
بېټ د توپ وهونکي لپاره يوه ځانګړې وسيله ده چې توپ وهونکی پرې غونډسکه وهي، د کرکټ بېټ په لومړيو کې د هاکي د بېټ په څېر و او وروسته د بېټ نمونې په تدريج سره بدلېدلې او تر اوسه پورې تقريباً د بېټ شاه و خوا لس نمونې بدلې شوي او په پای کې اوسنی بېټ منځ ته راغلی.
اوسنی معياري بېټ له دوو برخو څخه جوړ شوی چې يو ته يې لاستی يا handle ويل کېږي او بل ته يې د بېټ خُوله يا blade ويل کېږي، په ټوله کې بېټ بايد 96.5 سانتي متره يا 38 انچه وي او ټول بايد له سپين لرګي څخه جوړ شوی وي، همدارنګه د بېټ پلنوالی بايد 10.8 سانتي متره يا 4.25 انچه وي او وزن يې معمولاً له 1.2 کيلو ګرامو څخه نيولې تر 1.4 کيلو ګرامه پورې وي. په 1979 کال کې د اسټراليا يو کرکټر Dennis Lillee د المونيمو څخه جوړ بېټ په لوبه کې راوړ چې د لوبڅارانو لخوا منع شو نو ضرور خبره ده چې بېټ بايد له لرګي څخه جوړ وي.