کورنۍ او اقتصادي تصمیمونه

 
لیکنه: محمد حامد اکبري
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موږ ټول په دې هڅه کې یو چې له اقتصادي پلوه غښتلې او پیاوړې کورنۍ ولرو.
همدا دلیل دی چې ورځني ژوند کې د داسې دندو او بوختیاوو پلټنه کوو چې لږ تر لږه دومره عواید  لاسته راوړو چې د ورځني ژوندانه لګښتونه مو وپوښي؛په هر صورت دا چې څوک د ځان لپاره کومه بوختیا، کوم مسلک او کومه دنده غوره کوي دا دهغوی په شخصي تصمیم پورې اړه لري لیکن دا چې تر لاسه کړي عواید څنګه په لګښت ورسوي دا یو بېل اقتصادي تصمیم ته اړتیا لري.
په ژوند کې خوراک،څښاک او پوښاک د انسان لومړنۍ او مهمې اړتیاوې دي چې له دې اړتیاوو پرته ژوند ناشونی ګرځي؛خو که له دې اړتیاوو سره په تړاو مو دسترخوان په هر ډول خوړو او ډول ډول مېوو وپوښو او له هغه سره ډول ډول مشروبات وکاروو، یا ډېر ګران بیه او د لوړ کیفیت والا د پوښاک وسایل استعمال کړو دا بیا اړتیا نشو ګڼلی او هغه ته غوښتنې او خواهشات وایو.
د غوښتنو کچه او د هغوی د لاسته راوړلو لپاره لګښتونه د کورنۍ په تصمیم پورې اړه لري، دا چې څه شی وپیري؟ څومره او څنګه یې وپیري؟
موږ وینو چې بشري ژوند ورځ تر بلې پېچلی کیږي، د خلکو په اړتیاوو او غوښتنو کې زیاتوالی راځي،د  اړتیاوو د لاسته راوړلو او د غوښتنو د پوره کولو لپاره موږ اړ کیږو چې یو لړ لګښتونو ته  غاړه کیږدو.
د بېلګې په ډول د ژوند په عصري کېدو او تکنالوژیکي پرمختګ سره موږ په دې بسنه نه کوو چې په کور کې د ژوندانه له ساده وسائلو څخه کار واخلو،پخوا به مو که  د خپل کور د خونو د پاکوالي لپاره له ساده جاروګانو کار اخیسته خو نن ښايي د ډېرو کورنیو غوښتنه دا وي چې له برېښنايي جاروګانو څخه ګټه واخلي،ځکه د ساده هغو په نسبت د هغې استعمال آسانه دی او ښايي بله ګټه یې دا وي چې د وخت د سپما سبب هم وګرځي.
مخکې به مو په کورونو کې د کالیو پرېوللو له ماشین کار نه اخیسته لیکن اوس مو د خپلې غوښتنې په آساس هغه رانیولی او د برېښنا پر مټ ترې کار اخلو.
د ژوند عصري کېدنه او تکنالوژیکي پرمختګونه د کورنۍ پر اقتصاد او ژوندانه نېغه اغېزه لري،چې دا اغېزه هم منفي او هم مثبت کېدای شي.
همدارنګه په خپلو کورونو کې له ګڼو نورو عصري کاریدونکو توکو څخه ګټه اخلو، د پخلنځي لپاره المارۍ جوړول،د نویو او قیمتي یخچالونو کارول،د یو کوچني او ساده ټلویزون پر ځای د یو لوی او ګران تلویزون رانیول دا ټول هغه څه دي چې زموږ په اقتصادي تصامیمو پورې اړه لري.
که موږ په کورنۍ کې له ګران بیه او عصري توکو څخه کار اخلو دا زموږ یوه غوښتنه ده لیکن موږ اړتیا نه لرو چې د خپلو عوایدو ډېره برخه په داسې توکو ورکړو بلکې کورنۍ باید د پیسو د سپما لپاره هم یو ښه تصمیم ونیسي،هغه پیسې چې په یو لوی او ګران بیه تلویزون ورکوو ښه دا ده چې د هغه پر ځای کوچنی او ساده تلویزون وکاروو او اضافي پیسې په سپما بدلې کړو.
دا چې کورنۍ یو کوچنی اقتصادي واحد دی،باید په کورنۍ کې هم یو ښه او غوره منجمنټ شتون ولري او په ښه توګه اقتصادي تصمیمونه ونیول شي.
لاندې څو ټکي د کورنۍ د اقتصادي تصامیمو په نیولو کې در سره مرسته کولی شي.
تاسې باید د کورنۍ د مشر په حیث په میاشتنۍ توګه د خپلو عوایدو  او لګښتونو کچه په نښه کړئ. خپلې اړتیاوې او غوښتنې مو سره بېلې کړئ. خپلې اړتیاوې او غوښتنې مو د درجې پر بنسټ وټاکئ،لومړی درجه،دوهمه درجه او دریمه درجه یعنیې لومړیتوب په کې له یاده مه باسئ. بازار ته د تګ پرمهال په کور کې د اړینو او ضروري توکو لېست چمتو کړئ او په بازار کې د هر شي د پيرودلو هڅه مه کوئ. د بازار له بیو خبراوی هم ستاسې سره په ډاډمنه او اقتصادي پېرودنه کې مرسته کولی شي. د خوراک،څښاک او پوښاک په برخه کې د لګښتونو لپاره د خپلو عوایدو مطابق پرېکړه وکړئ. اسراف مه کوئ ځکه چې اسراف اسلام منع کړی او اقتصاد مو ځپي. غوښتنې او هوس پالنه پرېږدئ،ساده ژوند غوره کړی. په ژوندانه کې د ناڅاپي پېښو او احتمالي کړنو لپاره ځانګړې پیسې بېلې کړئ. د کورنۍ له غړو سره تفریځایونو او پارکونو ته لاړ شئ،خو هڅه مه کوئ چې هلته هم اضافي لګښتونه وکړئ.  د لګښتونو پرمهال د خپلې کورنۍ عواید له یاده مه باسئ،د فیوډالانو تقلید مه کوئ. دا نه ده مهمه چې ستاسې په دسترخوان دې هر ډول خواړه ايښي وي،مهمه داده چې په غذایي رژیم کې بدلون راولی د پخلنځي لپاره مهالوېش چمتو کړئ.