د 2016 شل اوریزه نړیوال جام سیالیو په اړه لنډ معلومات:

 
2016 شل اوریزه نړیوال جام سیالۍ د روان کال د مارچ په اتمه نیټه په دوو پړاوونو کې ترسره شو د ویسټ انډیز په بریا پای ته ورسیده. چې ټولې ۳۵ لوبې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ترسره شوي.
چې په لومړي پړاو کې اتوو لوبډلو کډون کړی وه چې په دوو کروپونو (A,B) وېشل شوي وو په A ګروپ کې (بنګلدیش، عمان، هالینډ، آیرلینډ) لوبډلې او په B ګروپ کې بیا (افغانستان، زیمبابوۍ، سکاټلینډ، هانکانګ) لوبډلو ګډون کړی وه چې دوهم پړاو یا سوپر لس پړاو ته افغانستان او بنګلدیش لوبډلو لاره پيدا کړه.
افغان لوبډلې په دوهم پړاو کې له ( سویلي افریقا، انګلستان، ویسټ انډیز،سریلانکا) لوبډلو سره ډېرې په زړه پورې لوبې وکړې چې حتا یوه لوبه خو یې له اوسني اتل ویسټ انډیز څخه وګټله، او له نورو لوبډلو سره یې ډیرې ښې لوبې وکړې افغان روزونکې خو بیا یوآځې د کمي تجزبې خبرې کولې چې که لږه تجربه مو زیاته وه نو حتمي به مو له دوو یا دریو لوبډلو څخه لوبه ګټله، د تورنمیټ غوره لوبغاړي ویرات کوهلي و نومول شو چې د ۱۳۶.۵۰ په اوسط سره یې ټولې ۲۷۳ منډې وکړې ترټولو ډېرې منډې بیا بنګلدیشي لوبغاړي تمیم اقبال ترسره کړي نوموړي ټولټال ۲۹۵ منډې وکړې، خو په ډېرو ویکټو ترلاسه کولو کې بیا افغان لوبغاړی محمد نبي تر ټولو مخکښ وه نوموړي په یادو لوبو ترټولو زیات ۱۲ لوبغاړي سوزولي و.
په هر حال اوس راځو دې ته چې په تېر شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې چا څه وکړل؟ چا ډېرې منډې وکړې؟ چا زیات لوبغاړي اوټ کړي او نور......
 
۲۰۱۶ شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو زیاتې منډې:
 

د لوبغاړي نوم
هېواد
د لوبو شمېر
جېګې منډې
ټولې منډې
تمیم اقبال
بنګلدیش
۶ لوبې
۱۰۳ ناسوزیدلې
۲۹۵
وېرات کوهلي
هند
۵ لوبې
۸۹ ناسوزیدلې
۲۷۳
جوی روټ
انګلستان
۶ لوبې
۸۳ منډې
۲۴۹
محمد شهزاد
افغانستان
۷ لوبې
۶۱ منډې
۲۲۲
جاس بوټلر
انګلستان
۶ لوبې
۶۶ ناسوزیدلې
۱۹۱
 




۲۰۱۶ شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو زیاتې ویکټې:



د لوبغاړي نوم
هېواد
د لوبو شمېر
د ویکټو شمېر
محمد نبي
افغانستان
۷ لوبې
۱۲ ویکټې
راشید ارمان
افغانستان
۷ لوبې
۱۱ ویکټې
سانټنر
نیوزلینډ
۵ لوبې
۱۰ ویکټې
سودي
نیوزلینډ
۵ لوبې
۱۰ ویکټې
وایلي
انګلستان
۶ لوبې
۱۰ ویکټې
 

۲۰۱۶ شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو کیچونه:
 
د لوبغاړي نوم
هېواد
د لوبو شمېر
د کیچونو شمېر
مارټین ګوپټیل
نیوزلینډ
۴ لوبو کې
۶ کیچونه
سټوکس
انګلستان
۶ لوبو کې
۵ کیچونه
سکندر رضا
زیمبابوۍ
۳ لوبو کې
۴ کیچونه
الیکسندر هېلز
انګلستان
۵ لوبو کې
۴ کیچونه
ډي جې براوو
ویسټ انډیز
۴ لوبو کې
۴ کیچونه
 

۲۰۱۶ شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کوم لوبغاړي په صفر اوټ شوي دي:
 
د لوبغاړي نوم
هېواد
د لوبو شمېر
په صفر اوټ کېدل
امیر کلیم
عمان
۳ لوبو کې
۲ ځلي
مشفیق الرحیم
بنګلدیش
۷ لوبو کې
۲ ځلي
اللمین الحسین
بنګلدیش
۷ لوبو کې
۱ ځلي
جورخ ډکریل
آیرلینډ
۲ لوبو کې
۱ ځلي
ایون مورګن
انګلستان
۶ لوبو کې
۲ ځلي
دلاسدایر اوینز
سکاټلینډ
۲ لوبو کې
۱ ځلي
 

۲۰۱۶ شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کوم لوبغاړي زیاتې شپږیزۍ وهلي:
 
د لوبغاړي نوم
هېواد
د لوبو شمېر
شپږیزو شمېر
تمیم اقبال
بنګلدیش
۷ لوبو کې
۱۴ شپږیزۍ
بټلر
انګلستان
۶ لوبو کې
۱۲ شپږیزۍ
محمد شهزاد
افغانستان
۷ لوبو کې
۱۲ شپږیزۍ
کریسټ ګیل
ویسټ انډیز
۵ لوبو کې
۱۱ شپږیزۍ
اې بي ډیویلیرز
سویلي افریقا
۴ لوبو کې
۹ شپږیزۍ

 

۲۰۱۶ شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کوم لوبغاړي ډېرې نیمه سلیزې وهلي:



د لوبغاړي نوم
هېواد
د لوبو شمېر
نیمه سلیزو شمېر
ویرات کوهلي
هند
۵ لوبو کې
۳ نیمه سلیزې
هاشم املا
سویلي افریقا
۴ لوبو کې
۲ نیمه سلیزې
اصغر ستانکزی
افغانستان
۷ لوبو کې
۲ نیمه سلیزې
جوی روټ
انګلستان
۶ لوبو کې
۲ نیمه سلیزې
تمیم اقبال
بنګلدیش
۶ لوبو کې
۲ نیمه سلیزې





شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کومې لوبډلې ټولو لوړې منډې کړي:
 

لوړې منډې

د لوبډلې نوم

۲۳۰ منډې
انګلستان
۲۲۹ منډې
سویلي افریقا
۲۰۹ منډې
سویلي افریقا
۲۰۱ منډې
پاکستان
۱۹۶ منډې
ویسټ انډېز
۱۹۳ منډې
اسټرلیا
۲۹۲ منډې
هند
۱۸۶ منډې
افغانستان





د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۶ کال کې د ویسټ انډیز دریو لوبډلو (نولس کلن، ښځو لوبډله، ملي لوبډله) اتلولي ترلاسه کړه