امريکا څرنګه مسلمانان په مختلفو طبقو ويشي؟


مقرر: ډاکټر اسرار احمد
ژباړه: کامران ملک
رینډ کارپوریشن یوه داسې ستره اتحادیه ده، چې د امریکا دفاع او خارجه وزارتونه ددوی مشورې اخلي او بیا یې په عملي کوي. یادې اتحادیې خپل ډیر وخت او مصرف وروسته یو راپور خپور کړی چې تقریبا په ۸۰ صفحو مشتمل دی مسلمانان په څلورو ډلو ویشلي: 
لومړی: فنډمیټلیسټ (بنسټ پاله ډله) = دوی وایې چې بنسټ پاله هغه طبقه خلک ده، چې اسلام یواځې خپل مذهب نه، بلکې منحیث دین تسملیموي، دوی اسلام یواځې د عقیدې، عباداتو او څو رسمونو نوم نه بلکې اسلام یو اقتصادي، سیاسي او اجتماعي نظام ګڼي. دا ډله خلک غربي کلتور ردوي، دوی دداسې یو نظام طرفدار دي کوم چې د الله له طرفه وي، له دې امله دوی غواړي چې ابتکارات وکړي او عصري ټیکنالوجی له لارې دغه هدف ته ځان ورسوي. دوی د الهي قانون پرته بل یو قانون هم نه مني.
دا ډله باید له منځه یوړل شي، ځکه دوی زموږ ترټولو ستر دښمنان دي- دوی زموږ تهذیب، کلتور او نظام ته ستر خنډ دي. موږ باید ددوی د اسلام څخه برداشت غلط وښایو، دوی باید د رسنیو له لارې ځوانانو ته افراط ګر معرفي کړو.
دویمه: ټریډیشنلیست ( روایتي ډله): دې ډله کې زموږ ځیني علماء ددوی په نزد راځي چې د اسلام نه یو جامع تصور نلري، دوی اسلام فقط د څو شیانو یا عباداتو نوم ګڼي لکه لمونځ، روژه یا اخلاقیات. ددوی کار تریوې محدودې پورې محدود دی، لکه مدرسې یا دارالعلوم کې درس ورکول، فقهې لوستل، یا مسجد کې خطبې ورکول دي. بس دوی همدې کارونو کې مشغول دي او له دې زیات دوی سره د اسلام څه خاص تصور نشته.
دوی وایې چې دا خلک موږ ته خطرناک نه دي نو ځکه باید موږ روایتي ډله دبنسټ پاله ډلنې په مقابل کې حمایه او تشویق کړو، او دوی سره خپلو کې اختلافاتو او جنګ ته راوپاروو.
اما موږ باید روایتي ډله دې ته پرېنږدو ترڅو دلومړی ډلې سره یوځای شي، ځکه چې بنسټ پال عوامو ته لاس رسی او وسایل لري، خلک یې خبره اوري، هر وخت مختلفې برنامې لري، ډیری خلک یې په برنامو کې شرکت کوي، نو دوی باید د بنسټ پالو نه لرې وساتو او روایتي ډله باید په خپلو کې سره په فقهي ، قومي او نورو اختلافاتو او مناظرو کې مصروفه وساتو.
دریمه: مډرن ډله ( عصري خلک)= دا هغه خلک دي چې د اسلام یو نوی تعبیر کوي، او دا کوشش کوي چې د غربي تمدن سره یې په یو جوړښت کې راولي، د مثال په توګه په پاکستان کې ډاکټر جاوید اقبال وایي، چې شراب څښل حرام نه دي. په شرابو نشه کېدل یا مدهوش کیدل حرام دي، بل کس راپیدا شوی او اوس د تلویزون په پرده هم ډیر را ښکاره کیږي، وایې چې په اسلام کې حجاب یا پرده نشته دی، دا خو د هماغه وخت یو کلتور وو او اوس یې کول ضروري نه دي، نو دا هغه خلک دي چې د اسلامي احکامو او تعلیماتو څرګندونه د خپلو خواهشاتو په رڼا کې کوي،. نو دا خلک موږ ته نږدي دي موږ باید ددوی مرسته وکړو، نغدي پیسې ورکړو، په خصوصي توګه زموږ ستره مرسته به دا وي چې په چاپیزه او غیره چاپیزه رسنیو کې ددوی د ښکاره کولو کوشش وشي، ځکه دوی سره بله وسیله خو نشته، نه یې څوک د مسجد امام په توګه نیسي او نه دوی مسجد ته تللی شي نو غرب ته ددوی د مشهورولو او عوامو ته د رسولو لپاره دغه وسایل ترټولو غوره دي. نن سبا مشهوره وسیله  تلویزیون ده چې تاسې پکې ددوی تعریفونه وینۍ.
څلورمه: سیکولریست (بی دینه مسلمانان)= دوی په دې نظر دي چې په اسلامي نړۍ کې دې د مسجد او حکومت ترمنځ هیڅ تړاوو نه وي، یعنې په ساده الفاظو دین د سیاست، اقتصاد، قضا او اجتماع سره هیڅ کار نه لري، دین فقط د څو شیانو او عباداتو نوم دی سیاست او په ژوند کې باید له دین څخه استفاده ونشي او ترې لرې وساتل شي، ځکه مذهب صرف د عقیدې، عباداتو او څو رسمونو مجموعه ده  او الله ج باید د انسانانو په شخصي ژوند کې کار ونلري.
نو په خلاصه توګه دوی وایی چې اخرې دوه ډلې باید حمایه کړو او لومړی دوه ډلې ترفشار لاندې راولو، او دا دوه قسمه ډلې له یو بل څخه لرې وساتو ددې ترڅنګ روایتي ډله باید په خپلو کې سره په اختلافاتو کې مصروفه وساتو.
یادونه: دا لیکنه (د مسلمان امت ماضي، حال او راتلونکی) تر عنوان لاندې لیکنې وروستۍ برخه ده، جې نورې لیکنې يې د اړوندو لیکنو په برخه کې کتلی شئ.
Rand Corporation Report: Civil Democratic Islamْ