ما دی لاره څارل ته رانغلی نن گدر ته
دواړه سترگی می ژړل ظاهر نه شوی می نظر ته
نن می ونه لید ستا مخ وسوسه می شو پیدا
گرځیدم هره خوا کله کوز او کله بر ته
رښتیانی مینه ځما تاته هسی ټوکی ښکاری
بد گمانه مه اوسیږه نه گورم بل قمر ته
که هینداری ته گوری یو ځل ما په یاد راوړه
جفا بس دی جانانه له کور اوځه بهر ته
بدله ځما دمینی د دوزخ شو سکر وټی
ستا بیلتون کی سوځیږم ضرور نه دی سقر ته
ستا دسترگو له غشو زړه می هسی سوری دی
ورحمیږه پر ما لاس دی مه ور وړه خنجر ته
ستا له جور او ستم نه ټول بدن می ټپی دی
که ټپونه می شمیری یو ځل گوره می ځگر ته
ځما شفا ستا په لاس دی ته علاج می درنځ کړه
لاس دمینی کړه را وړاندی خپل د مینی قیصر ته
**********
پوهندوی دوکتور سيد حسام(مل)
اوگست کال دوه زره اوه(جرمنی)
وروستي