پاکستان په خپل رنګ کې کوټ دی !!!

 پاکستان چې، په کال ۱۹۴۷   د اګست د مياشتې په ،۱۴ نیته د نن څخه ۶۲ کاله واړاندې د هند نه جلأ شو، او له همدې نېټي نه د انګريزانو   په مرسته د اسيا  په قاره    کې يو سرطاني دانه وازيږده ،چې په  لمړيو کې انګريزانو فکر کوه چې ، دا به  د يوې لآ علاجه ناروغي په څير  صرف ، د اسيا په قاره کې وکاروي چې له همدې ځای نه انګريزانو د سکې يو لوري ته کتل او د بل لوري ته هیڅ پام نه وه، يو وخت يې د افغانستان  د جهاد نه وروسته وار پام شو، چې نوموړې سرطاني دانې خو خپلي رېښي د اسيا نه ،د مسکو، مادريد،لندن،او نيويارک په لوري هم غزولي دي،اوس نو وخت ډير باريک دي ،او په راتلونکيو  څو کالونو کی به نومو ړې سرطاني دانه ،په اتومي بڼه ځان په رسمي ډول اعلان کوي،دا هغه څه دي چې نه هم ،امريکايان ته د منلو وړ دي  ،نه هم انګريزانو ته،نه هم يهودانو ته ،او نه هم اروپايانو ته ،او نه هم  هندوانو ته ،او نه هم افغانانو ته د منلو  وړ دي.
عزيزانو د افغانستان د کورني تورې جګړې  په وخت (سي ای اې)د (ای اس ای ) په مرسته  دستينګر توغنديو د ټولولو کا ر پيل کړ ، او ښه ډير ډالر یی ،پدي لاره کې مصرف کړل،خو  انګريران پدي وخت کې د سکې دا بل لوری ته متوجی کیږي چې اوس نو (ای اس ای)هغه نظامي استخباراتي شبکه نه ده،کومه چې د انګربزي کارنيل پّه لاس جوړه شوي  وه،اوس  دوی دومره بر مخ تللي چې دوی پر موږ اوس د احمقانو فکر کوی ،د سټينګر  اصلي توغندي ځان ته ساتي ،او  په دره که جوړ شوي  جعلي توغندي د مليونونو ډالرو په قیمت پر موږ  پلوري؟ او د پنجاپیانو دي کار چې، د خپلو نيکونو یعني انګريزان سره یی ټګي شروع کړي ،چې  پدي کړو وړو یی خپلو ځانو ته قبرونه په خپله ،واکیندل،بل پلو ته نور نو د افغانستان جهاد د دوه ميلونه افغانانو د وینې په قیمت پای ته رسيدلي،د شوروي اتحاد امپراتوري ته هم د پاي ټکي کیښودل شوي،تر دی حده میدان شغالۍ دي چې جګړه تقریبآ د کرملین دروازو ته رارسيدلي وه ،دوي فکرکووه چې روسانو هم ،د افغانانو په څير خپل سياسي شعور د لاسه ورکړي،او دوی  به هم د افغانانو  په څير څلور پنځه لسيزې په خپلو کې سره اخته کړو،چې دا تعبير هم غلط وخوت،لنډه دا چې ،غربيان ارام کيناستل افغانستان د دوی له ياده واوت،او  په پاکستان هم د ډالرو او اسلحې چينې بندې شوي ،او پاکستان چې د خپلې بقا فورمول يې،د هند،او افغانستان په بربادۍ ،او د پوځ او استخباراتو پّه غښتلتيا کې لیده ،نو د پوځ او استخباراتو غشتلي کول د پیسو ،خصوصآد ډالر په وسيله کیږي،او غربیان نور نو پاکستان ته د افغانستان د جهاد په نوم نه يو سينټ وار کوي،او نه هم يوه مرمي،چې  بل پلو ته د هیند د يو ميلیاردي نفوس، او ډير په چټکي د اقتصاد پر مخ تګ ،پاکستان ته د منلو واړ نه وا،چې په همدي واجي د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شریف ،او  د(ای اس ای)د استخباراتی  شبکې پخواني مشر ،او دافغانستان د بربادي بنیاد ګوزار، جنرال حمید ګل د پارلمان لخوا پوښتنو ګړویګنو ته را وابلل شول، اساسي پوښتنه دا وا چې تاسي چې کولي شول چې ،د يو تنظیم په ځاي ۱۰ تنظیمونه جوړ کړي ،ولي نه مو شوی کولي چې د افعانستان جهاد ته مو يوه پيړي ادمه ورکړي وې ؟ستاسو د غير مسولانه کړو وړو په پايله کې پر موږ د ډالرو،او وسلو چينې ودريدې، نواز شریف په ځواب کې داسي وويل،چې د افغانستان د ۶۰ کلنی اوردو د منځه وړلو ،ابتکار خو ځما وه،او جنرال حمید ګل خپل ځواب په دي ډول وار کړ،ما چې د افغانستان په څيرد غښتلي دښمن، په له منځه وړلو کې ۱۵ مډالونه اخیستي،که چيري ماته يو بل چانس راکړي د پاکستان په ابادی کې که خو به حتمآ ۳۰ مډالونه اخلم .