جار دی شم وطنه په دی مست مستو سیندو سره
اوس په اور کی سوځی همت نشته ستا بچو سره
*
را دی کړل اوبه ، ډوډی ،کالی ټولو زامنو ته
وردی کړل عزت ټولو خوارانو او شتمنو ته
هر غلیم دی مات کړه دافغان باطور ځلمو سره
جار دی شم وطنه په دی مست مستوسیندو سره
*
اوس چی له تا لری یم په غم کی دی سوځیږمه
هیڅ طاقت می نه کیږی غربت کی تل ځوریږمه
کله به می سترگی شی روښان ستا په لیدو سره
جارد ی شم وطنه په دی مست مستو سیندو سره
*
اورمه له لری چی لوږی دی تر آ سمان خیژی
هر اندام دی سوځی ستا په غیږ کی غلیمان گرځی
ستا اولاد بی ننگ شو لاس یو کړی دپردو سره
جار دی شم وطنه په دی مست مستو سیندو سره
*
کله به وحدت تامین کړی خدای ستا اولسونو کی
بیا افغانان را شی ستا په غیږ کی خپل کورونو کی
)مل( به شی خوشحال چی اور مړ شو داوبو سره
جار دی شم وطنه په دی مست مستو سیندو سره
***
پوهندوی دوکتور سيدحسام (مل)
جولای کال یوزرو نه سوه پنځه نوی)جرمنی فيتل شو
وروستي