غزل

تسکين يې ګران دی زړه مې ډيرله ارمانونو ډک دی
ځکه غزل مې له دردونو فريادونو ډک دی
دا شپه پلوي به اخر ماتي مني له خیره
اوس مو هیواد له مدرسو او مکتبونو ډک دی
راځئ ګنډونکي شو له تار او ستن نه کار واخلو نور
هېواد مو ډیرله څیرو،څیرو ګریوانونو ډک دی
که له هنر علمه غني زمونږ ذهنونه شولو
داغرونه ،غرونه وطن ټول له سرو لعلونو ډک دی
بختیاره صبر ورته وکړه چې رڼا شي خواره
ښکاري سهار یې اومیدونو، پیغامونو ډک دی
۲۰۰۷/۶/۱۳
لیکوال((بختیارځدراڼ