
آنټوني رابینز د فکري تمرکز د اهمیت په اړه خپل یادداښت کې لیکي:
"یو ځل مې د موټر ځغلونې په روزنیز ټولګي کې ګډون وکړ، ښوونکي د موټر ځغلولو لپاره لومړنی اصل راته دا په ګوته کړ چې: خپل حواس مو په هغه ټکي راټول وساتئ کوم چې ستاسو اصلي موخه بلل کېږي او هېڅکله مو خپلو حواسو ته دا اجازه مه ورکوئ چې تاسو ته وېره او ډار در واچوي د موټر ځغلولو په سیالیو کې مو که خپل پام د خط السیر شاوخوا دېوالونو، خنډونو او کړنګونو ته ور واړوه؛ لېرې نده چې له خپل اصلي مسیر انحراف او له همغو دېوالونو، خنډونو او کړنګونو سره ټکر وکړئ. موټر چلوونکي پدې پوهېږي: که هرې خوا ته پام واړوي؛ موټر یې هم په هماغه خوا حرکت کوي ځکه چې د سترګو د څار محراق مو فکري تمرکز هم هماغه خواته ورجذبوي. په حقیقت کې ستاسو پاملرنه ستاسو د حرکت مسیر ټاکي.
که مو پر خپله وېره او ډار غلبه وکړه، پر خپل نفس مو اعتماد وکړ او خپل ټول حواس مو یواځې د هدف په لوري متمرکز کړل؛ په خودکار او اټوماټیک ډول به ستاسو حرکت تاسو د خپل هدف په لوري منسجم کېږي خو که پر ځان شکمن شئ چې دا دي له خپل خط السیر څخه وځم، نږدې ده چې له دېواله سره ټکر وکړم، راتلونکی موټر به راسره مخامخ ولګېږم او داسې نور ډار اچوونکي خیالونه مو په رښتیا هم له ګواښ سره مخ کوي، بیا نو د دې په تمه اوسئ چې ستاسو همدا سوء فکربه ستاسو د ناکامۍ سبب کېږي."
کله چې ښوونکي دا مطلب راته تشرېح کړ له خپل ځان سره مې سوچ وکړ چې: "زه خو له مخکې پدې اړه پوهېږم."
ښه مې په یاد دي: د موټر ځغلولو په ځانګړو سړکونو پخپل لومړي آزمایښت کې پرته لدې چې خبر راکړل شي د موټر د حرکت بټن د ښوونکي لخوا کېکاږل شوه او موټر هم سمدلاسه حرکت وکړ زه له دې ناڅاپي حرکت سره په وېره کې ولوېدم او سمدلاسه مې د سړک په څنډو دنګو دېوالونو او ژورو کړنګونو ته پام ور واوښت، چې څومره پر مخ تلم هغومره مې وېره په زیاتېدو وه په وروستیو شېبو کې مې په چیغو او نارو پیل وکړ ځکه چې نور نو پدې پوهېدم چې اوس اوس به له دېوال سره جنګېږم یا به وژونکي کړنګ ته ورلوېږم... ښوونکي چې زما وضعیت له نږدې څارلو؛ سمدلاسه یې پخپلو لاسونو زما سر د سړک اصلي لوري ته را تاو کړ. پداسې حال کې چې لا هم موټر د ديوال خوا ته ور روان وو خو کله چې مې ښوونکي سر او د سترګو د لید ساحه له دېوال څخه و خپل اصلي مسیر ته راوګرځوله؛ سمدستي موټر هم خپل اصلي مسیر ته راووښت او په یوه شېبه کې مې دومره ځان دومره راحت احساس کړ لکه د ځنکندن له وروستیو سلګیو چې د ژوند بیا پیل ته راګرځېدلی وم.
موخو ته د رسېدو لپاره یواځینی لار همدا ده چې پخپلو موخو متمرکز پاتې شئ!