
ب. سلوکې نظریه:
د مدیریت له علمې نظریاتو وروسته پوهان دې پایلې ته ورسیدل چې د سازمان په غوره والې او اصلاح کې یواځې د مدیریت علمې نظریې پوره په نظر نه رسیږې، له همدې امله یې په هغه باندې د سلوک او انسانې رفتار نظریه ور زیاته کړه او دا نظریه یې د سازمان د کارونو د پر مخ وړلو لپاره ګټوره او مؤثره وګڼله. د انسانې اړیکو یا روابطو اصطلاح معمولاً د مدیر او کارکوونکو د متقابل عمل او رفتار د توصیف لپاره په کار وړله کیږې.که چې د مدیرانو او آمرینو رفتار ددې لامل شې چې کارکوونکو کارونو ته په سمه او ګټوره توګه هڅیږې، نو ویل کیږې چې په سازمان کې ښې او اغیزمنې اړیکې شتون لرې. کله چې د کارکوونکو روحیه ضعیفه وې او د هغې کارې کړنې لوړې او د منلو وړ نه وې، نو په سازمان کې د انسانې اړیکو د بدوالې بحث رامنځته کیږې. په سازمان کې د ښو او ګټورو انسانې اړیکو د رامنځته کولو لپاره آمرین یا مدیران باید د انسان په سلوک او رفتار باندې له ګټورو ټولنیزو او روانې لاملونو څخه خبر واوسې.
د انسانې اړیکو حرکت د علمې مدیریت د پایلو او څېړنو پر بنسټ شکل پیدا کړ او د سازمانونو د راتلوونکې په ټاکلو کې د انسان د ونډې اهمیت د مدیرانو او آمرینو پاملرنه جلب کړه.هغه څېړنې چې د پوهنتون د یوې ډلې ښوونکو په واسطه د هارتون (Harthorn)په کار ځای کې د آلټون مایو (Elton Mayo) له خوا په ( ۱۹۲۴ – ۱۹۳۲ ) کال کې ترسره شوو، نو له هماغو پایلو څخه دا لاسته راغلل چې د کار چاپېریال پېچلې ټولنیزه برخه ده چې په هغه کې د وګړیو کار او فعالیتونه د ټولنیزو او روانې عواملو تر تأثیر لاندې راځې او د کار په چاپېریال کې د کارکوونکو امیالو ته په پاملرنې سره د هغوی د رفتار او سلوکو فهم، درک او پېژندنه، ټولنیزې اړیکې او د غیر رسمې اړیکو شبکه د هغوی تر منځ برابریږې.
څېړونکو په نورو راتلوونکو پړاونو کې خپله پاملرنه ټولنیزو او روانې عواملو ته راګرځوله او په فابریکه پورې د اړوندو موضوعاتو او د کار په لړۍ کې د وګړیو د متقابلو اړیکو او عکس العملونو سازمان یې د خپلو مطالعو اصلې موضوع وټاکله او دې پایلې ته ورسیدل چې وګړې باید د کار په لړۍ کې په ځانګړې توګه نه ، بلکي د یوې ډلې د غړي په توګه خدمت او فعالیت وکړي او د هغو رفتار معمولاً د ډله ایزو معیارونو او ارزښتونو تابع دی. له همدې امله په سازمانونو کې د انسانې اړیکو مهمه وجه او صفت، یانې هغه غیر رسمې ډلې چې تر هماغه وخته پورې په پام کې نه نیول کېدې، کشف شوې. کارکوونکو یا کار ګرانو په غالب ډول د ډلو او د برابرو ډله ایزو کنټرول شویو ارزښتونو په چوکاټ کې رفتار کاوه او د هغوی فعالیتونه تل د اقتصادې محصول پر منطق د مدیر او یا آمر د لارښوونې او دستور په واسطه نه ترسره کېده.
آلټون مایو دا رفتار په لاندینیو فرضیو سره بیانوي:
Û وګړې په بنسټیزه توګه د ټولنیزو اړتیاوو په واسطه هڅیږې او را پاریږې او له ټولنیزو اړیکو او مناسباتو سره یو ځای له نورو سره هویت او شهرت پیدا کوې.