او زه د ستاسو سره واعده کوم چې د افغانستان جهاد ته به دومره ادامه وارکوم تر  څو چې د پاکستان په نفعه وي،چې په چک چکو بدره ګه شو ،او د همغي ورځي نه یی خپلو فعالیتونو ته ،ادمه ورکړه چې تر ټولو لمړې یی د اسلامي تنظیمونو په جوړولو لاس پوري کړو چې،د جیش المسلمین،لشکر طایبه،لشکر ایثار،جماعت او دعوت،او د طالبانو اسلامي تحريک بنیاد یی کیښود،د طالبانو د اسلامي تحريک د فعالیت ساحه د قندهار نه شروع شوه چې بیا ورسته تر شماله واغزیده،او برعکس د پاسنيو نورو یادشويو تنظیمونو د فعالیت ساحه د ټول پاکستان نه نيولي بیا د هندوستان تر ممبي،او نوې ډهلي پوري رسيدلي،د هند خاوره د شو مو  کړو وړو لپاره مناسب ځاي نه وه، ولي چې د هند خلکو خپل سياسي شعور د لاسه نه دي واکړي ،او هندیان خپله خاوره په هیڅ قیمت نه پلوري،سره دا  دی چې د واټونو پر سرځیږیږي،لوي کیږي او مړه کیږي ،پدی پوهیږي چې  که پاکستاني ته دا اجازه وارکړل شي، چې موږ ته دین او مذهب را زده کړي ،دا  معنا لري چې ځان واژنه،نو نوموړي ورانکاري تنظیمونه د هند د خلکو د سخت برخورد سره مخ شول ،او هندوانو ډير ژار وارته ثابته کړه چې تاسي چې  په کومه لار روان یاست ،هغه ترکستان ته ځې او ستاسي د  بربادي لاره ده ،بلي خوه ته د بوش د طراحی کورني،او اسامه بن لادن ترمنځ په تجارتي مثايلو تاو تریخوالي را پیدا شو،چې شیخ اسامه بن لادن ، باندي د بوش کورني لاره جوړه کړه ،او افریقا ته یې پسي واخیست،او د  هغه ځاي نه یې صحیح سلامت په جنرال حمید ګل واسپاره، او جنرال حمید ګل هم د خپلو شومو موخو ته د رسيدو په هوډ ،سم لاسي د پاکستان په خاوري کې ور ته رسمي دفترونه پرانیستل، او ټولو د فترونو ته یې خپل د ترور د چارو مسولین هم وا ر معرفي کړل ،او د پاکستان څارګري اداري د القاعده شبکې ته خپل علمي ،او معنوي کمک لاس وار اوږد کړ،او د مالي له نقطه یی نظره،القایده خپله پوره وه ،چې پدي سره  اصلي کیسه شروع شوه ،د پاکستان څارګري اداري د افغانستان په خاوره کې د ننه د افغانستان په خاوره کې د ډيورند د توري کرښي دا بل لوري ته ،د القایدي لپاره کمپونه جوړکړل،او خپل د ترور د چارو ماهرین یی هم په اختیار کې وارکړل، تر څو د القایدي د ډالي جنګیالي واروځي، چې بیا ورسته یې د مادرید،لندن،مسکو،او نيویارک په ښارونو کې د طراح ګرو په څير استعمال کړي ،چې همداسي یی وا هم کړل ،او امريکایانو او غربیانو ته یی شفر وارسوه چې جها د خلاص شوي نه دي ،اوس شروع شوي دي او که ژار تر ژاره ډالر او وسلۍ را نه کړي نو ورځ مو له دي نور هم بدیږي،پیسي یی وارکړي خو د وسلو په برخه کې یی د پوره احتیاط نه کار واخیست،اوس نو يوه حساسه مرحله ده چې هم غربیان او هم امريکایان پدي پوهیدلي چې  پاکستان يو د سرطان اتومي دانه ده،د زید حامد چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکاردي او د جنرال حمید ګل نه د جيو د تلويزيون  ویاند پوښتنه وکړه چې،تاسي چې په خپله  تحريک طالبان پاکستان جوړ کړ نو اوس ولي طالبان خپل پاکستاني مسلمان وروڼه قتلوي ،او استشهادي بریدونه کوي؟ دوی یې علت ډير مغلق وارته تشریح کړ خو زه یې  په ساده ټکو کې راخلم ،دوي يو علت یي وارته د طالبانو،او القایدی د غړو پلورل د پاکستاني څارګري اداري لخوا پر امريکایانو،هغه ۲۰۰۲کال ته یې ایشاره واکړه،کله چې مولوي متوکل،او ملا ضعیف د  لسو زرو ډالرو په مقابل کې د پاکستان څارګري اداري په امريکایانو وا پلورل،اوبیا یې پر شمالي او جنوبي وزيرستان د امريکا بی پيلوټه الوتکوته ایشاره واکړه چې څنګه پر مظلومو پوښتنو بمونه غورځوال کیږي، او نقشي یې  د پاکستان څارګره اداره وارکوي اوس نو راځم ، افغانانو ته چې څنګه ګيلي کوي چې پاکستان دا وکړل یا دا ،دا چې د يو تنکي پښتون ځوان د پوښتني او اسلامي احساساتو نه سوّ استفاده کیږي ،او د ځان وژونکي  په څير استعمالیږي دا  خو د دښمن کار دي دا به در سره کوي پښتونه ، ځما سوال پدې کې دی چې  دا ذبيح الله مجاهد،او قاري يوسف احمدي يې چې مسوليت پر غاړه اخلي ،دوی  پدې نه پوهيږي چې په څه بوخت دي؟ که نور نه پوهيږي دا خبرونه خو به اوري او که نه؟ د خدای د پاره مه کوئ ؟يو ځلي خو به مو د رحمان ملک د پاکستان د کورنيو چارو زير خبری اوریدلي وي او کا نه په زغرده ناري واهي چې تر څو چې د بی پيلوټه الوتکو تکنالوژی موږ ته را نه کړل شي طالبان او القایده په سرحد کې له منځه نه شي تلی؟ د مجاهد صیب او احمدی صیب نه دا سوال  لرم چې د شهید ملا بورجان ،مولوی صیب احسان الله احسان صیب،او ملا رباني صیب د شهداتونو راځ  په څه کې نغښتي دي؟ ایا تاسي خبر نه یاست چې مولي وکيل احمد متوکل،ملا عبدالسلام ضعیف،استاد یاسر او واروریی،او ډاکټر غيرت بهير د ۱۰۰۰۰ ډالرو په بدل کې (ای اس ای) په امريکایانو وا پلورل ؟ ایا تاسي خبر نه یاست دا پښتانه مسلمانان چې په سرحد کی د امريکې بي پيلوټه الوتکې بمبار کوي نقشي او پلا نونه یی(ای اس ای) د ډالر په مقابل کې پر امريکایانو پلوري؟ایا تاسي پدي هم پوهیږي چې کله چې د يوي یا دو پیښو پړه چې په هغه کې د پاکستان ملي ګټو ته تاوان وی په ځان وا منی تاسو ته به په کوم قیمت تمامه شی؟ کا منطقي ځواب وي نو د بګرام جيل،یا هم د بیت الله مسيد په څير د امريکا د رهبری شويو راکټونو په مرموز ډول مرګ؟ ایا پدي هم پوهیږي چې هروخت چې د پاکستان د ملی ګټو مخالف کړه وړه خپل کړی په همغه ورځ به د طالبانو د تحريک د ر هبري شورا د مسولینو کورونه  د بی پيلوټه الوتکې په وسيله بمبارد کیږي؟ ځما د ليکني علت دا نه دي چې زه د پاکستان یا (ای اس ای)داستخباراتي شبکې نه ګيله واکړم .نه نه داسي نه ده زه اصلآ د عدم تشدد د فلسفي سخت مخالف یم هغه هم د پاکستان،او ايران  پر وړاندي،چې هغوی خپلي ګټي ځما د ملک په تبایی کې ویني،ځما د نسل په تبایی کې وینی،او ځما د فرهنګ ،ژبي،او مذهب په تبایی کې وینی،نو موږ به وارته ځاري کوو چې موږ د عدم تشدد د فلسفي خاوندان يو ،او د قاضي حسين احمد،مولنا فضل الرحمان،جنرال حمید ګل،نواز شریف،پرويز مشرف،زید حامد،رحمان ملک،په جار ناري وهي چې په پاکستان کې یعني په پنجاپ کۍ استشهادي عملیات ځان وژنه ده، او د افغان په خاوره کې جهاد اکبر دي ،د زید حامد،او جنرال حمید ګل نه دا سوال د جيو تلويزيون ژورنالیست واکړ چې لکه څنګه چې تاسي وایاست د پنجاپي مسلمان د ویني تويول ناروادي همداسي د يو افغاني مسلمان د ویني تويول هم نا را وا دي؟ هغوي ډير لنډ ځواب وار کړ وایی ويل چې دا خو د افغانانو خپلی شخصي معاملي دي چې ځانونه وژني او که نه نور پدی کې د موږ کار نه شته........خير داسي خو به نه وي چې موږ به ټول ژوند وید يو ورځ به موږ افغانان هم را ویښ شو ، بیا به د دښمن په خوله په خپلو کې نه سره وژنو ،يو ورځ به د موږ ځوانان د ټوپک په ځاي قلم ته لاس کړي. په درناوی
 
بريالی صميم تڼی.