د پاکستان بالکانيزېشن

له تورک ټايم الماني ژبي ویبپاڼي څخه
ليکوال    .    شاهد  ر.    صديقی  ( ۱)                                                                                                          Shahid R. Siddiqi             
 
ژباړن  .   سراج   الحق ببرک زۍ ځدراڼ
 
  
 په اسلامې نړۍ کې د سرحدنونو بدلون د امريکا متحده ایالاتو د جغرافیایې ستراتيژۍ یوه برخه ده .
 
اسلام اباد .  په اسلامې نړۍ کې د  نویو سرحدونو ایستل  همداوس  د امريکې  جیو پولتيک  ستراتيژۍ  اجنډا په سر کې ليکلې شوې ده . دا کړنلاره  د سرحدنو په  بدلولو   دبیلوبیلو  قومونو یا توکمونو ترمنځه  په  نویو کرښو  ایستلو باندې کارکوي .   موخه دا ده ، د عدالت په نامه   د بې حقوقو،محکومو، مظلومو او  زوریدلو مسلمانو  لیږکیو ته دنویو سیاسي واحدنو یا هیوادنو  رامنځته کول  دي . دا د امريکې متحدو ایالاتو  پخوانې حکومت  د جورج بوش  په مشري  دسیاسي فکرونو یوه ثابته او  منلې شوي برخه وه . د  دوی  ځینو  پلانونو اوچارو  لاملو نو ته په کتوسره  دغه مفکره  ثابته جوتيزي . لکه پوځي  ښکیلاګر یرغلونه، په  رژيمونو کې  بدلون را وستل او له همدې  یرغلونوسره یو ځاې  په مشخصو  ولسونو، سيمو کې  تجزیه  او ویش  پیل شوي  دي .
 پاکستان هم   دې سيمو  ته ورګڼل کیږي .   
په سيمه کې د جهادي غورڅنګونو  ځواکمنیدل اود دوی   پرمختګ  د امريکې متحده ایالاتو  هژمونیستې سیاست ته یوه ستره نګونه ده .  د نویو ځواکونو مرکزونه  رامنځته کیدل  اود دوی راټوکیدونکې ځواک  دنږدې کیدوسره   ( روسیه ، چین،هند اوایران  . ژباړن )   او  په نږدې راتلونکې کې  د نړیوال اقتصادي بازار  اصلې مرکز اسیا ته   په دلیږ دیدو سره او  د ټولو  توکو  یوځاې  کیدلو سره  امريکایانو خپل  سیاسي اقتصادي ځواک  په  اسیا کې په شدیده ټوګه له لاسه ورکوي . امريکایان مجبور دي  په  خپل نړیوال سیاست او  نړیواله  ستراتيژۍ کې نوي  بدلونه راولې او هغه شونتیاوې ومومې چې د دوی د ځواک ښویدلو مخه ونیسې .
امريکایي ستراتژیستان په دې باور دي ،  چې  په اسلامي نړۍ کې د ملتونو ویشلو او تجزیه  سره د  امريکامتحده ایالات  کولي شي د جهادیستانو بنسټيز ځواک مخه ونېسې اود دوی مالي زیرمي  وچي کړي . دوی غواړي دتیلو شتمني سيمي  لکه کوردستان ، د سعودي  عربستان ختیځ ته سيمي او بلوچیستان  سره بیل کړي . د ګوداکې رژيمومو له خوا یې کنټرول کړي، تر څو  دوی د دغو هیوادنو انرژي لرونکي زیرمي خپلي کړي . نور اسلامې هیوادونه باید هم سره ټوټې ټوټې کړل شي، تر څو دوی  په اسانه سره کنټړل شي . په عراق کې دغه ميکانيزم  اوس اوس روان دی .  پر ایران باندې   پوځي یرغل ددوی  د  ورځنېو چارو  سر ليک  جوړوي  .
د امريکې متحده ایالاتو  د ویشلو سیاست  د پاکستان په اړه  د دغې هیواد سیاسي،اقتصادي، غلط منجمنټ ،د قانون او عدالت  تشه، اداري فساد او توکميزه بیلتون  دسي اې ای یو رپوټ پر بنسټ یو بې ثباته هیواد ګنلې  شوي دی .  دغه لاملونه په پاکستان کې د طالبانيزېشن  سبب ګرځیدلې دي . یو شمیر لامولونه بې له شکه د امريکایانو له خوا رامنځته شوي دي . تر څو دغه لاملونه اسلامي بنسټپال  واک ته ورسوي . له دې سره  به  اسلامي بنسټپال  د اټومي یا نوکلیار وسلو واک او کنټرول  تر لاسه کړي  . دا به اسرائیل  ته د یوه ویره ونکې  خوب سناریو وي .  له همدې تګلارې پر بنسټ  موخه به دا وي  چې د پاکستان اټومي  وسلې لمنځه یوړل شي .
سره له دې چې پاکستانې حکومت د امريکې یوې  عادی اشاره  منې او ور ته تسليم دی . په دغه مامله کې   بیا یواځې  د پاکستان پوځ خڼد ګرځیدلې دی  . پوځ   اټومي یا نوکلیار تجهزات او بهرني سیاست کنټرولوي .  پوځ د امريکې جګړه په افغانستان کې هم  رد  وي .  پوځ د امريکې فشارنو سربیره   نه غواړي د طالبانو پر وړاندې عملیاتو ته زور ورکړي  او زړه نا زړه  دی  .  د پاکستان پوځ  په ویره کې دی  چې د جګړې په ترڅ  کې به   د ډیورنډ کرښې پر دواړوخواو کې د پرتو پښتنو یوالې ته به نوره  هم زور ورکړي . ورسره به د دوی ملې امنیت له  ستر ګواښ سره مخامخ شي . دښمنې پر دغه خورا حساس پوليزه کمربند باندې جوره ول دا به د مخامخ کیدونکې اصلې ګواښ یعنې  هندڅخه پام اړه ول  وي .
امريکا  د پاکستان پر پوځ او څارګرې ادارې  آی ایس آی  باندې تور لګوي چې د دوی په منځه کې د طالبانو او جهادي ډلو خواخوږ ې  شتون لري  .له بلې خوا  امريکا داریږي  یوه بله  ضربه  په هغه جګړه کې  ورکړل  شي  کوم چې د وی د اتحادې  پوځونه  سره یوځاې  جګړه  هرمرو بایلي  .
له همدې امله امريکایانو، اسرائیلواو هند ته  د پاکستان ملا یعنی  پنجاب او ښایي سند څخه  جوړه وي د یو کمزوري پوځ، بې اغيزي استخبارتې  اداره، بې له څیرې کونکې اټومي غاښونوسره  څواړخيزه مانا لري .     دبلوچستان  ایالات او شمال لودیځ  سرحدي ایالات  تجزیې هڅې دمخصوصو لارو  په و سطه پیل شوي   .   ښاغلې اوبرست پیټرس ، په پنتاګون  کې  پوځ پوه  په یوه مقاله کې د،،  خونړي سرحدونو ،،په نامه  د منځنې ختيز بالکانيزېشن  طرحه وړاندې کوي .                                                                                                      دی  داسي  نظر  وړاندې  کوي،  شمال لودیځ ایالات دې له    افغانستان سره بیر ته یوځاې کړل شي  .  دیو ازاد مستقل بلوچستان د پاکستان او ایران له خاورې څخه  رامنځه ته شي .

