البرت انشټين څنګه سړی و ؟

 
تاسې به د البرت انشټين له نوم سره آشنا ياست او د ده په اړه به مو يو څه ضرور اورېدلي، يا لوستي وي. انشټين هغه کس و چې د نسبت تيوري يې وړاندې کړه. اکثره پوهان يې د بې جوړې نابغه په نوم يادوي. د انشټين اکثره فکرونه، نظرونه او څېړنې د علم او جدي پرمختګ لامل شوې. د علم په برخه کې د ده لاسته راوړنې د نړۍ په سطحه مهمې دي.
انشټين په ۱۸۷۹ زيږديز کال د جرمني د ورتمبرگ ښار په يوه يهودي کورنۍ کې دنيا ته راغي، پلار يې هرمان يو پلورونکی و او مور يې پائولين کوخ نومېده، انشټين تر ۱۹۵۵ پورې ژوند وکړ، ده د فزيک په برخه کې زده کړې وکړې، په ۱۹۲۱ م کال يې  د فزيک په برخه کې د نوبل جايزه هم تر لاسه کړه.
خو راځئ له يوبلې زاويې د انشټين ژوند ته ورننوزو. دی څنګه سړی و؟ له نور سره په اړيکو او مامخ ليدنو کتنو کې يې څه ډول رويه کوله ؟  آيا پوهيږئ چې انشټين له يوه غټ سره نړۍ ته راغی! داسې چې مور يې فکر کاوه زوی يې ناقص دی ؟
انشټين چاغ ځان او غټ سر درلود
کله چې البرت پائولين انشټين ( Pauline Einstein ) ياد البرت انشټين مور دی دنيا ته راوړ ويې ليدل چې د زوی سر يې تر عادي حالت زيات لوی دی، دې له ځان سره وويل زيات چاغ دی، زيات چاغ دی... مور يې فکر وکړ چې زوی معيوب پيدا شوی، د انشټين کورنۍ دې عجيب او غريب وضيعت ته اندېښمنه شوه خو ډاکټرانو تسليت ورکړ.
 
آلبرت اينشتين, آلبرت انیشتین, زندگینامه آلبرت انیشتین
 
د البرت انشټين لومړنی پېژندل شوی تصوير .
 
انشټين په ماشومتوب د خبرو کولو له ستونزې سره مخ و
انشټين په ماشومتوب کې په زحمت خبرې کولې او د خبرو په پروخت به زيات آرام و. ده به لومړی کېدونکې خبره ښه تلله او دهغې له صحت به چې ډاډه شو بيا به يې کوله.
 