Û وګړې د مدیریت له هڅونې او کنټرول، د سازمان له ادارې او همدارنګه د خپلو همکارو ډلو له ټولنیزو رفتارونو څخه متأثیره کیږې.
Û انسانې وګړې په هماغه اندازه چې د سازمان اداره یا مدیریت د هغوی د ټولنیزو اړتیاوو او غوښتنو په ارضاء کولو او لرې کولو کې هڅه کوې، باید په هماغه اندازه سازمان ته ځواب ویوونکې او ژمن پاتې شې.
د انسانې اړیکو نهضت او حرکت ددې نظرونو او فکرونو بنسټ او سرچینه شوه چې د انسان آزادې ، حیثیت او عزت د کار په چاپېریال کې رامنځته کیږې او جوړیږې. د سازمان پر موخو باندې د کارکوونکو د سوکالې لپاره بیاکتنه کیږې، د مدیریت په تصمیم نیونه کې د وګړیو له ډله ایز ګډون څخه کار اخیستل کیږې، د سازمان د جوړښت په تغییر سره وګړیو ته د عمل او ابتکار د آزادې امکان ورکول کیږي ترڅو د هغوی کار هڅوونکی ، د خوښې وړ او اغیزمن شې، او بالاخره د کار په چاپېریال کې د غیر رسمې ډلو د ځای اهمیت په سمه او ښه توګه پېژندل کیږې. په حقیقت کې آمر یا مدیر باید وپوهیږې چې څه ډول کارکوونکې د هغوی کارونو ته راوپاروې ترڅو وکولای شې د هغوی رهبرې او لارښوونه وکړې. د همدې لپاره هغه باید په لومړې پړاو کې د وګړیو متقابلې اړیکې او ډله ایز رفتار په پوره توګه درک کړې.
په مدیریت کې د سلوک او رفتار معاصره نظریه چې معمولاً د سازمانې رفتار په نوم مشهوره ده، دا ده چې په سازمانونو کې رفتار له هغه څه څخه ډیر پېچلی دی چې معمولاً د انسانې اړیکو د حرکت پلویان یې تصور کوې. دا انګېزه او د فکر طرز په ځانګړیو ، ډله ایزو او سازمانې فعالیتونو باندې په ټینګار کولو سره د دې دریو ساحو د رفتار د روښانولو او توضیح کولو لپاره، د روان پوهنې ، ټولنیزې روان پوهنې ، ټولنپوهنې ، وګړ پوهنې او د اقتصاد د پوهې او مطالعاتو له څانګو څخه ګټه اخلې. په پای کې کولای شو دا پایله تر لاسه کړو چې د انسانې اړیکو یا سازمانې رفتار د سلوک او رفتار نظریه چې په (۱۹۵۰ م) کال کې پوره شوه د سازمان او مدیریت په لاندینیو مواردو کې د پاملرنې وړ ده:
Û په تاریخ کې د لومړې ځل لپاره د (هارټون ) په څیړنو او تحقیقاتو کې په لنډه او ژوره توګه انسانې عامل په علمې ډول تر مطالعې لاندې ونیول شو او په همدې ترتیب د مدیریت په برخه کې له ارزښت څخه د ډکې نظریې بنسټ کېښوودل شو.
Û د سازمان په لړ کې د شخص اهمیت او د انسان احساسات او عواطف په ښه توګه بیان او پيژندل شول.
Û د کارکوونکو د رفتار په جوړولو کې د جمعې او ډله ایزو پایلو، لاملونو او ارزښتونو مهمه ونډه د پاملرنې او ټینګار وړ شوه.
Û د یو داسې عامل په توګه چې سازمانې رفتار په ژوره توګه تر خپل نفوذ او تأثیر لاندې راولې د سازمان او غیر رسمې اړیکو اهمیت مطرح او هغه ته لازمه پاملرنه وشوه.
Û هغه ونډه چې د مدیریت او سرپرستې طریقه یې د کارکوونکو د روحیې ، ګټې اخیستنې او ګټې ورکونې په تقویه کولو کې ترسره کوې،تشخیص او د پاملرنې وړ شوه.