ښاري اخلاق، ولسي مسئولیت؟

 
که د بشر د تاریخ پاڼې واړو راواړوو، له ورایه څرګنده ده چې د تاریخ په اوږدو کې د کلي او ښار، زاړه او ځوان، ښځي او نر، لوړې او ټيټې طبقې او نورو ترمنځ کش ما کشونه راغلي، ځیني یې د وخت په تیرېدو حل شوي، خو ځیني یې لا پر خپل حال پاتې دي. د تیرو وختونو تر ټولو ډيرې هغه کړنې چې په معاصره نړۍ کې ورته نادوي ویل کېږي، په دریمه نړۍ کې په لویه کچه ترسترګو کېږي. له دې مسالو یې یوه، د کلي او ښار ترمنځ پټه فکري جګړه ده. ښاریان ځانونه عصریان بولي، خو کلیوال هغه یې بیا دینداران او متقي بولي. دلته ده، چې ښارونو د خپلو هغو کلیوالو درناوی نه دی کړی چې له کروندو یې ورته غنم او جوار ورځي، او کلیوالو د هغو ښاریانو درناوی نه دی کړی چې له هټیو یې د غنمو او جوارو د کر لپاره کود او امبار ورځي.
که د ښارونو معیار ته وګورو، زموږ په هیواد کې د اوسني هغو یې تش کاریکاتورونه دي. ډېر داسي ښارونه شته چې پر ښاري امکاناتو او خدمتونو سربیره پکې لږ تر لږه اجتماعي عدالت هم شتون نه لري. په فکري توګه پکې هیڅ ښاریوالی نه تر سترګو کېږي. زموږ نوي نسلونه ښاریوالی او ښاري اخلاق دې ته وایې، چې ټوله شپه هندي او غربي سریالونه وګوري او په سبا یې ښوونځی او پوهنتون کې د درسونو لپاره هیڅ چمتوالی هم نه وي نیولی. ښې غربۍ جامې واغوندې، سمارټ فون کې د کرداشین غربي انځورنه او ماډلینګ فلمونه وساتي.
په کلیو کې لا هم د حشر، جرګې او ټولنیزو تړون پر مټ همکارۍ تر سترګو کېږي. ما کال وړاندې یوه ځوانه نجلۍ چې د هلمند په حیدراباد کې د روانې تپل شوې جګړې په مرمۍ ژوبله شوې وه، د لښکرګاه د بېړنیو مرستو روغتون مخي ته ولیدله چې د کلي د یوه ګاونډي په تراکتور کې تر ښاره راوړل شوې وه. د نجلۍ د پلار او د تراکتور د خاوند پر دې خبره وه چې ولي د نجلۍ پلار د تراکتور خاوند ته کرایه ورکوي. که دې خبرې ته وګورو، په کلیو کې لا هم پخواني ښه دودونه تر یو بریده پر خپل ځای پاته دي.
پر دې هم سترګې نه پټېږي چې دوامداره جګړو، وچکالۍ، لوږې او نورو ورته ستونزو د وخت په تیرېدو له کلیو او ښارونو ډېر ښه دودونه وړي او پر ځای یې بد هغه مروج شوي. که په ښار کې وګورو د کوڅې ډېر جنجالونه پر ماشومانو، د برق پر تارونو، د کوڅې د برمې (بمبه – څا) پر اوبو او نورو رامنځ ته کېږي. له دې ښکاري، چې خلک په خپلو کې ښاري اخلاق نه مراعتوي، ګاونډي ته د سیال او یا هم مخالف په سترګه ګوري. د اسلامي احادیثو هغې سپارښتنې ته هم سر نه ټيټوي چې ګاونډي ته پکې ډېر حقونه ورکړل شوي.
د کابل په شمول زموږ د هیواد په ډېرو ښارونو کې پاخه سړکونه کم دي، کافي برېښنا او پاکي اوبه پکې نشته، د پوهنې او روغتیا خدمتونه ضعیف او یا خو یې پلي کوونکي ادارې په سخت اداري فساد کې ښکېلي دي. - دا خبره ده، چې په ۲۰۱۵ز کې هم افغانستان د نړۍ په کچه په فساد کې دویم ځای لري. زه شاهد یم چې یوه لسیزه وړاندي په عصري او ښو دولتي ودانیو کې څاروي ساتل کېدل. ښارونه تر کلیو ډېر ککړ دي. خراب تیل، ناسم ګاز او ککړه هوا د مغزو د سرطان تر څنګ، ډېرې نورې ناروغۍ ایجادوي.
خبره منتجه پر دې چې، په ښارونو کې پر ټولو ستونزو سربیره یوه اساسي ستونزه د ښاري اخلاقو ضعف او یا خو یې بیخي له ښاریانو کډه کړې. له ښاروالۍ خدمتونه غواړو، خو په بدل کې یې مالیه نه ورکوو. له ښاروالۍ سره خلک همکاري نه کوي. اروپا چې ښکلې شوې، خلک یې لا تر اوسه د خپلو ښاروالیو سره همکاري کوي. اروپا او امریکا کې د سیاسي او مدني اوکټیویزم لمنه ډيره پراخه ده، هلته مدني او سیاسي فعالانو پر سیاسي اړینو مسالو سربیره د ښار پاکولو، ښاري خدمتونو، د ښاري اخلاقو په پراختیا، د محیط په پاک ساتلو او نورو چارو کې هم ځانونه مسئول بولي.
