د پاکستان پر(( جي ايچ كيو)) بريد څه پيغام لرلو؟

د 2009 كال په  10/ 10 باندى د پاكستان د برى قواوو (( جي ايچ كيو)) د څو كسانو د بريد لاندى راغلو ، د پاكستان د برى قواوو (( جي ايچ كيو)) يا General Head Quarter  په 1948 كال كى د راولپنډى په ښار كى په پنځه سوه ايكړه ځمكه باندى بنياد كيښودل شو ترڅنګ يى حكومتى هوټل او فوځى هسپتال جوړ كړى شوو.
ميډيا په (( جي ايچ كيو)) باندى د بريد كونكو شمير 13 ښيي ، ويل كيږى چى دوى د هفتى په ورځ 11 بجى او درى منټه باندى په مال روډ د پى سى هوټل له لورى  په سپين وړوكى موټر كى د كمانډوزو فوجيانو په لباس كى د جى ايج كيو لومړى نمبر ګيټ ته په رسيدو سره څلور كسان د موټر څخه كښته شول او په ولاړو فوځيانو يى ډزى وكړى په همدى وخت كى نور بريد كونكى د دوهم ګيټ په لورى لاړل هلته ولاړو فوجيانو پرى ډزى وكړى چې بريد كونكى د فوځى كتابتون پر لورى لاړل ، نور نو جګړه د دواړو طرفونو ترمنځ ونښته لږ شبه ورسته د دهميال اير بيس څخه 3 چورلكى او جنګى جازونه د جى ايج كيو فضا ته راورسيدل د يكشنبى په ورځ سهار 6:45 بجو د جګړى پاى ته رسيدلو اعلان وكړى شو يعنى د بريد كونكو په قابو كى راوستلو تقريباَ 21 ساعته وخت ونيوه چې دا ډير زيات وخت او غټ مقاومت شميرل كيږى ، په 12 د اكتوبر د پاكستان د فوځ ويناد اطهر عباس په خبرى ناسته كى وويل چې د بريد منسوبه په جنوبى وزيرستان كى جوړه شوى وه او په بريد كونكو كى د 5 تعلق د بيت الله محسود د علاقى سره وه  د بريد كونكو عمرونه د 22 او 30 كلونو ترمنځ وه دوى د فوځ د قيادت 42 غړى برمته كړى وه او د خپلو 100 بندى ملګرو د پريښودو ، په پاكستان كى د امريكى فوځى هډو بندول ، د پخوانى پاچا پرويز مشرف خلاف مقدمه چلولو غوښتنى كولى د اكسپرس ورځپاڼى په 11 د اكتوبر ددى مطالباتو ترڅنګ ليكلى و ، چې د بريد كونكو له مطالبو څخه د عافيه صديقي د امريكى څخه راوستل ، د پاكستان څخه د بليك واټر كمپنۍ ايستل د ورک شوو خلکو پریښودل او په قبایلو کی اپریشن بندول شامل وه ،
 د بريد كونكو د ګروپ مشر عقيل چې شهرت يى په ډاكټرعثمان وه په سخت زخمى حالت كى نيول شوى ، همدارنګه د اج ورځپاڼی په 14 اکتوبر لیکلی وه چی د همدی ډلی مهم غړی عمر معاویه استخبارتی شبکو د بهاولپور د بغدادی په روډ د اپریشن په وخت نیول شوی،
 د اطهر عباس په وينا د بريد كونكو موټر فوځى نه وه بلكى فوځى نمبرپليټ او د جى ايج كيو منوګرام  پری لګول شوى وه او د ګروپ مشر عقيل د ارمى ميډكل كور زوړ عسکر وه او په 2004 كال كى فوځ پریښودلو د جيش محمد سره يوځاى شو. په 14 د اكتوبر د وحدت ورځپاڼى د خبر مطابق په بريد كى د وژل شوى فوځيانو شمير د 5 كمنډوزو په شمول 15 تنو ته رسيدلى  په مړو كى بريګيډير انوارالحق او لفټننټ كرنل وسيم احمد هم شامل دى د مړو زياتيدو امكان شته ځكه د بعض زخميانو حالات ښه نه دى ، د زخميانو څخه د وحدت ورځپاڼى د ننى راپور په اساس يو كس يونس په نامه پرون مړ شوى.
 
