د افغانستان ټولنيزه ځانگړتيا دايران تر كلتوري يرغل لاندې


يوه ټولنه هغه وخت له ريښتينى گواښ سره مخ كيږي چي د جوړښت ټولنيز بنسټونه يې تر پردي يرغل لاندې واقع شي , هغه بنسټونه چې د ټولنى دهويت ښكارندوی وي , هغه بنسټونه چې د ټولنى ځانگړتيا او خصوصيت په كې نغښتي وي  .
       په اسلامي نړۍ کې د لوديځ د نظامي خوزښت يوه پايله دا هم ده چې د اسلامي نړۍ زعامت او مشري د هغه منحرفې عقيدى خاوندانو ته وركړي , چې د اسلام له ابتدا نه تر نن مهاله د اسلام د بنسټ ايښودونكو په هكله ناوړه تورونه څرگندوي , چې گواكي د دوی حقوق تر پښو لاندې شوي , لكه څنگه چې روښانه ده د دى منحرفې عقيدې اساسي كرښې د اسلام د دښمنانو له خوا ايښودل شوي دي , او لدې كرغيړنو او منحرفو كرښو څخه د شيعگانو عقيده جوړه شوي ده , په لومړي ځل لويديځ دا تگلاره په عراق کې چې د ايران گاونډى هيواد دي پلى كړه , له يرغل څخه وروسته يي دعراق سياسي واك شيعگانو ته وسپارلو , د لوديځ له دې حركت سره د عراق گاونډيو هيوادونو چې په اكثريت د دې هيوادونو کې شيعه اقليتونه شتون لري سخت غبرگون وښود , دا غبرگون او د لويديځ مادي مصلحتونه د دې لامل شول چې لويديځ خپل دا پلان چې په ديره چټكتيا پيل كړي و اوپه گړندى شكل په حركت کې شوي و يو څه سست او نرمش په کې راولي , د عراق سياسي پيښې او حوادث ټول د دى تگلارې پخلی كوي , د عراق سياسي پريكړى د ايران په مصلحت تر سره كيږي , او اكثريت سياسي شخصيتونه ايران پروره شخصيتونه دي آن تر دې چې د ايرانيتوب شك هم پري كيږي .
       په ظاهري توگه خو د نړۍوال سياست په هنداره کې داسي ليدل كيږي چې گواكې لويديځ د ايران د سر دښمن دي , خو كه په ځمكه باندې سياسي پيښې وڅېړل شي نو داسې ښكاري چې لويديځ ايران او په تيره شيعگان د اسلامي نړۍ زعامت او مشري ته غوره كړي دي , په عراق کې د لويديځ د يرغل په وړاندې د شيعه ډلو چې په جگړيزو  وسايلو سمبال هم دي هيڅ د مقاومت نښې نښانې نه ليدل كيږي , خو برعكس شيعگان د سني مقاومت په وړاندې خنډ دي او د دې مقاومت په وړاندې جگړيز غبرگون ښيي .
       له عراقه وروسته د دى پلان دوهم پړاو په افغانستان کې د امريكا له يرغل څخه وروسته پيل شو , په افغانستان کې ټول هغه ټولنيز بنسټونه د ايران تر كلتوري يرغل لاندي واقع شول , ايران ته دا زمينه چا برابره كړه چې په داسي قوت سره د افغانستان كلچر تر تهديد او گواښ لاندي وساتي ؟ او هغه ټولنيز بنسټونو کې بدلون راولي چې د افغانانو د هويت د ځانگړتيا ضامن دي , كه چېري لوديځ چې په افعانستان کې په ځواكيز توگه شتون لري او د افعانستان د سياسي موسسه په پريكړو کې خورا مهم رول لري په ريښتيا د ايران دښمني په سر کې پاللى نو ايران ته به يى دي دا راز پراخي مداخلي اجازه وركړى وى
 ؟ , نن په افغانستان کې د مطبوعاتو خورا مهمى موسسي د ايران له فكر سره هم نوا شخصيتونو له خوا اداره كيږي او د ايراني كلچر د نشرولو لپاره منظم پرگرامونه د افغانستان په جنگځپلى ټولنه کې وړاندي كوي , د پوهنى په كچه په افغانستان كه په لنډ مهال کې د يرى ستري او موثري تعليمي موسسه د ايران له خوا په پښوو ودرول شوي , چې كه څوك وغواړي اوكه نه په اوږده مهال کې به د افغانستان ټولنيز جوړښت ضرور زيامن كاندي , آيا دا پوښتنه پځاي نده چې د ا دومره لويه پانگه له دغو شخصيتونو سره له كومه شوه ؟ , آيا دومره لويه سرمايه چې د افغانستان له پوره دولت څخه ديره موثره او خدمتگاره
 وي په نا چاپه ډول راپيدا كيدل د گرويږني وړ نده ؟ , چېرته چې د دي په نامه خيري خدمت موخه هم د افغانستان جنوبي سيمه وي , كه دا دوه موثر فيكتورونه ( پوهنه او مطبوعات ) را واخلو چې د ټولنه په جوړښت کې خورا د اهميت وړ دي نن په افغانستان کې د ايران د گمارل شويو اجنټانو په لاس کې دي چې د ايران د كلتور د خپرولو لپاره تر منظم پلان لاندي په كار اخته دي , آن تر دى چې ايران په بربنډه توگه د افعانستان د ټولنيز هويت د بدلون لپاره چاپ شوي مطبوعات افغانستان ته را ليږي ,  داسي اټكل كيږي كه چېرى دي  دغه پلان شوي يرغل مخه ونه نيول شي نو د افغانستان ټولنيز ه ځانگړتيا به پوره زيانمنه شي  , چېرته چې په جنوبي سيمه کې د پوهنې او زده كړې امكانات له وړاندي كمزوري دي او تعليمي بهير له تهديد او گواښ سره مخ دي ,  كيدي شي له حقيقت څخه ليري نوي كه ووايو چې ايران اولوديځ د اسلامي نړۍ او افغانستان د تولنو د بربادى لپاره  د يوى سكى دوه مخه دي  .
        سربيره په دى د ايران د استراتيژيك ملگري هند كلتوري تهديد هم د يادونه وړ دي چې افغاني ټولنه يي تر يرغل لاندى ده , هغه هندي درامى چې د افغانستان په ايران پلوه چنلونو کې ننداري ته ايښودل كيږي  اغيزه يي په رو ښانه توگه په افغاني ټولنه كې ليدلي شواود موږد اصيل كلتورد زيانمن كيدو هڅه كوي  .
 
 
 
           عبدالرحمن فرقاني