
۱: نورو ته د دوی له تمې زیات وروبښئ! دا کار به تاسو ته حیرانوونکې خوښي او نېکمرغي دروبښي.
۲: د ژوند ملګری (خاوند/مېرمن) مو داسې کس وټاکئ: چې له خبرو کولو او اورېدلو یې خوند اخلئ!
۳: هر څه واورئ خو په هره اورېدونکې خبره له وخت مخکې باور مه کوئ؛ ټوله شتمنۍ په یو وار او بې درېغه مه لګوئ؛ څومره چې غواړئ؛هغومره مه ویده کېږئ!
۴: د (مینه درسره لرم) په ویلو کې ډاډمن او رښتیني اوسئ!
۵: د (بښنه غواړم) ویلو کې د مقابل لوري سترګو ته ځیر اوسئ!
۶: مخکې لدې چې واده وکړئ؛ لږ تر لږه شپږ میاشتې کوژدن (نامزد) پاتې شئ!
۷: د مینې په لومړي کاته باور ولرئ!
۸: هېڅکله د هېچا په هیلو او آرمانونو مه خاندئ! څوک چې هیلې نه لري؛ په حقیقت کې هېڅ نه لري.
۹: د زړه له تله او په پوره اخلاص نورو ته مینه ورکړئ، ښایي تاسو پدې کار سره ځینې وخت ځان زیانمن احساس کړئ اما دا یواځینۍ لاره ده چې تاسو ته د خوښې وړ ژوند دربښي.
۱۰: په شخړو او اختلافاتو کې منصفانه مبارزه وکړئ، په عمومیاتو بحث وکړئ او د اړتیا پرته د هېچا نوم مه اخلئ!
۱۱: د نورو په هکله د دوی د خپلوانو د څرګندونو په معیار قضاوت مه کوئ!
۱۲: په کرارۍ سره خبرې وکړئ، خو په چټک فکر وکړئ!
۱۳: کله چې له تاسو څخه د داسې موضوع په اړه پوښتل کېږي، چې تاسو یې ځواب ورکول نه غواړئ؛ په موسکي انداز ترې وپوښتئ: "ولې غواړې په دې اړه پوه شې؟"
۱۴: په یاد مو وي: د لویو بریاؤ او حقیقي مینې د لاس ته راوړلو لپاره باید لوی لوی ګواښونه او ستونزې وګالئ!
۱۵: د نورو پرنجې ته په (عافیت مو پخیر) ځواب ورکړئ.
د ژباړن تبصره: مسلمانان د پرنجي لپاره ترټولو ښه ځواب لري: یرحمک الله
۱۶: کله چې یو څیز یا فرصت له لاسه ورکوئ؛ کوم څه چې مو ترې زده کړي؛ له لاسه مه ورکوئ!
۱۷: دا دري ټکي هېڅکله هېر نکړئ!
الف:خپل ځان ته درناوي ولرئ!
ب: د نورو درناوی وکړئ!
ج: د خپلو کړو وړو پړه پخپله غاړه واخلئ!
۱۸: د کوچنیو اختلافاتو په پلمه مو اوږدمهاله ملګرتیا ته زیان مه رسوئ!
۱۹: د خپلو تېروتنو د درک سره سمدلاسه د هغو د اصلاح لپاره لاس په کار شئ.
۲۰: ټلېفون ته په موسکا ځواب ورکړئ؛ مقابل لوری به ستاسو موسکا له لېرې احساس کړي.
۲۱: رښتینی ملګري مو لاس نیسي او زړه ته مو ډاډګېرنه درکوي.
ژباړن: قاسم امیری