
Capitalism
د سرمایه دارۍ نظام
کپیټلېزم
د کپیټلېزم کلمه مشابه د آزاد مارکېت ، شخصی کسب و کار او یا هم له خپلواکه اقتصادی موسسې سره ده (کپیټلېزم یعنې آزاد مارکېټ).
کپیټلېزم یو اقتصادی او یو سیاسی سیستم دی کوم چی په ملک کی تجارت او صنعت دواړه د ګټې لپاره د شخصی مالک په واسطه کنترول کیږی نه د دولت له لوری، کپیټلېزم اکثرآ د اقتصادي پرمختګ سره نېږدې اړیکې لري لکه څنګه چې تولید او قېمت دواړه د دولت پرځای د مارکېټ په واسطه مشخص کېږی.
په دی سیستم کې ټول عاملونه یا فکتورونه لکه تولید، مصرف، او عاید په یو شخص او یا یو شخصی شرکت پوری مربوط دی او دولت ته د مداخلی اجازه نشته ده چې د یوکس او یا هم د یوه شخصی شرکت، مصرف، تولید، او یا عایدات لږ او یا هم زیات کړی. په حقیقت کې کپیټلېزم په بعضې وختونو کی د دولت مداخلې ته هم اړتیا لري، خو هغه دا چې دولت وکولاي شي د تولید کوونکي د یوه تولید شوی جنس شخصي حقوق خوندي کړی ښه مثال یی کتاب دی، په قضایی مسایلو کې هم دولت ته اجازه ورکول کېږی او یا هم که چېرې په مارکېټ کې داسی حالات را منځ ته شی چې مارکېټ خپله د قیمت او تقاضا په مناسبه اندازه کې پاتې راشی یعنی قیمت همېشه لوړ، او تولید کم وی نو دولت ته د مداخلې حق شته چې د قیمت،تولید او تقاضا توازن برابر کړی. او همچنان کولای شو چې کپیتلېزم په دې خاصیت په لرلو سره له انارکېزم څخه جدا کړو ځکه چې په اناکېزم کې بلکل او په هیڅ وخت کې د دولت مداخله نشته.
اوس مهال په کومو ملکونو کې چې کپیتلېزم سیستم موجود دی کېدای شې د دولت مصارف یی یا د(GDP) مصارف یې تر ۳۵٪ ورسېږی خو دا ټول مصارف په اسایش، تعلیم، صحت، ملی دفاع او نورو ځایونو کی لګول کېږی. خو ملک کپیتلېسټ ښکاري ځګه که مونږ هغو ساحو ته چې په هغه کې تولید کېږی وګورو نو وبه وینو چې ټول تولید د یو شخص او یا یوې شخصي کمپنی له خوا کېږی او کولاي شي چې هر څه تولید کړي دهغه چا لپاره چی تقاضا یی لري.
د کپیټلېزم مهمې ځانګړنې:
اهداف:
په دې سیستم کې هر کس او هر شرکت د خپل عاید ډیروالی ته لیوال دی (هر څوک خپله ګټه زیاتوی) د عامو خلکو په عاید او مصرف باندې هیڅوک هم فکر نکوی یو کس ته په کم ښه توب سره په نورو خلکو باندې د اولیت حق ورکول کېږی.
اقتصادی وېش:
په دی سیستم (کپیټلېزم) کې اقتصادی وېش هم نا سم دی ځکه د کپیټلېزم سیستم په جامعه کې مختلېفې دلې کسان شته چې اقتصاد له نظره هر یوې ډلی ته خاص نوم ورکړل شوی دی یوه ډله هغه کسان دی چی سرمایه داران دی بل غریب، د ځمکو خاوندان، دهقانان یا هم د کمې ځمګی لرونکې کسان چې ځمکه اجاره او یا یی په کرایه نیسی، کاریګر، صنعت کاران او داسې نور دی خو په دې کی هغه کسان چې نه ډیر غریب دی او نه هم دیر سرمایه دار دی هغه په ډیره سختی سره پېشرفت کوی ځکه چې سرمایه د یو څو خاصو کسانو په لاس کې ده او د سرمایی وېش هم ډیر کم دی. لکه څنګه چې د اسلام په مقدس دین کې زکات، عشر، سرسایه، صدقه شته خو دا قسم وېشنه په کپیټلېزم کی بلکل نشته ده.
آزادی:
هر کس کولای شی چې خپل مسلک په خپله خوښه انتخاب کړی یو کس کولای شی چی یو تولیدکوونکی وه اوسېږی او یا هم مصرف کوونکی، هغه آزاد دی چې ددې دوو او یا نورو مختلېفو مسلکو نه یو ځان ته خوښ کړی.
