
په دې وروستیو کې جګړه مارو ډلو د ځینو څیړنو او ټولپوښتنو له مخې په ولس کې خپل ملاتړ له لاسه ورکړی دی. او د هغو خلکو د شمیر سلنه ډیره راټیټه شوې ده چې له طالبانو سره یې خواخوږي لرله، ددې ترڅنک د ملګرو ملتونو د سروې له مخې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې ډیره برخه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له خوا ترسره شوې ده، ځینو رسنیو هم ویلي چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې خپل سیمه ایز ملاتړ له لاسه ورکړی او اوس هڅه کوي، په هیواد کې د روانې جګړې لپاره له بهره وسله وال جلب کړي.او د دغه ملاتړ د لاسه ورکولو وروسته اوس مهال طالبان په افغانستان کې دننه د جنګیالیو په جلب او جذب کې له زیاتو ستونزو سره مخا مخ دي.
که له بهرنیو استخباراتي کړیو سره د طالبانو او نورو جګړه مارو ډلو تړاو او د دوی کړو وړو ته وکتل شي د خلکو په منځ کې ددوی د ملاتړ دومره کمیدنه د حیراني وړ نه ده. طالبان چې د جنګسالارانو او ټوپکیانو پرضد راپورته شول، ډیرو خلکو یې ملاتړ وکړ ځکه خلک نور د ټوپکیانو له ظلمونو ډیر په تنګ شوي ول دټولو دا هیله وه چې شروفساد یې له وطنه ورک شي. د خلکو همدا ملاتړ و، چې طالبانو هغه وخت په لږ وخت کې دافغانستان ډیرې سیمې له ټوپکوالو څخه ونیولې، تر څو چې کابل ته رسیدل نه ډیر کبرجن و، نه یې هم له چا سره بده وضعه کوله دټولو درناوی یې کاوو، خو کله چې پر کابل ننوتل نو پربله واوښتل هر چاته یې دوهلو، ټکولو او سپکولو لپاره یوه بهانه لرله.
په لږ وخت کې یې ډیر عزتمن کسان سپک کړل، له هرچا سره د دوی کار و، په هرچایې ظلم وکړ، په لږوخت کې یې خلک پوزې ته راورسول نور خلک ترې په تنګ شول، تر څو چې یې تخت او بخت چپه شو.
له دوی وروسته چې په سیمو کې تنظیمي حکومتونه جوړ شول بیرته پخواني ټوپکیان راپیدا شول او هغوی هم په خلکو ظلمونه شروع کړل، ددوی ترڅنګ بهرنیو ځواکونو هم د داخلي ټوپکمارو او غوړه مالانو راپور ورکوونکو د راپورونو له مخې په بې ګناه خلکو مرمۍ و اورولې ، د دوی عملونو هم د خلکو غوصه را وپاروله ، په دې وخت کې چې طالبان بیا له ګاونډیو هیوادونو څخه راغلي وو، او دلته او هلته به له ټوپکو سره ګرځیدل د خلکو توجه ورواړوله او یوشمیر خلکو یې ملاتړ هم وکړ.
طالبانو چې په ځینو ځایونو کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه وکړل په ځینو ځایونو کې یې حکومتي ځواکونو ته زیانونه هم واړول، ځینې سیمې یې هم ونیولي او ځینې کسان یې هم بهرنیو ځواکونو ته د جاسوسي په تور اعدام او حلال کړل.نوبیرته یې پخواني کبر او غرور ته مخه کړه.
طالبان نور دومره مغرور شوي و، چې په هیچا یې رحم نه کاوه، یواځي د چا د مرګ په فکر کې و، دا مرګ که هر ځای ممکن و، دوی پرې صرفه نه کوله دوی آن زموږ سپیڅلي ځایونه هم په آمان پرې نښودل په زیارتونو او جوماتونو کې یې هم بمونه کیښودل.
د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ټوپکي طالبانو د ظلمونو په سلګونو زړه بوږنوونکې کیسې موجودې دي چې هرچاته معلومې دي. د دوی دمشرانوله خوا د بې ګناه مسلمانانو د حلالولو ویډویې کسټ اوس هرځای شته چې د نرمو زړونو خاوندان یې د لیدلو توان نه لري.
دا ځل چې خلک پوه شوي او ویني چې د دغو نویو ټوپکیانو او پخوانیو ټوپکیانو ترمنځ کوم توپیر نشته نو دادی وینو چې نه یوازې ملاتړ یې نه کوي بلکې د افغانستان په ډیری سیمو کې عام خلک د دوی پرضد راپاڅیدلي دي او د افغان ځواکونو په لیکو کې د تروریستي ډلو پرضد جنګیږي. اوس طالب جګړه مار د خلکو له ذهنونو پردي شوي اوس د ځوانانو هغه اوږده اوږده کتارونه چې ددوی دملاتړ لپاره به ولاړ و، نه لیدل کیږي. خلک اوس ژوند غواړي ، خلک کار غواړي، خلک غواړي چې وطن یې آباد شي، ښوونځي ولري، سرک یې پوخ وي او روغتون ورته نږدې وي څو خپل ناروغ پخپل وخت ډاکټر ته ورسوي. اوس هغه پخوانی وخت نه دی.
که دلته او هلته د ټوپکیانو تخریبي کارونه شته او په ځینو ځایونو کې ورځ په ورځ زیاتیږي، علت یې دا نه دی چې د دغو نویو ټوپکیانو څیرې دخلکو خوښیږي او ټوپکوال یې ورځ په ورځ زیاتیږي.بلکې نور علتونه لري چې یوڅو یې هم دحکومتي ادارو کمزوري، په دولتي ادارو کې فساد او د جنګسالارانو واکمني او ددې ترڅنګ دبهرنیو ځواکونو بې ځایه او بې رحمانه بمبارۍ دي.
نور موږ ټول پوهیږو چې طالبان او نورې ټولې جګړه مارې ډلې نور د چا په زړه کې ځای نه لري، ځکه هغوی د پخوانیو ټوپکیانو په پله روان دي او هغه ظلمونه چې هغوی پر افغانانو کول، طالب ټوپکیان یې ترهغو زیات کوي. لنډه داچې طالبان خپل کبر خوار کړل.
ویښ افغان