دا سي انګیرل کیږي  چې د پاکستانې بلوچستان په خاوره کې اټکل  ۷۰۰ میلیارده کوبيک متره  ګاز  زیرمې او شپږ میلیونه بیرله د خاورې تیل زیرمه  شتون لري  .                                                                                                                                                                        
Drawn and Quarterdښاغلې زلک هرریرېسون  په واشنګټن کې دنړیوالي  پالیسي مرکز مشر  په خپله   مقاله کې  داسې ليکې ، د پاکستان تجزیه په دریو خپلواکو  برخو یا وحدونوکې  د توکمونوتر منځه  د کرښې په وستلو   کې ترسره کیداشي .                                                                                                                                                                       پښتونستان  یا شمال لودیځ ا یالات  د پښتنو څخه جوړشوي  او افغانستان دی  .   ازاد بلوچستان  دیو سندي او  بلوچې فدریشن  له خوا  رامنځه ته شي . پاکستان  به  په اټومي وسلو سمبال  دولت چې ملا به یې پنجاب وي رامنځته شي  . د ې بیا ليکې د پښتنو نشنلیستي  احساس په پښتنې کمربند کې  ورځ په ورځ په وده کې دي، دا ویش به ددوی  دارامښت سبب  شي اود کړکیچ  مخه به  ونیول شي .  پښتانه ، بلوچان  او سندیان   پنجاب  یا پاکستان د دغو ټولو لاملونو،کړکیچونو اصلې  مسوول ګڼې .    
پیټرس او هریرېسون  دواړه  یوه سندره  او خبره کوي، دوی  دواړه  د سيمي په اړه  یوه  دوکټرین وړاندې کوي . دوی د امريکې متحده ایا لاتو بهرني  سیاست  ټاکي  او د بهرني  سیاست  مخکښان دي .
بلوچستان د هند  او متحده ایا لاتو لپاره   هغه مهال یو ه خورا مهمه موخه  وګرځیده  کله چې د پاکستان پخوانې ولسمشر جنرال مشرف چین سره یو شمیر  تړونونه لاسليک کړو . ده غوستل په سيمه کې د چین اقتصادې  ستراتيژۍ  امنیت وساتې او په بلوچستان کې  یو باثباته حضور  تضمین کړي ، ورسره  د سر خوږونکو او  پاڅونکونکې قومونو  بغاوت   په شاوتمبوي .
د چین حضور د کوادر په بندر کې  چینایانو ته   لاره   هند سمندر ته  خلاصه کړي  . دا به امريکایانو او هندوانو ته د منلو وړ نه وي . لومړنۍ ته  دهند په سمندر  کې جنګې بیړیو ته ګواښ  پیښ کړي ،ورستي ته د ایران هرموز تنګې ته د ورنږدې کیدو سره نا ارامې  رامنځته کولو په مانا ده .
جنرال اسلم بیګ د پاکستان  پوځ یو پخوانې مشر په خپله یوه مقاله کې ليکې ،  د هند او متحده ایالاتو تر منځه دستراتيژيک  ملګرتوب  او  د ګدې  څارګري ادارې  رامنځته کول تړون لاسليک شوي دی .                                 په دغه تړون کې سي اې ای ، د اسرائیلو څارګره اداره  موصاد، د انګريزانوڅارګره اداره   ام  شپاړلس، د هند استخباراتو ادارې  د پلتنو او څیړنو څنګه او نور استخبارتي سازمانونه  چې په افغانستان کې فعال دي شامل دي  . دا ټول همدا اوس د پاکستان، ایران، چین، روسیه او نورو اسیایې هیوادو  د بې ثباته کولو په لټه کې دي .
د بیګ په خبره د قبایلې سيمو کمربند نارازیان یا مخالفین  په سروبې او کندهار کې  روزل کیږي او بیا شمال لودیځ ایالات  ته د عملیاتو لپاره استول کیږي . هم مهال  د لشکرګاه او ناوې په  پوځې اډو کې د ازاد بلوچستان د خپلواکې پوځ جنګیالې  بلوچستان  ایالات  ته دسقوط ورکولو  په موخه روزل  او فعال کیږي، په پیسو او وسلو سمبال کیږي   .
