د افغانستان په شمال كې روسيې ته د لوديځ ګواښ

د افغانستان په شمال كې روسيې ته د لوديځ ګواښ
 
 
له كومې ورځې نه چې د اوباما سياسي ادارى په امريكا کې  سياسي واك تر لاسه كړي عام تصور دا دی ، چې د اوباما اداره زيار باسي تر څو هغه د مواجه او مقابلې جګړيزه تګلاره بدله كړي كومه چې د بوش ادارې په نړيوال سياسي ډګر کې له خپلو دښمنانو سره خپله كړې وه , لدې كبله په نړيواله كچه نوي استراتيژي اعلان شوې تر څو هغه بدلون ته لاره اواره كړي كوم چې د امريكا نوي سياسي اداره يى غواړي , او امريكا له هغو ستونزو څخه وژغوري كومى چې په اسلامى نړي كى ورسره لاس اوګريوان شوي دي , د افغانستان په هكله هم د پام وړسياسي تحركات په لاره واچول شول , ددي تحركاتو په پايله کې د افغانستان د سياسي ادارې چې د امريكا د پخواني ادارى په دوران كى واك ته رسيدلى وه او دامريكا د نوى ادارې تر منځ كله نا كله تاوتريخوالى رابرسيره كيږي ,  كه يوه لورى ته د امريكا په مشرى د لوديځ ځواكونه په افغانستان كى له مقاومت سره لاي ګريوان دي , خو بل لورى ته له هغه زاړه دښمن سره مخامخ شوي دي چې د افغانستان په ګرداب کې يى د ويتنام انتقام ور څخه واخيست , لوديځ وتوانيد چې روسيه ته په افغانستان كې په زړه پورې ماته وركړي , او روسيه له افغانستان څخه خپل پياوړى ځواك مات او ګوډ وباسي , خو لوديځ دا فكر نه كاوه چې روسيه به په همدغه افغانستان كى لوديځ له ورتى ماتى سره مخ كړي لكه چې روسيه ورسره مخ شوي وه , ددې موخې لپاره يى د لوديځ هغه د اهميت وړ اكمالاتي لاري له ستونزو سره مخ كړلي چې د لوديځ د ځواكونو د جګړيز خوزښت بري او ماتي پکې نغښتى دي , لوديځ اوس مهال افغانستان ته د اكمالاتو لپاره يوه هوايى لاره چې د جرمنى د د هوايى چاپيريال په اوږدو کې ده لري اوبله د ځمكى لاره هغه لاره ده چې د پاكستان د خاوري په ازږدو کې د خيبر په رو افغانستان ته نښلي استفاده كوي , چې دا ځمكنى لاره يى د مقاومت تر نظامي بريد لاندى ده او د اكمالاتو قافلوته يى دير زيان اړول كيږي  .
څرنګه چې د اوباما سياسي اداري په افغانستان کې نوي استراتيژي خپله كړله همدا رنګه يى د افغانستان په سياسي جريان پورتړلي خورا مهم هيواد روسيه ته هم د خبرو او مفاهمى تګلاره وړاندي كړله , ترڅو د افغانستان په هكله ولاړي ستونزي د حل لاره ومومي , لدي امله د روسيى په اړوند هغه نړيوالى كشالى چې د بوش ادارى د روسيى سره پيدا كړي وي د خبرو له لارى وڅيړل شوي آن تر دي چې له بعضو نړيوالو سياسي مصلحتونو څخه امريكا د روسيى په ګټه تيره شوله د مثال په توګه په منځنى اسيا کې د امريكا د دفاعي پلان منحلول يادولي شو .
خو نوي سياسي جريانات اوپيښى د افغانستان په سياسي فضا کې د يوه نوي بدلون ښكارندوي دي د مثال په توګه دافغانستان شمال ته د جګرى غزول روسيى ته د لوديځ يو نوي ګواښ ښكاري , اودا هغه نوي نظامي تګلاره ده چې د روسيى پلويان يى په افغانستان کې او هغه هيوادونه چې د افغانستان په شمال کې پراته دي له تشويش سره لاس ګريوان كړي دي , او دا هيوادونه د سختدريځه ډلو له جګړيز خوزښت نه د افغانستان شمال ته په ويره کې دي ,  آن تر دي چې په دي هكله په رسمي توگه په نړيواله كچه د بعضي حكومتونو له خوا غبرګونونه اعلان شول , او د روسيه سفير په افغانستان كى هم په دي هكله څرګندونى وكړي چې ګواكي د افغانستان شمال ته د جګرى غزول به د افغانستان په شمال كى پراته هيوادونه تر تهديد لاندي راولي او د ناتو له ځواكونو څخه يى غوښتنه وكړه ترڅو د دي خوزښت مخنيوى وكړي , د افغانستان په سياسي چاپيريال کې هم د روس پلوه څيړونكو له خو دا يو منظمه نظامي او سياسي تګلاره بلل كيږي چې لوديځ غواړي د روسيه په اړوند يي په كار واچوي  .
يوشمير كارپوهان پدي اند دي چې د امريكا نوي استراتيژي د روسيه په هكله د بدلون په حال کې ده , او د امريكا نوي پريكړه چې د امريكا د بهرنيو چارو وزيرى ميرمن كلينټن په څرګندونو کې ورته اشاره وشوه چې ګواكي طالبان به په راتلونكي حكومت کې شريك كړل شى هم د روسيى او روس پلوه سياسي پاڅون په اړوند حركت دي , او لوديځ غواړي روسانو ته په ډاګه كړي چې كه چيرى د دوي سياسي مصلحتونه په افغانستان كى د كړكيچ سره مخ كيږي نو غرب په خپل وار د روسيى ګټه هم زيانمنولي شي , دلوديځ دغه نوي سياسي حركت د روسيه او روس پلوه هيوادونه له كلك غبرګون سره مخ شوو , څرنګه چې وړاندي يادونه وشوله او د شانګهاي دتړون غونده د منځنى اسيا د هيواداونو تر منځ هم په همدي موخه تر سره كيږي تر څو د افغانستان د وضعيت په هكله د لوديځ په وړاندي يو مشترك سياسي موقف وڅيړل شي , دا په داسي حال کې چې په راتلونكي اوني کې د امريكا د بهرنيو چارو وزيره مرمن كلټن هم د اوروپا له چاروكوسره  كتني لري تر څو د افغانستان ثبات او سياسي استقرار وڅيړل شي , كيدي شي راتلونكى اوني د افغانستان د سياسي سرنوشت د ټاكلو لپاره مهمه اوني وي , خو د كړيدلي ملت له ارادى پرته   .
             عبدالرحمن فرقاني