له انجینر ګلبدین حکمتیار سره دCBS مرکه

١ – پوښتنه: ايا تاسو دکرزي په حکومت کې کوم موقف اختيارول غواړئ؟!
ځواب: نه، دکابل په اوسني حکومت کي برخي اخيستو ته چمتو نه يو، په بل داسي غير منتخب حکومت کي هم برخه نه اخلو چي دبهرنيو ځواکونو د ټانکونو او جهازونو په زور پر افغانانو مسلط شي.
زمونږ هېواد اشغال شوى، زموږ لپاره اساسي موضوع  اشغال خاتمه، دهېواد خپلواکي، يوه موقت غير ائتلافي حکومت ته دقدرت انتقال او په آواز او خپلواک افغانستان کي دعادلانه انتخاباتو له لاري دملت دخوښي اسلامي حکومت جوړول دي.
٢ -  پوښتنه : که چيرې ځواب هو وي نو ولي يې اوس نه اختياروي او دکومو شرايطو په اساس به تاسو داخبره ومنئ. او تاسو په دې اوسنۍ حکومت کې کوم رول اجرا کولى شئ.  هغه کوم شرايط دى چې دهغه په اساس تاسو د امريکا او ناټو ځواکونو موجوديت تريوى مودې پورى منلى شئ؟!
ځواب: که بهرني ځواکونه زموږ له هېواده وتلو ته چمتو وي، داشغال په دوام ټينگار ونه کړي، دجگړي پاى ته رسول وغواړي اودباعزته وتلو لار ولټوي نو موږ ورسره مرسته کولى شو، خو که دجگړي پر دوام ټينگار وکړي نو موږ ته له مقاومت نه پرته بله لار نشته، دوى بايد په دې پوه وي چي که په تېرو نږدې اتو کلونو کي دوى له جنگ نه څه ترلاسه نکړى شو، دتابوتونو له انتقالولو پرته بل څه په لاس نه دي ورغلي نو له دې وروسته خونه دفوځونو په زياتولو سره څه ترلاسه کولى شي اونه دبې وزلو او مظلومو افغانانو په کليو، کورونو، جوماتونو او مدرسو باندي له ړنډو بمباريو اوعام وژنو نه څۀ لاس ته راوړى شي، افغانان په هيڅ صورت کي دبهرنيو ځواکونو حضور؛ حتى دلنډي مودې لپاره هم نه مني، ترڅو د اشغالگرو ځواکونو وروستى فوځي زموږ له هېواد نه ويوتلي جهاد او مقاومت به ادامه لري.
کوم اروپايي سياسي ليډران چي وايي زموږ فوځيان دهندوکس په لمنو کي له خپل هيواد نه دفاع کوي، دروغ وايي او منفافقت کوي، خپل ولس غولوي، له افغانانو نه دوى او ددوى هېوادو ته هيڅ خطر او گواښ نه دئ متوجه، دوى د امريکايانو دخوشحالولو لپاره خپل فوځيان دمرگ کومي ته لېږلي دي.
٣ -  پوښتنه :  که تاسو د افغانستان  دحکومت يوه برخه شئ نو له القاعده سره به څه معامله کوئ؟!
ځواب القاعده اوس په افغانستان کي فعال اوپراخ حضور نه لري، دعراق له جگړي وروسته دالقاعدي اکثر غړي له افغانستان نه ووتل، که امريکايان له القاعدې سره جنگېدل غواړي له افغانستان نه بهر دي ورسره وجنگېږي، دوى دي موږ ته ووايي چي په تېرو اتوکلونو کي ئې دالقاعدې څومره غړي په افغانستان کي وژلي يا نيولي؟ آيا شمېر ئې لسو ته رسېږي؟ ددغو دوژلو اونيولو ترنامه لاندي ئې ترسل زره زيات افغانان ووژل، لاڅومره نور وژل غواړي؟ په داسې حال کي چي اوس دناټو تر يو لک زيات ځواکونه په افغانستان کي په جنگ بوخت دي،دوى څنگه دگوتو په شمېر بهرني جنگيالي يادوي او دا دخپل فعال او پراخ نظامي حضور لپاره د دليل په توگه وړاندى کوي؟!! دوى دي له افغانستانه ووځي که چا له افغانستانه په دوى بريد وکړ هغه مهال دبالمثله عکس العمل حق لري، موږ ددې تضمين کوو چي له افغانستان نه به په هيڅ بل هېواد تېرى نه کېږي.
