یو بد خوب/ لنډه کیسه

 
لیکوال: اېلین پېلین۱۸۷۷- ۱۹۴۹
ژباړه : عثمان رسولي
      په جوس سخت او سوزوونکی لمر ولاړ ؤ. د غنمو په طلايي رنګه پټیو کې خلک په لوونو بوخت ؤ او خولې پرې بهیدلې. هر چا له خپل ځانه سره سندرې زمزمه کولې. له لېرې د جېنکو نری او له غمه ډک آواز تر غوږو کیدو، لکه څوک چې د چا په قبر ژاړي.
      د پټیو په مینځ کې لاره د هدېرې په لور تللې وه. په همدې لاره یو عیسوي پادري د جنازې د تابوت  وړاندې روان او یوه مذهبي سندره یې ویله. شاته څلور پښې لوڅي کلیوال چې خپل لورونه هم ور سره ؤ او د جنازې تابوت یې په اوږو وړلو، په پادري پسې روان ؤ. دوه ګامه شاته یوه ښکلې او تنکۍ پېغله چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، هم پسې روانه وه. ټولو په پادري پسې مذهبي سندره تکراروله. ټولو خلکو خپل کار پرېښود. د جنازې په احترام ودریدل او د دې له غمه ډکې صحنې ننداره یې کوله. یوه لویه خاموشي حاکمه شوه. خو ما صبر ونکړ، سملاسي مې ترې وپوښتل:
      - څوک مړ شوی دی، وروڼو؟
      - ته،... ته مړ شوی یې استاذه!
      - دا شاته جېنۍ څوک ده چې راپسې ژاړي؟
      - دا ستا غریبي ده استاذه...
      یوازې او یوازې زما غریبي وه چې په ما پسې ژاړېده او زه یې تر قبره بدرګه کولم.