فراری شم

له وطنه پردی شم ، له چرتونو ليونی شم
په غربت کی ژبه گونگ قربانی د ځانځانی شم
پورته کړی می آواز وه چی بی وزلو ته خدمت کړم
په فتوا دڅو جاهلو هم باغی او دوزخی شم
د قدرت په وخت جيبونه په پيسو می نکړ ډک
د شير پور قصر نشينو په تبليغ لوی مر تشی شم
ما ويل ناپوه ملا دنهضت په مخکی خنډ وی
د جاهلو ، پکول پوشو له هيبته گريزی شم
ما ددوی عمل نامی ټولو خلکو ته ښوول
د جاهل ملا وزير په خبرو غټ دهری شم
نه دهری ، نه مرتشی يم دبی وزلو پلوی يم
دبی وزلو سره ځم که په اور باندی ستی شم
دا ا سلام تر نامه لاندی تاړاکگر او پاټکيان
زه ددی ډلو ټپلو له ليدو په زړه زخمی شم
وطنوالو تا سی وليد دا دوه مخی مومنان
زه (مل) ځکه له خپل ځای هم بی ځای اوفراری شم
***************
پوهندوی وکتور سيد حسام (مل)
اوگست کال دوه زره اوه (جرمنی)