دناټو معضله په افغانستان كې

  په كليوالو سيمو كې خوريدل كه په لويوښارونوكې د دفاع لپاره متمركز كيدل ؟
 
دافغانستان په ختيځ كي د ناتو او طالبانو ترمنځ وحشتناكه جګړي پدغه كړكيچ باندي رڼا اچوي چې د ناټو ځواكونه ورسره مخامخ دي : د ناټو ځواكونه په كليوالو سيموو کې تيتول او كه په لويو ښارونوکې د مقاومت د حملو په وړاندي ځاي په ځاي كيدل ؟  دناټو او امريكايي ځواكونو په لسګونو جنګيالي د ورځي په رڼا کې د طالبانو د عناصرو له خوا په ګن شمير ولايتونوکې وژل كيږي , چې له امله يى وژونكى اوسختي جګړي د طالبانو اوناټو ځواكونو ترمنځ د څو شپو او ورځو لپاره تر سره كيږي , او د امريكا اونړيوالوځواكونو مشر جنرال مك كريستال په افغانستان کې د څلويښتو زرو نويوجنګياليو غوښتنه کړي ده پداسي حال کې چى د لويو ښارونو په منځ کې يى د مقاومت په وړاندي په تمركز باندي ټينګاركړي دي ,         مګر كارپوهانو او كتونكو د دغى استراتيژى دفعاليت او موثروالي په هكله انديښنه اوشك څرګند وي او د طالبانو د نفوذ د كړي د خوريدو زمينه سازي يى پکې نغښتي بولي .
دسياسي څيړنو او كتنو د افغاني مركزمسول هارون ميرد كومي تيروتني څخه خبره كوي او زياتوي چى اتيا په سلوكى د افغانستان وګړي په كليووکې ژوند كوي او كه د ناټو ځواكونه د دوي له ساتنى او حمايت څخه لاس په سر شي نو دوي به د طالبانو تر ولكه لاندي راشي , اوروان حالت هم همداسي دي .
د ايكوس د څيړنو موسسه وايي چى د افغانستان د خاوري په اتيا په سلو کې  طالبان په دايمى توګه شتون لري ,  د افغانستان له كليوالو سيموو څخه د ناټو د ځواكونو وتل  به د پاكستان د قبايلي سيمي په څير يوه سيمه وزيږوي چې د قبايلو واكمني په کې حاكمه ده لكه چى دى ايكوس د موسسى مشره نورين ماكدونالد وايى , د ايكوس د موسسه مشره دواړي تګلاري يعني په كليوالو سيموو کې خوريدل او په لويو ښارونو کې متمركز كيدل په يوځاي عملي كول بهتره ګڼي او زياتوي چې د ناټو د ځواكونو وتل او په شا كيدل له كليوالو سيمو څخه طالبانو ته د آزادي ګرځيدا را ګرځيدا واك ور په برخه كوي اوپدي کې د دوي  برياليتوب راز هم نغښتى بولي .
 له جنرال ماك كريستال څخه وړاندي جنرال ديويد ماكيرنان په كليوو باندي حمله وروړل غوره ګڼل , خوپه لويو ښارونو کې د حملو ديروالي د ماك كريستال د استراتيژي د بدلون لامل شو , او د ايكوس د موسسه مشره نورين ماكدونالد د جګړيزو ځواكونو ګرځيدا د خلكوپه وړاندي په ښارونو کې چى نفسي اغيزه لري  يو اساسي كار بولي چى بايد تر سره شي ,
د ناټو د ځواكونو ويانده په ډاګه كوي چى داسي ندي چى كليوالى سيمي مهمي ندي خو ضروري خبره دا ده چى د تهديد او ګواښ كچه وڅيړل شي .
اوهارون مير وايي چى د طالبانو د حملو زياتوالى په ګوته كوي چى د ناټو استراتيژي د پاكستان له پولى سره سمه نده چى د مقاومت ډلو پكښي خپلى اډي جوړي كړي دي , او له هغه ځايه پر افغانستان باندي د جګيړيز بريد تياري نيسي او زياتوي چى طالبان د ناټو اونړيوال ځواكونو د كمښت څخه پدي غرنى سيمه کې ګټه پورته كوي . او د لا زياتو حملو توقع په سرحدي سيمووکې كوي , او دا استراتيژي يى د مجاهدينو له جنګي استراتيژي سره نيږدي وبلله چى د روسي يرغل په مهال پلي شوي وه , خو د ايساف د ځواكونو د وياندي په اند په ختيځ کې د ځواكونو بيا نشريدل به د ګواښ په كچه تر سره شي او زياته يى كړله چې په ختيځ کې هر وخت د دوي ځواكونه شتون لري خو دا ناشونى ده چى په هر كلي اولاره کې د دوی ځواكونه شتون ولري .
 
د عربي ورځپانى څخه ژباړه شوي د دينيس كوبر رپوټ
 
عبدالرحمن فرقاني