زموږ د خپل نیکو دودونو ډېرې ساده خبرې هیري شوې. ښه ګاونډيتوب نه مراعتول، د ښارونو پاک نه ساتل، د ښاري لوبو ورکېدل، د تعلیم د کچې ټيټوالی، د روغتیایې عامه پوهاوي ټيټوالی، د همکارۍ ټولنیزو تړونونو نه شتون، د مدني ټولنې په پروژو اوښتل، د ښار او کلي ترمنځ پټه فکري جګړه، د مشرانو بي احترامي، او د مشرانو له لورې پر کشرانو د شفقت نه شتون، د اجتماعي عدالت نشتوالی، قانون ته نه درناوی، بهرنیو پېسو کارول، په ټولنیزو کارونو کې د ونډې نه وړل، د ښاروالۍ په چارو کې همکارۍ نه کول، د برېښنا بیل پر وخت نه تحویلول یا برېښنا غلا کول، دا او دې ته ورته ټولې ښاري ستونزې د اوسنیو ښاري اخلاقو پر ضعف دلالت کوي.
تر بل هر قانون او ډيسپلین د اسلام په مبارک دین کې ښاري اخلاق ښه تشریح شوي او وړاندي شوي. د حضرت محمد ص د مبارک ژوند د مدینې څپرکی که ولوستل شي، له ورایه ښکاري چې، په مدینه منوره کې د ښاري اخلاقو بنسټ له هماغه وخته اېښودل شوی، هغه مبارک د کجورې له بوټو د مدنیت د پلازمینې بنسټ کېښود.
دولتونه دي چې د خپلو سمو پالیسیو د تطبیق پر مټ پورته یاد شوي مسئولیتونه له غاړي اړوي. که د خلکو ذهني پوهاوی ټيټ وي، که خلک له قانون سره بلدیت نه لري او که دې ته ورته نورې ستونزې موجودي وي، بیا هم دولت مسئولیت لري چې د اساسي قانون په رڼا کې د ورته ستونزو حل ته رسیدګي وکړي. له بده مرغه چې، زموږ حکومتونو تل له جګړو او سیاسي کشالو سر نه دی پورته کړی او یا خو له سره د معیار له مخي راغلي زعامتونه نه لرو چې د ولس او خاورې د اوږدمهاله پرمختګ لپاره پلانونه، ستراتيژۍ او پالیسۍ وړاندي او تطبیق کړي. ولس پر دولت بې باوره دی او دولت پر ولس. بې باورۍ ټول ټولنیزو اخلاق او تړونونه زیانمن کړي. خلک شکایت کوي چې ښاروالي خدمت نه کوي، ښاروالي بیا شکایت کوي چې خلک ورسره همکاري نه کوي او یا خو د پاکۍ مالیه پر وخت نه تحویلوي. په ښاروالیو او نورو دولتي ادارو کې پراخ فساد خلک پرې بې باوره کړي، د خلکو ذهني ټيټوالی ددې لامل شوی چې نه له ښاروالۍ سره د ښاروالۍ په چارو کې همکاري کوي او نه یې هم فساد چارواکي له لاس نیولي چې ولي فساد کوي.
د خلکو په منځ کې ورته ستونزې، د اوږدې مودې په ترڅ کې ځای نیولی. همداسي اوږدې مودې او اوږدمهاله هڅو ته اړتیا شته چې ددې ستونزو پر وړاندي مبارزه وشي او له منځه لاړې شي. ښاري اخلاق ژوندي او ښارونه مو له تشو کاریکاتورونو څخه د حقیقي او معیاري ښارونو بڼه خپله کړي. دولت اړ دی چې د سیاسي، اقتصادي او نورو پالیسیو ترڅنګ د ټولنیزو پالیسیو سره موازي د فکر جوړوني په برخه کې کار وکړي. زموږ په هیواد کې تر ډېره باید پر مسجد، ملا امام، د جمعې د خطبې پر منبر، ښوونځی، رسنیو، مدني ټولنې، ولسي مخورو، جرګو او قانون باندي باید تمرکزي وشي. هر کله که یوه ښوونکي له ملا امام سره د مینې ژوند وکړ، د حجرې طالب د ښوونځی له زده کوونکي سره د ورور په څېر چلن وکړ، خاوند د هر څه پړه پر میرمنې وانه چول، د کلیو خلکو ته مو القاعده او داعش ونه ویل، د ښار خلکو باندي د تکفیر ټاپې ونه وهل شوې، جنرال خپل ګاونډي ته دا حاساس ور نه کړ چې ګڼي جنرال دی، نو واجب الاحترام دی، نو پوه شئ، چې ښاري اخلاقو په برخه کې مو پرمختګ کړی.