كه وكتل شى د دهشتګردى په نوم روانه جګړه د غرب د محفوظ كولو جګړه ده ، په داسى جګړو كى هميشه غريب او مظلوم خلك متاثره كيږى په لنډ وخت كى د باجوړ او سوات جګړو ټول قربانيان غريب او بيچاره پښتانه وه او دى ، صبر او تحمل هم يو اندازه لرى ډير داسى واقعات دى چې د خلكو د نفرت سبب تر دى حده ګرځيدلى چې ځانونو پورى بمونه تړى او انفجار وركوى ، په لال مسجد د فوج بى ځايه بريد همدارنګه هره ورځ په بى ګناه او مظلومو پښتنو باندى د څارګرو الوتكو له لورى د بمونو باران په سوات او باجوړ كى د زرګونو خلكو وژل د ملك د حاكمانو لخوا د فوځ ، پوليسو او استخباراتى اورګانونو څخه د غرب
 محفوظولو كار اخيستل او اوس د جنوبى وزيرستان خلكو ته هره ورځ ويل چې سواتيانو د انجام سره به مو مخ كړو ټول هغه عوامل دى چې پاكستان په خپل لاس ځان د روان صليبى يرغل په اور كى وسوزلو ، هغه مهال چې د پاكستان خپل منځى جګړى ښكيل كونكى پاچا پرويز مشرف د څو ډالرو په بدل كى خوښه وګڼله چې په ګاونډ كى دى صليبيان اور بل كړى او مسلمانان دى پكى سوزوى او د يخنۍ موسم وه ده غوښته چې همدى اور ته ځان تود كړى خو نو نن اته كاله ورسته ئى خپل ملت د همغه اور خوارك ګرځى ، د پاكستان هغه حكمرانانو چې په افغانستان د صليبيانو فوځى يرغل ته خوشحالى كوله او د خپل هيواد د اقتصاد د پيا وړتيا سيزن يى ګڼلو هغوى به ډير زر پدې پوه شى چې - اكلت يوم اكل الثور الابيض – پاكستان خپلى پښى په خپله په تبر وهي ، ایا د پاکستان حکمران پدی نه وه خبر چی د ویتنام د جګړی په مهال د امریکا لخوا بل شوی اور د ویتنام سرحدی پولو کی ایسار نه شو بلکی ګاونډی هیوادونو خلک هم پکی وسوزیدل نو دوی څنګه فکر کولو چی په افغانستان کی د امریکی لخوا بلیدونکی اور کی به د پاکستان عوام نه سوزی؟
د جى ايج كيو د بريد څخه ورسته هر باشعوره انسان سره دا پوښتنى راپيدا شوى چې بريد كونكو د پاكستان حكمرانانو فوځيانو او عام ولس ته څه پيغام وركړو؟ ايا هغوى په خپل پيغام وركولو كى كامياب شول؟  د وزيرستان څخه تر جى ايج كيو پورى بريد كونكى څنګه ورسيدل ؟ هغه قبايلو چې هميشه يى د پاكستان حفاظت لپاره خپل سر او مال قربان كړى كه هغه د كشمير په جنګ كى وه او كه د روسانو په جګړه كى نن ولى د خپلو ټوپكو خولى د همدى ملك په فوځ راګرځولى؟ هغه خلكو چې خپلو ځانونو پورى بمونه تړل او د پاكستان د دفاع په خاطر يى د هندوانو ټانګونه الوزول نن ولى ځان پورى بم تړى او د همدى ملك پوځيان الوزوى؟ ايا ددى ټولو سبب دا نه شى كيدى چې د ملك حكمرانانو فوځ د اسلام د دفاع په ځاى د صليب په دفاع كى استخدام كړى؟ ولی حکمرانانو د پاکستان د محفوظ کولو په ځای د غرب محفوظ کولو اراده وکړه ؟  كه په روانه صليبى جګړه كى پاكستان د ا ايران په څير موقف اختيار كړى وى نو ايا ملك به په خانه جنګى بدل شوى وى؟ د ملك په مختلفو ښارونو كى به بمونه خلاصيدل؟ د ملك هيڅ يوځاى به محفوظ نه وى؟ ايا هر ورځ به په لسګونه مظلوم او بيجاره خلك په وينو لمبيدلى ؟ خپل كانډيان به راڅخه خوشحاله نه وى؟ چا به مو د سپى سره تشبيه وركوله؟ نه هيڅكله نه كه د ايران په شان موقف اختيار كړى
 شوى وايى نو نن به د پاكستان هر وګړ ى هرحاكم هر ځاى  د ايرانيانو په شان په امن وى اوس هم لا وخت شته چې د پاكستان حكمرانه طبقه خپلو غلطيو ته متوجه شى او د خپلو وطنوالو وژنه د غرب او صليبيانو محفوظ كولو لپاره  پريدى د امن او صلح فضا رامنځ ته كړى په خپل هيواد كى د صليبيانو هډى ختمى كړى د غدارانو محاكمه وكړى او ځان له دى دلدل څخه وه باسى.
 
د پاكستان د برى قواوو په جى ايج كيو بريد د مختلفو طرفونو لخوا د پاكستان حكمرانانو ، پوځى او استخباراتى ادارو ته پيغام وركول وه مثلاَ كه په بريد كى د انډيا لاس وى نو پيغام ئى دا دى كه تاسى كولى شى چې په كابل كى زمونږ په سفارت بريد وكړى نو مونږ ستاسى جى ايج كيو ته درسيدلى شو ، كه په بريد كى د امريكى لاس وى نو پيغام ئى دادى كه د كيرى لوګر بيل نه منۍ نو نن جى ايج كيو دى سبا به ايټيمى بټۍ وى ،نو ښه درته داده چی د سیاسی قیادت په شکل زمونږ غلامی ومنۍ ،  كه په بريد كى د بليك واټر لاس وى نو پيغام ئى دادى چې مونږ ستاسى شا رګ ته رسيدلى يو لاس راڅخه واخلۍ ، كه بريد د و
 زيرستان د خلكو لخوا وى نو پيغام يى دادى چې د امريكى په اشاره د غرب د محفوظ كولو لپاره د اوسنۍ صليبى جګړی په اور كى  زمونږ له سوزلو څخه لاس په سر شۍ ، به هرحال كه په بريد كى د هرچا لاس وى نتيجه ئى يوه ده او هغه د پاكستان پوځى او استخباراتى شبكو كمزوروالى په ډاګه كول او عامو خلكو ته خپل زور او نظم خودل ، ولو كه ميډيا د خپل زور په مټ په خلكو د پوځ برترى ومنله ليكن كه په سړو دماغو كه فكر وكړو نو بريد كونكو خپل پيغام د پاكستان د حكمرانو ، پوځيانو او استخباراتو غوږو ته ورسوو دوى يو د بل په ژبه ښه پوهيږى په ورستۍ ورځو كى به معلومه شى چې بريد كونكو كوم پيغام د حکمرانانو تر غوږو ورسول غوښتل او دوى پرې څومره عمل كوي.
 
 
عادل وطنمل
14/10/2009