٤ -  پوښتنه : افغان دولت او برتانيه کوښښ کوي چې له تاسو سره کوم پروتوکول وکړي، ايا تاسو ددوى دتشويق په خاطر دا روابط تصديقوئ؟!
ځواب: موږ به مختلفو کچو له اړوند لوريو سره په مستقيمه او غير مستقيمه توگه تماسونه لرو، ټولو ته موخپله طرحه رسولې، چي اساسي ټکي ئې دادي: دبهرنيو ځواکونو بلاقيد وشرط وتل، د وتلو لپاره معقول تقسيم الاوقات اعلانول، موقت غير ائتلافي حکومت ته دقدرت انتقال، آزاد او عادلانه انتخابات.
٥ – پوښتنه : که چيرې امريکا وغواړي چې دزيات وخت لپاره په افغانستان کې پاتى شى، داسې کومه خبر شته چې تاسو پرى له هغو سره بحث وکړئ؟!
ځواب: که امريکايان داوږدې مودې لپاره دپاته کېدو اراده لري نو له هغوى سره هيڅ خبره نشي کېدى.
٦ -  پوښتنه : ستاسو او ستاسو دجنگيالو دتشويق په هکله مونږ يوه اندازه پوه شوي يو ايا تاسو له دې خبرې سره موافقه کوئ چې که چيرى ستاسو جنگيالى مضبوط اقتصاد، ښه وظايف ، او دژوند کولو ښه شرايط ولرى هغوئ به له جنگ نه لاس واخلي؟!
ځواب: غربيانو ته په دې خبري پوهېدل گران دي چي افغانان څنگه ديوه لوى مجهز ځواک سره جنگېږي، ولي قربانۍ ته چمتو کېږي، ولي شهادت طلبانه فدايى عمليات کوي، دوى گمان کوي چي افغانان به هم ددوى دفوځيانو په څير اجير جنگيالي وي!! چي نه کوم سپېڅلى هدف لري او نه دقربانۍ په جذبه دجنگ ميدان ته ځي، آيا کېدى شي څوک دپيسو لپاره دباروتو واسکټ واغوندي اوددښمن په خواکي داسي چاودنه وکړي چي حتماً دده په مرگ منتج کېږي؟!!
که مجاهدين دمادياتو لپاره جنگېدلى نو امريکايانو ته به تسليم شوي وو.
٧ -  پوښتنه : ستاسو گوند حزب اسلامى په افغانستان کې يو په تيزې سره خپريدوکى گوند دى،  ستاسودگوند غړي څوک دي او ستاسو تړاو له طالبانو سره څه ډول ده ؟!
ځواب: که له دې پوښتني نه ستاسو مراد دمقاومت چټکه وده وي نو ځواب ئې دادئ چئ دافغان ولس د آزادۍ غوښتني قوي جذبه، د اشغالگرانو وحشيانه جنايات اوملي خائنانو او جنگي جنايتکارانو ته ددوى له لوري اقتدار سپارل ددې باعث شول چي مقاومت پيل او په چټکۍ سره پراخ شي. او که مراد مو په مشخصه توگه دحزب اسلامي چټکه وده وي نو د افغان ولس په ټولو پرگنو کي دحزب اسلامى دپراخ اوچټک نفوذ سبب دادئچي حزب  له صالح او صادقو افرادو جوړ شوى، اسلامي اصولو ته التزام لري، تل دخپل ولس په څنگ کي ودرېدلى، په سختو ورځوکي ئې خپل ولس يوازي نه دئ پرېښى، له دښمنانو سره ئې سازش نه دئ کړى، ظالمانه، مفسدين او منافقين ئې په خپلو ليکو کي نه دي منلي، ځوانان او منورين ئې منظم کړي، تل ئې له هغو کارونو ډډه کړې چي ولس ته تاوان او زموږ ملي وحدت ته صدمه رسوي، دمکتبونو، کلينيکونو، پلونو او نورو عام المنفعه تاسيساتو له تخريب او دبې گناه خلکو له وژلو ئې ځان لري ساتلى.
دپوښتني ددوهمي برخي په اړه بايد ووايم چي موږ له طالبانو سره هيڅ ډول رابطه نه لرو، موږ هڅه وکړه چي ټول مجاهدين په يوه مطمئن ائتلاف کي راغونډ کړو، خو په دې موفق نه شوو.
