
ژباړه: ق.امیري ۱: د نورو د زوکړې (زېږېدنې ورځ) په یاد وساته! ۲: لږ تر لږه په کال کې یو ځل د لمر ختو تماشا وکړه! ۳: د سبا ورځې لپاره مخکې له مخکې مهال ویش جوړ کړه! ۴: د (منندوی مو یم) عبارت ډیر وکاروه! ۵: پدې پوه شه چې چوپتیا وسله ده یواځې په مناسب ځای کې ترې ګټه پورته کړه! ۶: د ځان مینځلو پر وخت تر شاور لاندې په کراره له ځان سره زمزمه وکړه! ۷: د احمقانه کردار لپاره هر راز توجېح راوړل پخپله حماقت دی. ۸: وړې او ناڅیزه خوښۍ هم ونمانځه! ۹: هغه توکي چې ماشومان یې پلوري؛ وپېره! ۱۰: هره شېبه له هرڅه د زده کړې تابیا ولره! ۱۱: په هغو ټکو چې پوهېږي؛ نورو ته یې هم ورسوه! ۱۲: هر کال لږ تر لږه یوه ونه کېنوه! ۱۳: نوي ملګري پیدا کړه خو زاړه ملګري مه هېروه! ۱۴: له ګڼو ځایونه انځورونه واخله! ۱۵: راز ساتونکی اوسه! ۱۶: له خپلو خوښیو څخه د خوند اخېستلو لپاره ځنډ مه کوه! ۱۷: په نورو پورې ځان مه تړه! ۱۸: د خپل غذايي رژیم په اړه هېچاته مه وایه! ۱۹: خپلې تېروتنې ومنه! ۲۰: ټول خبرونه چې اورې؛ کره او دقیق ندي. ۲۱: ماشومان د له تنبیه وروسته بېرته پخلا او په غېږ کې ونیسه! ۲۲: ځينې وخت د خپل ځان سره شپېلۍ وغږوه! ۲۳: زړور اوسه که څه هم ځان درته زړور نه ښکاري! ۲۴: د خپل واده کلیزه مه هېروه! ۲۵: هر څومره چې کولی شې له کنایو کارولو ډډه وکړه! ۲۶: یواځې هغه کتابونه نورو ته امانت ورکړه چې بېرته راستنېدل یې درته ارزښت نلري. ۲۷: خپلو بچیانو ته دا الهام ورکړه چې دوی فوق العاده دي. ۲۸: سهار وختي له خوبه پاڅېدل عادت وګرځوه! ۲۹: ځیرک او هوښیار اوسه، ځينې فرصتونه مو په کراره دروازه درټکوي او بېرته ځي. ۳۰: لږ تر لږه خپل ساعت پنځه دقیقې مخکې عیار کړه! ۳۱: هغوی چې هیله مند دي؛ هېڅکله مه ناهیلي کوه! ښایي یواځينۍ هیلې یي په تاسو پورې تړلې وي. ۳۲: له ماشومانو سره په لوبو کې دوی ګټونکي او ځان بایلونکی اعلان کړه! ۳۳: هېڅکله د ټلېفون په غږ ثبتوونکي ماشین کې بېځایه او بېهوده پیغام مه پرېږده! ۳۴: وخت پېژندونکی اوسه، وخت ته ارزښت ورکړه! ۳۵: له ناوړه او ناخلفه خلکو لېرې والی غوره کړه! ۳۶: خپلو اولادونو ته په پیسو ورکولو کې بخیلی مه کوه! ۳۷: خپل عظمت وساته خو احسان منونکی اوسه! ۳۸: پخپل سیال او رقیب هېڅکله اعتماد مه کوه! ۳۹: په مهربانۍ کې له لازم حد هم زیاتی وکړه! ۴۰: د غوسې په وخت کې هېڅ کار ته لاس مه وړاندې کوه! ۴۱: خپل خاوند/مېرمنې ته تر ټولو غوره ملګری اوسه! ۴۲: تر هغو چې د نوې دنده نه وي موندلې؛ خپله اوسنی دنده له لاسه مه ورکوه! ۴۳: ځان د ځمکې پر مخ تر ټولو ګټور او با احساسه انسان تثبیت کړه! ۴۴: حسد او کینه له ځان څخه لېرې کړه! ۴۵: ټولو ژوندیو موجوداتو ته په ارزښت قائل اوسه! ۴۶: خپله ماته په راحتۍ سره ومنه خو بریا ته رسېدل هدف وګرځوه! ۴۷: د بریالیتوب په وخت کې په نور ځان پلورنه (فخرفروشي) مه کوه! ۴۸: په بېهوده موضوعاتو کې ځان مه بوختوه! ۴۹: هېڅکله هېچاته مه وایه چې:" ستړی او ستومانه ښکارې!" ۵۰: خپلې ژمنې ته ژمن او متعهد اوسه! ۵۱: تر خپل وس فصل (واټن) په وصل بدل کړه! ۵۲: خپل ځان راحت وښایه آن که چېرې ځان ناراحته هم بولې! ۵۳: خپل ژوند د خپلو اوږو پیټی مه ګرځوه! ۵۴: هېڅکله قمار مه کوه! ۵۵: د ستونزو پر وخت ځانته قناعت ورکړه چې ماته به نه منئ! ۵۶: له خپلو وسایلو ښه ساتنه وکړه! ۵۷: هېڅکله د دې انتظار مه باسه چې پیسې او شتمني به خوښي او نېکمرغي درکړي! ۵۸: لدې وروسته د نورو د بدلون لپاره هڅه مه کوه، بسنه کوي چې پخپله بدلون وکړې. ۵۹: خوښ مزاجه او ښه سلیقه لرونکي اوسه، خپل ظاهر د نورو ته جذاب وښیه! ۶۰: پلونه مه ورانوه، لېرې نده چې بېرته له همدې پل څخه د سیند پورې غواړې ته تېر شې. ۶۱: پخپل ځان پانګونه وکړه، خپلې وړتیاوې ناڅیزه مه بوله! ۶۲: متواضع او فروتن اوسه! ۶۳: د خپل موټر او کور دروازه هېڅکله پرانستې مه پرېږده! ۶۴: د بښنې ځواک د پیاوړی کړه! ۶۵: د هغو کسانو په وړاندې ډېر محتاط اوسه چې تاته د رښتیني او بې رویا انسان لقب درکوي! ۶۶: پخوانۍ ملګرتیاوې بېرته را ژوندی کړه! ۶۷: د ژوند له هر پړاو څخه پیغام واخله! ۶۸: خپل د خوښې کتاب یو ځل بیا ولوله! ۶۹: داسې ژوند وکړه چې: د قبر په لوحه د ولیکي: (دا هغه انسان دی چې پخپل ژوند په خپل هېڅ کارنه وو پښېمانه) ۷۰: تر ټولو مهم دا چې: د انسان انسانیت هله پیل کېږي چې: د نورو د حقوقو په وړاندې ځان مسؤل وګنې او د هر کس د انسانیت کچه د هغو په دې احساس پورې تړلې چې څومره د نورو د ستونزو او کړاوونو د لېرې کولو لپاره هڅه او کوښښ کوي.