چې په زړه كې يې زړه سوى نه وي جانانه
زده يې (وخ)، د چا په (وى) نه وي جانانه
چې مين وي، لېونى نه وي جانانه
دا سړى به څه سړى نه وي جانانه
رنګ يې تت، ګلونه مړاوي، پاڼې زېړې
بې له تا سپرلى، سپرلى نه وي جانانه
خوب كې وينم، زما ښى لستوڼى پرې وي
ستا پر مټ هم يو ځونډى نه وي جانانه
خوند يې نه وي، چې څوك خنډ مينه كې نه وي
يا په ګل پسې اغزى نه وي جانانه
بې له تا داسې بهير نيمګړى ښكاري
لكه ګوتي كې غمى نه وي جانانه
*******
غــــــــزل
پاس سپوږمۍ او ستوري دي، لاندې زه او ته دواړه
دوى هم كوي، موږ هم كوو يو بل ته كاته دواړه
ځه چې نن خو خلاصې تڼۍ ستورو ته شپه تېره كړو
ګل شو او په څو څاڅكو د پرخې شو، لانده دواړه
ژوند مې هومره تريخ شو، لكه زهر چې مې خوړلي وي
ښكل مې كړل، د وصل په شپه اوښكې او رانجه دواړه
ستوني يې سلګيو، فريادونو هم نېولي وو
داسې چې قدم په قدم هم غاړې وته دواړه
جل وهلى زړه يې په ديدن اوبه اوبه كړه
ستا پر لور نيولي دي، بهير سوي ليمه دواړه
نوراجان ((بهير)) - خوست
وروستي