(( بابكرخيل )) عطا ښايي  تر دي وروسته محمد زي شي


د بلخ والي عطامحمد نور ۸-۷ كاله ښي د اقتدار او واكمنۍ مزي چاڼ كړي ، نوموړی ۸-۷ كاله پرله پسي د بلخ ولايت بې تاجه بادشاه و ، تور يې سپينول او سپين يې تورول ، دی  چې په خټه تاجك او د مزار ښار د يوه مشهور جوزګر زوي وو ځان يي جمهور ريس حامد كرزي ته بابكرخيل معرفي كړي وو او ويل به يي چې په خټه پښتون بابكرخيل دی خو ژبه يي د چاپيريال له مخي دري شوي ده ، په هر ځل به يي چې كابل ته تشريف راووړ دربار ته  به يي د ۱۲۰۰۰۰ ډالرو په قيمت د سرو زرو ډالۍ له ځانه سره راوړې چې د همدغو ډاليو له بركته د دربار له لوري ورته د بلخ ولايت د واكمنۍ تر څنګ په داسې حال كې چې د نهم ټولګي متعلم وو پر ستر جنرالۍ او مډالونو و نازول شوو ، نوموړي به دا ډالۍ هغه مهال كابل ته راوړی چې په بلخ ولايت كي به يې څو تنه پښتون توكمه قومي مشران او جهادي قوماندانان د خپلو او باشانو په وسيله ووژل او بيا به يې اعلان كړه ، پلانی قومي مشر او يا جهادي قوماندان د طالب اورپكو لخوا ووژل شو او د پيښې له ځايه روغ رمټ په تيښته بريالي شول ، حال دا چې قاتلان به يې د همده تر څنګ ناست وو .ولې د تير زمري د مياشتي د ۲۹ په ټول ټاكنو كي بابكرخيل عطا هغه مهال و ښوييده ، چې كرزي د ده پر ځای مارشال فهيم خپل لمړی مرستيال و نوماوه ، عطا په  همدې وخت كې له كوم سوچ او فكر پرته خپل اصل ته و ر وګرځيده او د كرزي د مخالف لوري ، ډاكټر عبدالله نيمچه تاجك تر څنګ ودريده او د كرزي مخالفت ته يې خپل ځای ، وخت او ټوله شتمني وقف كړه ، په هره عامه او خاصه غونډه كې به يې په واز كومي ويل : ................. چپيش ميكنيم"  دا درې څلور مياشتې عطا له مركزي حكومت نه باغي و آن تر دې چې د كورنيو چارو پر وزير يې هم تورونه ولګول ، د كمكي اختر لمونځ د روضې جومات پر ځای په خپل پخواني مركز (مارمل) كې ادا كړ چې په دې وسيله حكومت ته وښيي چې كه د ټاكنو د پايلو تر اعلان وروسته دولت زما بې تاجه پادشاهي ته ګوتې وروړي زه به له خپلو آوباشانو سره د حكومت پر خلاف وسلې ته لاس كړم او دهغه پر وينا به ، شمالي ولاياتو كې وينې و بهيږي ، ددې تر څنګ به يې دا تبليغات هم كول ، چې ګوندي د نوموړي مخالفين په بلخ ولايت كي وسلې توزيع كوي او د جكړې تياری نيسي ، حال دا چې ټول هيواد وال په دې پوهيږي چې په شمالي ولاياتو كي دغه چارې ښاغلي عطا او انډيوالان يې د روسيې په ملاتړ تر سره كوي .
اوس چې په خير سره د ټاكنو د شكايتونو وروستۍ راپور د ټاكنو خپواك كميسيون ته سپارل شوی او ژر ده چې ښاغلی كرزي د ټلوالې له غوغا سره سره بريالی اعلان شي ګمان كيږي چې ښاغلي عطا به دا ځل هم نه بابكرخيل او تاجك وي ، بلكه دا ځل به ځان دربار ته د سپيناوي لپاره محمد زی معرفي كړي او له يو څو ورځې ټيټاك وروسته به بيا ومنل شي
فعتبرو يا اولي الابصار
 
مقصودي مزاري