٨ -  پوښتنه: تاسو دپاکستان له مقاماتو سره قوي روابط لرئ ايا دوى اوس هم د افغانستان په چاروکې مشغول دى هغوى څه لاسته راوړل غواړي؟!
ځواب: پاکستان او ټولو ملکي او نظامي ادارو ئې دمقاماتو په شمول تل له امريکايانو سره ملگرتيا کړې، دافغانستان په رواني جگړي کي ئې د امريکايانو په گټه لويه ونډه ده، که دپاکستان مرسته نه وى نو امريکايانو نه افغانستان نيولى شو او نه تراوسه دلته پاته کېدلى شوى.
٩ -  پوښتنه : په افغانستان کې دالقاعده دگروپونو په اړه څه وايئ ايا دهغوى تعداد زياتيږي، ايا په خپلو جنگياليو کې دالقاعده غړي لرئ؟!
ځواب: مخکي مي وويل چي القاعده اوس په افغانستان کي فعال او پراخ حضور نه لري، دعراق له جگړي وروسته د القاعدي اکثر غړي له افغانستان نه ووتل. موږ له القاعده اوپه القاعدې پوري مربوط سره هيڅ ډول تنظيمي اړيکي نه لرو، القاعده اوس هم د طالبانو مرسته او ملگرتيا کوي.
١٠ -  پوښتنه : اوباما او کرزى وايى چى دغه جنگ دفوځي ځواک  پواسطه نشو گټلاى ايا هغوى  صحيح وايى؟!
ځواب : ددوى دا خبره سمه ده چي دا جگړه له نظامي لاري نشي گټلى، آيا دتېرو اتو کلنو تجربه دوى دواړو او هر چا ته کافي نه ده چي ووايي: امريکايان دا جگړه له نظامي لاري نشي گټلى؟! خومتأسفانه له دې سره سره هغوى د جگړي پردوام او دبهرنيو فوځونو په لازيات پاته کېدو ټينگار کوي!!
١١ – پوښتنه : د امريکايى ځواکونو دڅوکاله جنگ له مشاهده کولو څخه وروسته تاسو دهغوى له تکتيکونو څخه څه شى زده کړى اودهغوى تر ټولو لويه عملياتى کمزوري څه شى ده ؟!
ځواب: روسي فوځيان دجنگي مورال او انضباط له پلوه تر امريکايانو مخکي ول، ددې بېلگي ډېر لږ تر سترگو کېدې چي يو روسي عسکر دخپل قومندان له حکم نه سرغړاوى وکړي، خو امريکايي عساکر کله چي تر بريد لاندي راشي بې همتي او بې غيرتي کوي او کله چي پرکوم کلي بريد کوي نو ډېر بې رحمه او قسي القلب شي او له هيڅ جنايت نه ډډه نه کوي، دې ته د افغانانو په اصطلاح بې غيرته خوبې رحمه جنگيالى ويل کېږي، په عمومي توگه د امريکايانو د کمزورۍ اساسي موارد دا دي: يوه مضبوطه اومنظمه افغاني ډله نه لري، غله، ملي خائنان، جنگي جنايتکاران او مفسدين ئې را غونډ کړى او د واکمنانو په توگه ئې پر افغانانو مسلط کړي، افغانستان ئې دروسانو او ايرانيانو لپاره فتحه کړى، روس او ايران پلوه ډلي ئې قدرت ته رسولې، مغرور دي، له افغان ولس سره ئې چلند ډېر وحشيانه او رذيلانه دئ، دجگړي لپاره داسي واضح هدف نه لري چي خپل فوځيان او ولس پرې قانع کړي، په جگړي کي هغه وسايل کاروي چي دسترو منظمو فوځونو ترمنځ په جگړو کي کارول کېږي نه په چريکي جنگونو کي، ددوى د بريدونو قربانيان اکثراً عام ولس وي.
١٢ -  پوښتنه : ستاسو په نظر امريکايى ځواکونه، کله زيات کمزورى شوي دي؟!