په شمال لودیځ ایالات کې  یوه نوې ډله شکل نیسې ، دوی  په  مقاومت باندې  لاس پورې کړي دی . د پاکستانې طالبان  په نامه ،، تحريکې طالباني پاکستان ،، دوی  قبایلي سيمي  امنیت  او د ایالات  نورو ارامو سيمو ته  یو  خورا جدې ګواښ  رامنځته کړي دی .                                                                                                                                                              د راپورنو پر بنسټ دا جګړه به یو مرستیاله جګړه د متحده ایالاتو او هند لپاره وي . په بدل کې د پاکستان پوځ په څلور جبهو کې مصروف  ساتل شوي دی .  د افغاني طالبانو پر وړاندې  جګړه د پاکستانې قبائیلې سيمو په منځ کې،په شمال لودیځ  ایالات کې  د پاکستانې طالبانو سره مقابله، د بلوچستان دخپلواکې  غوښتونکو پر وړاندې جګړه، د بمبی چاودنو څخه ورسته د هند او پاکستان پر  پولو د هند پوځ شمیر  ډیریدل . دا ټول پو ځ لپاره یو دروند بار او ګران کړکیچن حالات  رامنځته کړي دي . له  همدی سره  بې کچه د پوځ زیرمو څخه استفاده کیږي  .
دنړیوالتوب د پلټنو مرکز مشر  ،، امريکا د ټرهګرو سره په جګړه کې ،، د کتاب ليکوال  ښاغلی  ميکل  شوسدوفسکې  په خپله یوه علمې ليکنه کې ،،د پاکستان بې ثباتېشن ،،  په نامه  هم دې موافق دي،د ده د څیړنو او اند  پر بنسټ    وایې  . د واشنګټن د بهرنیو چارو سیاست  او سیاسي کورس  په فعاله توګه   پاکستان  دیو ملت په توګه د سیاسي ټوټه ټوټه کیدلو  او بلکانيزېشن  پر مخ بیولو کې ستره ونډه اخلي  . شوسدوفسکې بیا ليکې ، د متحده ایالاتو کرښه ایستل  د ټولنيزو، توکميزو، ګوندې بیلتون  او سیاسي ویش   په دخییلو  باندې باید پیل شي  . له همدی سره د پاکستان  دتیروټیریل  یا  خاورې  ویش او تجزیه  مل ده .                                        د امريکې انیسیاتیف د اسلامې نړۍ د ویشلو په اړه چې پاکستان هم په کې شامل دي .                                               کیدای شي د دوی د ناسمو سنجیشونو له کبله  خطا پریوزي . ځکه دوی  د یوې ډیرې  ټپې او بې ثباته جیو سیاسي سناریو پلان جوړ کړي دی . دامريکې سیاسي او اقتصادي کمښتونو ته په کتوسره او د جهادیانو قابلیت د جګړې په برې کې  او د متحده ایالاتو امپریاليزم ته په کتو سره کیدای شي چې حالات له کنټروله ووځې . دا به د امريکې انتریس ته په ټوله نړۍ کې   ډیرمضر تمام شي . سيميز او نړیوال  امنیت به له جدې ګواښ سره مخامخ کړي شي  .                                                                                                                                                                                                         له همدی امله  باید د امريکې متحده ایالاتو ولسمشر  بارک اوباما  د افغان جګړې په اړه یوار بیا سم فکر  او سنجش  وکړي .
                                                                                                         پای
( ۱)  شاهد  ر.  صديقې یو سیاسي مبصر او کارپودی ، ده د خبریال  په توګه او په رادیو کې دندي  تر سره کړي  دي .  دمنجمنټ په ستر وسترو مقامونو  کې کار کړي ، د پاکستان په   هوایې پوځ  کې هم دنده تر سره کړي ده .