
خندا د الله تعالی یو ډیر ستر نعمت دی، خو د اکثرو خلکو خندا سطحي وي او ډیر کم خلک به وي چې واقعي خندا وکړي، ځینې خلک د ظاهري ښکلا، ځینې د یوې ادا او ځینې نور بیا د بل د خوشحالو لپاره خندیږي او دا ډول خندا هېڅکله د زړه له تله نه وي.
خندا هېڅ ډول استعداد نه غواړي، خو په خندا کې باید له ماشومانو څخه تقلید وشي، ځکه د هغوی خندا ریښتینې وي او د زړه له تله خاندي.
باید د خندا لپاره هیڅ فرصت له لاسه ور نکړو، ځکه ژوند په خندا ښکلې وي او له خندا پرته ژوند ستونزمن او بې مالګې وي.
خو یوه خبره باید په یاد ولرو چې د خندا ځای باید معلوم وي او هر چېرته په هره خبره و نه خندل شي.
ژباړه: فضل غني حقمل