 
آلبرت اينشتين, آلبرت انیشتین, زندگینامه آلبرت انیشتین
 
د انشټين مشهور تصوير چې په ۱۹۵۱ زيږديز کال آرتور ساس اخستی .
د ګزارشونو په استناد انشټين تر ۹ کلنۍ پورې همداسې بندې خبرې کولې او کورنۍ يې دې ستونزې ته اندېښمنه وه، دوی ويل چې ګواکي زوی يې ورسته پاتې دی .
د otto neugebauer په نوم تاريخ ليکوال وايي : انشټين چې يو وخت په سختۍ خبرې کولې او تل به چوپ وو يوه شپه خپل سکوت مات کړ او ويې ويل : دا سوپ څومره ګرم دی .
لدې وروسته يې د کورنۍ تصليت وشو او لده يې وپوښتل چې تر اوسه ولې چوپ و ؟ انشټين ځواب ورکړ ځکه چې تر اوسه هر څه په خپل عادي ډول و.
Thomas sowell ټوماس سوېل په خپل يوه کتاب کې دې ټکي ته اشاره کړې او وايي دغه راز نور نابغه ګان هم په ماشومتوب کې د خبرو له ستونزو سره مخ وو او دغه وضعيت ته يې د ( سندرم انشټين syndrome eistein ) نوم ورکړی .
انشټين له يوې قطب نما الهام واخست  
انشټين په ۵ کلنۍ کې د ناروغۍ په بستر پروت و ، چې پلار يې يوه ساده قطب نما ورکړه او دغه قطب نما لامل شوه چې دی له پوهې سره مينه پيدا کړي .
د انشټين توجه دې ته شوه چې ولې دی هرې خواته تاويږي را تاويږي خو قطب نما يوازې يوې خواته ثابته د حرکت په حال کې ده، فکر يې وکړه چې يوه قوه شته چې د قطب نما د حرکت سبب کيږي، دغه پېښه د ده په ژوند کې زياته تکرار شوې ده .
انشټين په لومړي ځل پوهنتون ته کامياب نه شو
دی په کال ۱۸۹۵ کې د سوئيس فدرال پولي تکنيک eth پو هنتون يا ( eidgenossischi technische hochschul) ته بريالی نشو که څه هم ده د رياضي اړوند سوالونه حل کړل خو په ځينې نور مضامينو لکه ( تاريخ، ژبه ، جغرافيه او نورو ) کې يې مزه نه وه او ناکام پاتې شو، نو اړ شو چې له پوهنتون مخکې د (trade school ) ووايي او بيا وروسته په eth کې ومنل شو .
انشټين له خپلې لومړۍ ښځې سره يو حيرانونکی تړون لاسليک کړ
 انشټين له خپل لومړۍ ښځې ميلوا دوه زامن درلودل چې يو ( هنس البرت) و او بل( دوارد )، نووړي چې کله شهرت خپل کړ او د نړۍ بېلابېلو ملکونو ته يې سفرونه وکړل نو بدولون پکې راغی او له لومړۍ ښځې سره يې  مصافه ونيوه، پدې توګه د انشنټين د مېرمنو تر منځ ستونزې پيدا شوې، ده پدې ستونزو له يوڅه غور وروسته له خپلې لومړۍ ښځې سره يو جالب تړون لاسليک کړ ، د دغه تړون ځينې مادې په لاندې توګه وې :
۱ ـ جامې مې بايد هر وخت آماده او پاکې وي.
۲ ـ درې وخته ډوډۍ په منظم ډول بايد په خپله کوټه کې وخورم .
۳ ـ  د خوب او اوسېدو کوټې مې بايد د تل لپاره پاکې او منظمې وي يوازې د کار مېز مې زه په خپله منظم کوم.
۴ ـ زما اړيکې بايد له پامه ورغورځوې ځکه چې زما اړيکې ټولې په اجتماعي دلايلو ولاړې ندي .
۵ ـ کله چې وغواړم نورې خبرې مه کوه ته بايد چوپ شې ...
ميلوا دا شرايط ومنل، او دغه تړون د انشټين او دې ترمنځ لاسليک شو .
انشټين له خپل مشر زوی سره هم ښه اړيکي نلرل
وروسته له هغه چې انشټين خپل مشر زوی له ځانه لرې کړ، زوی يې هنس البرت دا آوازه خپره کړه چې انشټين د ده له مور ميلوا سره ښه نه کوي، د دوی مخالفت هغه وخت لا سخت شو چې زوی يې غوښتل له frieda knecht سره واده وکړي خو انشټين نه غوښتل .
په ۱۹۲۷ کال هنس البرت په يوداسې ښځه زړه بايلود چې له ده زياته مشره وه او د انشټين په انده جذابه او ښکلې نه وه، انشټين په دې رېښته خوښ نه و او فکر يې کاوه چې دې ښځې د ده د زوی د لاسته راوړلو لپاره څه پلان جوړ کړی، خو انشټين د خپل زوی مخنيوی ونشو کړای او هنس له همدې ښځې سره واده وکړ ، مګر انشټين بيا هم ورته ويل چې بايد له دغې ښځې اولاد ونلري .
له واده وروسته هنس البرت د امريکا متحده ايالاتو ته کډه شو او هلته د هايدروليک هندسې اوستاد شو ، خو پدې نوي هېواد کې هم پلار او زوی له يوبل سره جوړ نه وو ، کله چې انشټين مړ شو د هنس البرت لپاره يې ډېر کم ميراث پرې اېښی و .
د انشټين دويم واده
 
آلبرت اينشتين, آلبرت انیشتین, زندگینامه آلبرت انیشتین
 
 
انشټين له خپلې دويمې ښځې السا elsa سره چې د عمه لور يې هم وه .
انشټين چې کله له مېلوا جدا شو ډېر ژر يې د خپلې عمه له لور السا لوونتال ( elsa loeenthal ) سره واده وکړ، لبته له السا سره تر واده کولو مخکې يې له ايلس چې ۱۸ کلنه وه د واده غوښتنه وکړه .
السا د انشټين په اړه په هغه څه پوهېده چې مېلوا نه پوهېده په همدې آساس السا تر مېلوا د انشټين ښه مراقبت هم وکړ او انشټين يې په پوره ډول درک کولی شو .
د انشټين ماغزو ته يو کتنه
د انشټين مغز د ده له مرګ وروسته په ( ۱۹۵۵) کال را وايستل شو [البته د ده د کورني له خوښې پرته] دا کار د توماس استولز هاروي (  Thomas stolz Harvey) لخوا چې د پرينستون روغتون پتالوژېست و تر سره شو، هاروي د انشټين جمجمه په يوه ښېښيې لوښي کې کېښوده، او ۴۵ کاله ساتنه ترې وشوه ، خو دا چې د انشټين له ماغزو هاروي  ښه ساتنه ونکړه له روغتون ويستل شو مګر څه موده وروسته يې بيا د کار جواز وموند او د هنس البرت په همکارۍ يې د انشټين د ماغزو څېړنه پيل کړه، هاروي داځل د انشټين له مغز ځينې سلايډونه تهيه کړل او هغه يې د نړی پوهانو ته واستول.
په يوه بله څېړنه کې چې د سندرا ويتلسون ( Sandra witeson ) لخوا په ( mc master ) پوهنتون کې شوې په ډاکه کړې وه، چې د انشټين په مغز کې د شيار سيلويان په نوم پاکټونه ډېر ليدل کيږي، د ويلتسون په اند دغه خاصه اناتومي ددې لامل شوې چې د انشټين مغزي نيرونونه له يو بل سره د يو ځای کېدو قابليت ګړندی او ټينګ کړي.
پای