شخصی مالکیت:
په کپیټلېزم کی ښې ځانګړنې هم شته دی چې یوه د هغو نه یی د شخصی ملکیت ساتنه ده هر کس کولای شی چې خپل تولید شوی شی اویا هغه منابع چې په هغه باندې کس کمک کولای شی له ځان سره او یا هم له نورو کسانو سره خپل وبولی، استفاده یی کړی او له ځان سره یی هر ځای ته انتقال کړی بدون له کوم مشکل خو په قانونی چوکاټ کې لکه د مربوطه شی مالیات ورکول دولت ته او داسې نور.
مارکېټ او د تبادلې سیستم:
پرمخ تللی او آزاد مارکېټی سیستم د کپیټلېزم له لومړنیو ځانګړنونه دی چې هر مارکېټ باید پرمخ تللی عصری ټکنالوژی او ښه تربیه شوی کسان ولری، د مارکېټ طبعی قواوې لکه تقاضا او تولید که چیرته دې ته اجازه ورکړل شی چی مفت کار وکړی نو صرف د قېمت انداره ټاکلی شی. د یو ښه او مفیده مارکېټ مکانیزم موجودیت ورسره د شخصی تشویق کولای شی چې منابعې، تخصیص او په یو کافی او مطلوبه اندازه ووېشی نو د خارجی ادارو د مداخلې لپاره هیڅ کوم ضرورت نه پیداکېږی اما یو پوره او کامل رقابت بهترین انتخاب دی په حقیقت کې د انحصار اوتشکیل د کاروباریانو یوه معمولی خبره ده نو کولای شو چې ووایو چې د دولت مداخله د قېمتونو په انډول او د ټولنیزو توکو په تهیه کولو کې حتمی ده.
د کورنۍ چلند، تولید او مصرف:
مصرف کوونکی(consumer) یو حاکم اجنټ دی مصرف کوونکی همیشه غواړی چې خپلې ټولګټې یو اعلی حد ته ورسوی خو په یو خاصه بودیجه سره، هر مصرف کوونکی آزاد دی چې تخصیص کړی ټول او یا هم یو برخه د خپلې بودیجی څخه اوسنی مصرف او یا هم د آینده مصرف لپاره ، نو په ده باندې هیڅ کوم اخلاقی، فزیکی محدودیتونه او بندیزونه نه دی لګول شوی او نه شته بېدون د مالیاتو له سیستم څخه.
لکه د کورنۍ سپما د هغه په عاداتو، یا هم تمه لرل د آینده لپاره، پانګې اچونې په فرصتونو، مالیاتو، او کپیټل مارکېټ پوری مربوطه ده.
د آجر او یا کار فرما مهم رول:
په کپیټلېزم اویا سرمایه داری نظام کې آجر دیر مهم رول لری ځکه چې کار فرما ټول تولیدی عوامل راسره غونډوی او د هغی څخه کار اخلی تر څو د ټولنې لپاره د ضرورت وړ شیان عرضه کړی. خپل ځان خطر ته اچوی سخت او دارنه، او خطرناکه کارونه کوی او خپل کار ته دوام ورکوی، که هر څو کارفرما دا کارونه د خپلې ګټې لپاره کوی خو د هغه ګټه او فایده نور خلکو ته هم رسیږی.
مقابله او اتحاد:
په کپیټلېزم او یا سرمایه دارۍ نظام کې ټول سرما یه داران د خپلو شیانو په خرڅولو او اخیستلو کې سره مقابله کوی خو کله و غواړی خپلې غوښتنی غملی کړی نو ټول سرمایه داران سره یو موټی شی.
د هماهنګۍ نه موجودیت:
په دې نظام کې سرمایه داران، تجاران، او د فابریکو خاوندان هر یو د خپلې خوښې وړ شیان تولید، عرضه، اویا هم تجارت کوی خو دوی په خپلو کې سره په دی مشوره نه کوی چې باید کوم شیان تولید، عرضه، صادر، او یا هم وارد کړو نو په دې وجه یو څه نفصان کولای شی او مصرف کوونکی هم په خپله خوښه باندې شیان اخلی او مصرف کوی یې.
د سرمایه دارۍ نظام نقصانونه:
سرمایې ته په انسان باندې زیات اهمیت ورکول
د هر کوښښ اصلی هدف ګټه
د مصرف کوونکی فایده له پامه غورځول
په مقابله باندې بیځایه مصرف
طبقاتی ویش
سرمایه او دولت صرف په څو لاسونو کې را غونډېدل
د منابعو نا سم او نا مکمل استعمال
غیر عادلانه نظام
له حد نه زیاته شخصی آزادی
رشوت او واسطه
احتکار
سود
او داسې نور..............
واحدالله “همتی”
ژباړه