
ژباړه : محمد شفیع ظاهر
دوینا کولو مهارتونه
ستاسې ترټولو لوړه دارایي هستي اوسرمایه ستاسې ذهن دی
او ستاسې تر ټولو قیمتي او ارزښتمند مهارت ستاسې فکر کول او دخپل فکر او منظور په ښه توګه بیانول دي
دامهارت تر بل هر مهارت زیات ستاسې په پرمختګ کې کومک کوي
کله چې تاسې ښې خبرې کوی اورېدونکي متوجه کیږي او ستاسې خبرې په نه ستړې کېدونکې توګه اوري خوږ ورته نیسې د ګټې ترڅنګ ترې لذت هم اخلي نو له دې سره یوې جلسې ، غونډې ، او یا هم ناستې ته ستاسې وینا ستاسې شخصیت ټاکي او دګډون کونکو پام تاسې ته اړوي
که غواړی چې په یوه غنډه کې مو شخصیت او ارزښت لوړ شي او دکډون کونکو په منځ کې وځلېږی او خپل استعداد وښی نو دوینا په مهال لاندې ټکي او دوینا دجذابیت مهم معیارونه په نظر کې ونیسی
یوې جلسې ته تر خبرې کولو مخکې خپلې موخې مشخصې کړی
کله چې یوې جلسې ته داخېلېږی نو دیوه تکړه اوحرفه اي ویندوی په څېر باید په دې ځان پوه کړی چې ولې دجلسې جوړونکي تاسې دعوت کړي یی
تر ډېره باید په موضوع حاکمیت ولری او د موضوع درمزونو هم نه خبروی
تر بل هرڅه دمخه دا په یاد ولری چې دا باید مشخصه او معلومه کړی چې جلسه جوړونکی څومره لایق دی او جلسې ته ستاسې دراتګ نه هغه له تاسې څومره طمع او توقع لري
باید تل د دوینا او خبرو کولو مخکې له مراجعینو وپوښتی چې دجلسې ګډون کونکي تر خبرو کولو وروسته غواړي کوم کارونه تر سره کړي
کله چې په دې وپوهېدی بیا کولی شی خپلې خبرې داسې تنظيم کړی چې خپل هدف ته ورسېږی
او دې سره به مو خبرې دخورا زیاتو مثبتو تاثیراتو لرونکې شي
كه غواړی چې مطمئن شی خپلې خبرې مو کلیمه په کلیمه طراحي کړی
کله کله له خپل ځان پوښتی
زما دخبرو هدف باید څه وي ؟
ځواب مو باید په هغه کارونو کې موجود وي چې غواړی دجلسې ګډون کونکي یې دتاسې تر خبرو وروسته سرته ورسوي
وينا مو په مثبتو ټکو شروع کړی
دوینا په محال مو وېره له ذهن او فكر وباسی
جالب ټکی دا دی چې چې وېره دانسان سره یوځای نه ده زیږېدلې کومه وېره تاسې یې دویناپه محال لری ستاسې منفي فکرونه دي چې تاسې په خپلو خبرو کې دکوچونوالي نه ملګري کړي
دخبرو ياوینا په محال په ځان ډاډه واوسه فکر وکړه ته وچو کاڼو اوتېږو ته خبرې کوې او هغوی په تا او ستا په خبرو باندې انتقاد نشي کولای
په ځان او خپله وینا ډاډه اوسه فکر وکړه چې زه تر ټولو ښه ویاند او خبرې کونکی یم
کله چې غواړې یوې مهمې غونډې ته خبرې وکړې تمرین وکړه آمادګي ونیسه
یوه لاره چې د خبرو یا وینا کولو دتمرین لپاره ترې زیاته ګټه اخیستل کیږي اوتر بلې هرې لارې ګټوره ده دقدم وهلو په وخت کې تمرین دی
کله چې په لار قدم وهې دلاس پښو او نورو غړو حرکت تاسې سره مرسته کوي ښې جملې لغتونه او اصطلاحات وکاروی ځکه د حرکت په وخت دانسان حافظه غښتلې وي او تاسې ته دوینا لپاره ښه الفاظ را مخ ته کوي
همدارنګه د قدم وهلو په وخت کې د ځينو نقطو او جملو لپاره تلفظ او غږ انتخاب کړی ځکه حرکت او قدم وهل ستاسې غږ پورته وړي
په دې وخت کې تاسې فکر وکړی چې ستاسې وینا ته زیات اورېدونکي او د غونډې یا جلسې ګډونوال ناست دي
دقدم وهلو په وخت کې خبرې کول د وینا لپاره تر ټولو غوره اوګټوره لاره ده چې په نړۍ کې خلک له دې لارې زیات کار اخلي
یوې غونډې یا ناستې ته خپله وینا داسې پای ته ورسوی
______________________________________
دخبرو د رانغاړلو او دوینا دښکلا او د جذابیت لپاره یو عمومي فورمول موجود دی چې تل یې باید له ځان سره وساتی او په یاد یې ولری کله مو چې غوښتل خپله وینا پای ته ورسوی نو بیا کولی شی ترې کار واخلی
د خپل شخصیت او خپلې وینا د ښکلا لپاره دا فورمول داسې وکاروی
اجازه راکړی ترڅو ځينې مهم ټکي په مختصره او لنډه توګه بیان کړم
دې سره مو یوازې دوینا مهم او اصلي ټکي د فهرست په شکل را واخلی ګډون کونکو ته یې تکرار کړی
نو ګډون کونکي به ستاسې خبرې د طوطي د خبرو په څېر اوري او په دې سره کولی شی چې د خپلې وینا او خبرو پای ته ځان ورسوی او دګډون کونکو توجه تر بل هرچا زیاته ځان ته جذب کړی
کله کله د ګډون کونکو دستړتیا درفع کولو په خاطر خپلې خبرې دیوې ټوکې په ویلو پای ته ورسوی دا سې ټوکه ووایاست چې دموضوع سره اړیکه ولري ګډون کونکي وخندوي او ستړیا یې راکمه کړي
دا هم کولای شي د ګډون کونکو توجه درواړوي او تل مو دخبرو او وینا تږي او مینه وال و اوسي
همدا رنګه شعر هم کولای شي ستاسې د وینا په تما مېدو کې ګټور تمام شي داسې بیتونه انتخاب کړی چې دموضوع اړوند یعنې دموضوع سره تړلی پيغام او الهام ګډون کونکي ته ورسوي عاطفي او تاثیر لرونکی شعر وي په دې سره هم کولی شی دګډونوالو ستړیا راکمه کړی
_ پای _