
په افغانستان كي د نولسمى پيړۍ د يرغلګرو جنګياليو قبرونه او د افغانستان په غرونو رغونو كې د روسي يرغلګرځواك پاتي شوي ويجاړ ټانګونه د لوديځ يرغلګرځواك جنګياليو ته خپله پايله انځوروي , چى د لوديځ د لوړ رتبه عسكري كارپوهانو په اندبه له تيرشويو اشغالګرانو څخه ښه نوي اوكوم توپيربه و نلري , د لوديځ جنګياليو په ذهن کې هغه ويره چى د خپلى پايله په هكله د دوی د سياستپوهانو په ژبه په مطبوعاتو کې رابرسيره شويده ورځ په ورځ پخيږي .
دا دی وروسته له شلو كالونو څخه له هماغه ځايه څخه د روسيه سفير په افغانستان کې ديمتري روجوزين د لوديځ او ناټو د ځواكونود ماتې زيري خپروي له كومه ځايه چې د روسيه سره ځواك ماته خوړلي وه , ان تر دي چې د روسيى سفير په افغانستان كى د ناټو د ځواكونو په پوره ماتې ټينګار كوي , او له روسيې او د منځني اسيا له هيوادونو څخه د ناټو د قوتونو د ماتې په پايله كې چې كوم ناوړه سياسي چابيريال په افغانستان کې را منځ ته كيږي د هغه د مخنيوى لپاره يې د موثره اقداماتوغوښتنه كړي ده .
روسان دافغان ولس د پياوړي مقاومت په نتيجه کې د لوديځ د ارمان سره سم له افغانستان څخه په نړيواله كچه له يو شرميدلي مسير اوپايلى سره مخ شول , چيرته چې لدي وړاندي په افغانستان باندي دانګلسانو يرغلګر ځواكونه هم له ورته ماتى سره مخ شوي وو .
دروسان له ماتى سره سم د لوديځ هيوادونولپاره په افغانستان باندي د تيري لاملونه برابر شول او بالاخره د خپل رغبت په پايله کې افغانستان ته په ځواكييز شكل راغلل , خو په لومړي پړاو کې د لوديځ راتګ افغانستان ته د تروريزم د ځپلوو په پايله کې را منځ ته شوولكه څرنګه چې تصور كيده .
د لوديځ راتګ د روسيى ګاونډ ته د روسيى او هغه هيوادونوته چې د روسيه تر سياسي او ځواكيز حمايت اوپوښښ لاندى دي د انديښنى وړ كار وه , خو چيري چې لوديځ خپل راتګ ته د نړيوالى ټولنى په اند قانوني بڼه وركړى وه نو ځكه په ښكاره توګه د لوديځ د فوځي حضور په وړاندي غبرګون ونښودل شو , خو د وخت په تيريدلو او د حالاتو د بدلون سره روسيى او هغو هيوادونه چې د لوديځ حضور په منطقه کې نشوي زغملي د لوبي په څرنګوالي پوه شول او د لوديځ په وړاندي يى هغه تګلاره خپله كړله كومي چې د لوديځ په وړاندي د افغانستان په ګرداب کې كړاونه را پيدا كول , چې پدي هكله د ميشتو ځواكونو د اكمالاتو
لاري وي چې ديرى يى د روسانو په لاس كى وى او ورو وروپدي هكله لوديځ ته خنډونه رابرسيره شول , له بله اړخه روسان په افعانستان کې خپلى سياسي ډلي هم پياوري كړلي دي , چي پدي ورستيو ټولټاكنو کې يى لوديځ پلوه سياسي پاڅون ته د پام وړ كړكيچ را منځ ته كړي دي .
د دي اخ اوډب تر منځ امريكا او لوديځ يو ځل بيا په افغانستان کې د روسانو سره هغه زړه پاليسي خپله كړله كومه چې د اوباما له راتګ څخه وړاندي ورسره چلند كيده , نولهمدي ځايه يي د طالبانو سره د نيږديكت خبره په لاره واچولي , داسي اټكل كيږي چې دا خبري او يو دير وړاندي پړاو ته رسيدلي دي او په ښكاره توگه د طالبانو شراكت په راتلونكي حكومت کې هم د امريكا د لوړ رتبه مامورينو په ژبه څرګندي شوي , پدي لړکې د انګلستان د لوړ رتبه مامورينو هلي ځلي هم په مطبوعاتوکې خپري شوي چي د طالبانو له مشرانو سره يى خبري په لاره اچولي دي .
سربيره پدي د افغانستان شمال ته د مسلح مليشو ليږدونه هم د لوديځ هغه نوي سياسي استراتيژي ده چې د افغانستان هغه ګروشوي ملي سياسي برخليك يي يو ځل بيا د نويو بهرنيو غوښتنو سره مخ كړ, دافغانستان شمال ته د جنګياليو ليږدونه روسيى ته او د هغه تر سياسي او ځواكيځ چتر لاندي هيوادونه ته انديښني او ګواښ راپارولي دي , لكه څنګه چې په دي هكله غبرګونونه څرګند شول ان تر دي چې د لوديځ له ميشتوځواكونو څخه چې په رسمي توګه د نړيوالى ټولنى په وړاندى د افغانستان د امنيت دنده پرغاړه لري غوښتنه وشوه تر څو د دغه تروريستي ډلو خوزښت د افغانستان شمال ته چې د افغانستان ګاوندي هيوداونو ته ژوندي او مخامخ ګواښ بلل كيږي مخنيوي وكړي , اوپه ځانګړي توګه هغه روس پلوه سياسي ډلى هم له ګواښ او انديښني سره ځان مخ ګڼي چې خپله سيمه يي د لوديځ له نظامي خوزښت څخه د تيرو اتو كالونوپه اوږدو کې ساتلي دي , كيدي شي د دي سياسي بدلون تر شاه موخه دا وي تر څو د دغه سيمى سياسي ډلى چې په ورستيو ټاكنو کې يي د روسيى او د افغانستان په شمال کې پراته هيوادونه حمايت تر لاسه كړي وه له هغه كړكيچ سره مخ كړي كوم چې د لوديځ ځواكونه ځان ورسره لاس ګريوان بولي , روسيه او پلويان يي د شمال په لوري دي خوزښت څخه انديښمن دي , د يو شمير سياست پوهانو په اند لوديځ غواړي تر څو روسيه له هغه كړكيچ سره مخ كړي چې غواړي ورسره مخ شي او اوس مهال يى لوديځ په وړاندي ولاړ دي , او لوديځ غواړي تر څو روسيه د ته چمتو شي چې د لوديځ سره په افعانستان کې كمك وكړي تر څو وكولي شي لدي افغانى كندي څخه په سمه توګه د وتلو لاره پيدا كړي .
عبدالرحمن فرقاني