ځواب: کله چي له خپلو بارکونو وځي، په غرنيو سيمو کي له يوې ساحې بلي ته په وړو وړو قطارونو کي درومي، نو په ډېري آسانۍ سره دمجاهدينو دبريدونو ښکار کېږي، دوى په دې نه دي تانېدلي چي دلارو امنيت تأمين کړي او د لارو په اوږدو کي امنيت پوستې جوړي کړي او دخپلو گزمو او قطارونو امنيت تأمين کړي، روسان  په دې اړه تر دوى ډېر مخکې ول، که دروسانو شمېر او دهغه مهال دجگړې پراخوالي ته په پام سره د امريکايانو او روسانو تلفات سره مقايسه کړو نو ويلى شو چي ددوى تلفات تر روسانو زيات اومخ پر زياتېدو دي، دناټو دفوځونو په زياتېدو سره ددوى تلفات هم زيات شوي، همدا وجه ده چي  دجولاى په مياشت کي ددوى تلفات تر بلي هري مياشتي زيات ول.
١٣-  پوښتنه : ستاسو په نظر ستاسو تر ټولو لويه فوځي لاسته راوړنه د امريکايى ځواکونو په خلاف څه شى دى؟!
ځواب: دمقاومت اته کاله دوام په پرله پسې توگه دمقاومت دلمني پراخېدا، د امريکا نړۍ وال رعب او هيبت ختمول، په نړيواله کچه ددوى په ضددپراخي کرکي او نفرت راولاړېدا، د افغانستان د اشغال محکومول او دفوځونو دايستلو مطالبه زموږ لويي لاس ته راوړني وې.
١٤- پوښتنه : دغه نور گروپونه چى د امريکى او ناټو په خلاف جنگيږي او داښارى خلک دسپر په شکل استعمالوى او خپله دخلکو شاته پټيږي او دماشومانو او ښځو دخوب په ځاى کې وسلې ذخيره کوي  ددوى په اړه ستاسو نظر څه دى؟!
ځواب : دا د امريکايي جنرالانو دروغجن تبليغات دي، هيڅ حقيقت نه لري، د کابل حکومت ئې هم ورسره نه مني، مجاهدين له عام ولس نه سپر نه جوړوي، جبهه يي جنگونه نه کوي، له کليو اودکورونو له منځه پردښمن بريد نه کوي، دچريکي جگړو يوه ځانگړتيا داده چي له مخامخ جگړو ډډه کېږي، مجاهدين هغه مهال پر دښمن بريد کوي چي غافل وي او ددفاع لپاره بندوبست نه لري، پرگزمو، وړو وړو قطارونو په هغه ځاى کي بريد کوي چي له کليو او کورونو لري وي. امريکايي جنرالان پر بې گناه خلکو دوحشيانه اوړندو بمباريو دتوجيه لپاره دا دروغجن تبليغات کوي. که دا هم ومنو چي په ځينو مواردو کي مجاهدين له بريد نه وروسته کوم نږدې کلي ته پناه وړې، آيا دين، مذهب، ديموکراسي او بشري حقوق دوى ته دا اجازه ورکوي چي پرکلي بمباري وکړي اوپه لسهاوو بې گناه ملکيان د درې څلورو مجاهدينو لپاره ووژني؟ آيا مسيح عليه السلام دوى ته همدا ولي؟! ولي دړندو او وحشيانه بمباريو په ځاى کلي نه محاصره کوي او بريد کوونکي نه نيسي؟
١٥-  پوښتنه : دنور امريکايى فوځ دليږلو په هکله تاسو اوباما ته څه پيغام لرئ ؟!
ځواب: زما مشوره اوباما ته دا ده  چي دبش غلطي مه تکراروه، دبش  دجنگي ټيم دهغو جنگ غوښتونکو مشورو ته غوږ مه نيسه چي بش ئې رسوا او سپک کړ او امريکائې له دغو بدو ورځو سره مخامخ کړه، د CHANGE انتخاباتي شعار دي مه هېروه، خو مثبت CHANGE نه خونړى او جنگي CHANGE
١٦-  پوښتنه : ايا تاسو خبر ياستي چې مونږ تيرځل په CBS خبرى چينل باندى ستاسو مرکه خپره کړي وه دهغې مرکى په خپراوي خلکو زمونږ خبريال د امريکا ددښمن په صفت غندلى وو په دې اړه ستاسو نظر څه دى؟!
ځواب : موږ له خبريالانو سره په ښه سلوک باور لرو، کله چي زموږ خوا ته دمرکې لپاره راځي نو دمېلمه په سترګه ورته گورو. حتى که هغوى ددښمن لپاره استخباراتي مأموريت ترسره کوي، که په دې پوه شو چي هغه داستخباراتو غړى دئ نو له مرکې ته ئې نه رابلو.
حکمتيار
افغانستان
٢٦/٤/١٣٨٨