زرينه پاڼه كه توره پاڼه !؟

زموږ په كړيدلي ټولنه كي اوس هم داسي پوهان شته دي چې د افغانستان جمهوري رياست ته وروستۍ ټول ټاكنې د افغانستان په تاريخ كې يوه زرينه پاڼه گڼي , او دا هغه دي د بدلون ارزښتناكه پړاو گڼي چى د دوی په اند به افغاني ټولنې ته د سوكالۍ او خوشبختۍ ځولى ډكه راولي , او د افغاستان كړيدلى او ځوريدلى اولس ته به چى د سختدريځه افكارو ښكار شو ى وه د خلاصون لارې او چارې په گوته كړي , او افغانانو ته به هغه موقت باغونه شنه كړي لكه چې په لويديځ كې د ديموكراسۍ د پلي كيدو له امله لويديځ والو ته برابر شوي دي , او هغه دروازې به د افغانانو په مخ پرانيزي  چې د ماديت د ارتقا له امله او د ماده پرستانو د تهذيب او تمدن له امله د لوديځ په ټولنو كې د وگړو په مخ خلاصې شوي دي , وروسته له دې اتو  تورو كالونو څخه چې افغانانو د ديموكراسي په كرغيړنه غيږ كې تيركړل اوس هم دوی د افغانانو خلاصون په غربي ديموكراسۍ نغښتى بولي,اوس هم د ديموكراسى نغمه غږوي .
آيا دا تير شوى اته كلونه ديموكراسي د پلويانو لپاره كافي ندي ؟, تر څو يو ځل د خپلې بيوزله ټولنه څرنگوالى وڅيړي چې څه پرمختيا او سوكالي ورپه برخه شوې ده , هري خوا ته خور وور اخلاقي فساد نه ګوري د نظامي يرغل نه نيولى تر كلتوري او اجتماغي او ديني يرغل پورې چې زموږ ټولنه  ورسره لاس او ګريوان شوى ده ,دا سربيره په هغه فقر او نادارى او بي روزګارۍ چې د خلكو ژوند تهديدوي , له فكري لحاظه افغاني ټولنه له يوه تباه كوونكي توپان سره مخ ده , په افغاني ټولنه كې د عيسويت د خپريدو لپاره منظم كار كيږي , بهرني ځواكونه په خلكو باندي په پښتو او دري ژبو انجيلونه ويشي , او په ښكاره توگه مركزونه جوړ شوى دي .
كه د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون چې د ټاكنو د نظارت او تر سره كولو دنده يې په غاړه ده نشي توانيدلي چي د بهرنيو هيوادونو له اجازه نه پرته د ټاكنو پايله اعلان كړي , نو زموږ افغاني پوهانو ته پكار ده چې دا د ديموكراسي لوبه نوره پريږدي او د افغان اولس د غولولو هڅه ونكړي , نور افغانان د ديموكراسي له تيارې څخه د وتلو هيله من دي , كه چيري د لوديځ پوهان هم پدي نظر شوي وي چې د هغه ټولنو لپاره چي ديني او مذهبي ارزښتونو په بنياد جوړي شوي وي غربي ديموكراسي د تطبيق وړ نده څرنګه چي له افغانستان نه وړاندي په عراق كي له ناكامي سره مخ شوه , نو د موږ هغه پوهانو ت
 ه چې د غربي ديموكراسي خوبونه لاتر اوسه په افغانستان كي ويني پكار ده چې د دغه راز خوبونو تعبيرونكړي , ځكه چې د افغانستان په اوسنى تياره كي به دا خوب بي تعبيره پاتى وي , لكه څرنګه چې پاتي دي
دا سمه ده چې غربي ديموكراسي هغه ټولنو ته چې له ديني او مذهبيى سپيڅلو ارزښتونو څخه تجريد شوى وى  يوه مناسبه تګلاره ده , هغه ټولنه چې  اساسي موخه يى د مادي لاسته راوړنو څخه پرته بل څه نوي , هغه ټولنه چې پكښي د وگړو راكړه وركړه په مادي لاسته راوړنو ولاړه وى  .
خو زموږ ټولنه د اسلامي ديني او مذهبي ارزښتونو خاونده ټولنه ده , او دا وياړ له ځانه سره لري او په د لاره كي يى لويه قرباني وركړي ده , د افغانستان په تاريخ كي هر چا چه داسلامي ارزښتونو د زيانمنيدو هڅه كړي له كړاونو سره مخ شوي دي آن تر دي چې د افغانستان د يرغلګرو په مقبره كي ورته قبر تيار شوي دي , كه چيري د ديموكراسى اصلي خاوندان له خپل مرام نه لاس په سر كيدونكى دي نوهغه افغاني پوهانوته چې د ديموكراسى پلويان دي پكار ده چې افغاني هويت ته د احترام سر ټيټ كړي , او خپل باتور تاريخ له سره ولولي , دا د افغانستان په تاريخ كې هغه توره پاڼه ده چې هر افغان به يي د سيځلو هڅه وكړي   .
                                    عبدالرحمن فرقاني