چاپه ګولو وويشتم چاپه توپو وويشتم
څوک مرور شو رانه په ډير خيرو وويشتم
چا کړمه خرڅ په پردو زما غرور يي مات کړ
چا دښکلا په نامه په لوڅ تنو وويشتم
زما نازولې ميندې نن دپنجاب کوڅو کې
لاس کې کچکول ګرځوي په پيغورو وويشتم
دا خوار او زار ولس مې ټول تری تم شو رانه
د مسلمان د لاسه په سره ګلو وويشتم
څوک د غرور په شوق کې زماټټرنخه کړي
څوک د قدرت ليوني په ډير ناندرو وويشتم
زما يتيمان اهونه پاس ترفلک پوری لاړ
دا زمانه مې وژني په نا کردو وويشتم
لاخو تنکي ځوانان مې د مزدوری پسی ورک
لاس کې پولې ګر ځوي په نا اميدو وويشتم
ای در په درو خويندو لاسونه پورته کړۍ بيا
يو دخير سوال وکړۍ چې نن پردو ويشتم
د غيرتو نو ځاله طلاې تاج مې په سر
زه د شاهانو کور وم نن غر بتو وويشتتم
خو شحالي نه پيژنم زه د ويرنو کور شو م
دغه بیی وخت مر ګونه په جنازو وويشتم
حفيظ د غم شيبو کې د سولې لعل غواړي
د کوم خامار د خولې نه د لعل ارزو وويشتم
زخمې کابل يم ګوره نو ردغم تاب نه لرم
خدايه يو سوله غواړم لايق د عذاب نه لرم
دغره په لوې لمن کې د چينۍ په لورې تلمه
ومه تندې ايسار کړاې د اوبو خواته ورتلمه
داد پاس غرونو ځنګله کې يوه ځاله د مرغې وه
د ګرګرو په خاښو کې ناسته غلې خواره کې وه
اخوا ديخوا يي کتلې دا دونيا يي ټول څارله
زه دوني لاندې تيرشوم په ښايستو سترګو کتله
هسکه غاړه په خندا شوه ويل ګلې ستړې مه شې
په ځواب مې ورته وويل ګلې ته هم خواره مشې
په سندرو په نڅا شوه ډير ښايسته وه لکه زاڼه
هسکه غاړه وه نيولې جګ غرور کې د هرچا نه
زرين وړانګه ځليدله زما سترګو ته ښکلا شوه
په ورورو نژدی کيدمه خوحيرانه وارخطا شوه
په پښتنو باندې پيل کړه ويل ووايه چې څوک يي؟
يوپوښتنه لرم تانه زما پښتنو ته که هو کړی
ماويل غلې مرغکيه! بې وطنه مسافر يم
د جنګونه تښتيدلې فرارې دخپل وطن يم
دا په لپه مې چې ګوري داد سولې يو سوغات دی
ما دانه درته راوړی ستا د هيلو کرامات دی
افسانه درته راوړی په ځولې کې مې سوغات دی
ويل نه په دام مې نيسی دې چلو سره اشنا يم
په انسان کې رحم نشته ټوپکو سره اشنايم
زه هم باز يمه مرغې يم زما سينی لاندې هګي دي
ما سينې لاندې نيولې په هګو کې مې مرغې دي
پسرلو ته انتظار يم زما د زړه يو څوقطری دي
چې ښايسته بهاران راشي خوږ نسيم ځان سره راوړي
زما د مينې ګلان وا شي يو بدلون ځان سره راوړي
خشک سالي يمه ځپلې خوږ ژوندون ځان سره راوړي
د باروت په لوګو وسم په ويالو که باران راشي
زه هرات هم انتظار يم که هري په خندان راشي
زه سوچو نو کې شوم ډوبه ما ويل ووايه چېڅوک يي؟
داسی نه ښکاری مرغيه
چې په دغه لوې ځنګل کې ته يواځې به اوسيږی
ويل زه يوازاد باز يم تر فلکه پوری ځمه
خپل وزر په پرواز کې تر اټکه پوری ځمه
درته وايم قهرمان يم داسيا زړه کې پر واز کړم
د حفيظ دزړه ارمان يم زه ازاد افغانستان يم
دسولې جرګه
شمله ورو پټګي وتړئ جرګه شئ
دارين په خاوره ټوله را ښکاره شئ
د نازو بچي شټيږي په سرو وينو
يا ميرويس شئ يا احمد دزرغونه شئ
ياپټګي له سره ښځو ته ګذار کړئ
يايوالي د غيرت جګه شمله شئ
دوختنو دظلمت دور کړئ ختمه
يوشتم پيړۍ کې بيا يو ننداره شئ
ما ليدلي پښتانه کم زوره نه دي
دتاريخ په زرين پاڼو کې ښايسته شئ
د حفيظ د هيلوسپين کوتری ورک دي
بيادسولې سپين کوتری شی جرګه شئ
وروستي