه شرمیږی غټ نوکر دی داورنگ
زړه می نه غواړی چی ویی گورم مخ ته
)مل( ته اوس شو را ښکاره په اصلی رنگ
*
ځولی ځولی غمونه
په وربل نه ایږدم نور گلونه
لرم ځولی ځولی غمونه
جانان په بل وطن میشته شو
په زړه می پریښود تور داغونه
*
نور دگدر غاړی ته نه ځم
منگی ته لاس به نور نه وړم
پریږدی چی وژاړم په چیغو
چی دزړه یخ می شی اورونه
*
دجگړه مارو کور دی وران شی
په زړه غمجن خواراو حیران شی
چی جدایی په مونږ کی راوست
پوره می نشوه ارمانونه
*
اور له آسمان پر ما اوریږی
زړه می له یاره نه صبریږی
وطن د ستا وی جگړه ماره
ځمه دیار کړم دیدنونه
*
پوهندوی دوکتور سیدحسام )مل(
مارچ کال دوه زره شپږ )جرمنی(