له خاين مخ گرځوم
*
نه سر چا ته ټيټوم
نه ځان چا پوری تړم
*
خپله ژوند مبارزه دی
مرگ دژوند مبادله دی
منل شوی پروسه دی
ژوند بی پت نه تیروم
نه سر چا ته ټيټوم
نه ځان چا پوری تړم
ژبه او قول می یوه دی
تل په خټه می میشته دی
دوه رنگی می نه خوښیږی
له خپل لاری نه گرځم
نه سر چاته تيټوم
نه ځان چا پوری تړم
بی پت ژوند می نه خوښیږی
غوړمالی می ډیر بدیږی
د مشرانو غزت ساتم
نصیحت د هغو منم
نه سر چا ته تيټوم
نه ځان چا پوری تړم
تل وحدت د ا فغان غواړم
په نفاق د هغو ژاړم
چی کری د کینی تخم
له هغو لار بیلوم
نه سر چاته تيټوم
نه ځان چا پوری تړم
از مایلی نه از مایم
خاین هیڅوخت نه ستایم
په نفرت )مل( ورته گورم
له خاین مخ گرځوم
نه سر چا ته تيټوم
نه ځان چا پوری تړم
*****
پوهندوي دوکتور سيدحسام (مل)
اوگست دوه زره اوه (جرمنی)
وروستي