اعتماد څنګه را منځ ته کیږی

 
د ټولنی د وګړو تر منځ اعتماد په لاندی کارونو باندی منځ ته راځی
۱. تل حقیقی اوسیدل: په ټولنی کی چی وګړی تل حقیقی ژوند کوی یعنی کله چی د یو ټولنی ټول وکړی د یو بل سره د حقیقت ویلو په اساس ژوند وکړی نو په یو بل اعتماد پیداکیږی.
۲. څه چی ویل کیږی په هغه عمل وکول شی: په ټولنی کی د اعتماد پیداکولو یوه غوره لار دا ده چی څه وایی او هغه کوی نو په ټولنی کی په خپله د اعتماد وړ ګرځی یعنی په خوله او زړه یو شی و اوسی .
۳. خپلو وعدو ته وفادار اوسیدل : کله چی یو انسان په ټولنی کی خپلی وعدی باندی وفا کوی نو د ټولنی ټول وګړی په هغه شخص اعتماد کوی ځکه چی ده په تیر وخت کی تل په خپلی وعدی وفا کړی یی او هیچا ورڅخه زیان لیدلی نه یی.
۴. ایمانداره پاتی کیدل: ایمانداره په دی معنی چی نه یواځی دا چی رښتیا به وایی بلکه په ظاهر او باطن کی یو ډول انسان باید و اوسی .
۵.تل خپل د زړه د تله خبری کول: کله چی یو انسان څه چی یی په زړه وی او هغه وایی یعنی د هغه د خبرو تر شا د هیچا منافع و نه لیدل شی او یو بی طرفه قضاوت ولری نو هغه شخص د خلکو لپاره د اعتماد وړ ګرځی .
۶. تل نورو وکړو سره مرسته کول: په ټولنی کی چی د یو انسان بل چا ته خیر ورسیږی نو تل نور انسانان په هغه باندی اعتماد کوی .
۷. تل د نورو راز ساتل : په ټولنی کی ډیر ښه انسانان شته خو یواځی په همدی یی خلک نه خوښوی چی د نورو راز نه ساتی او یا هم د یو انسان په غیاب کی غیبت کوی او د هغه راز د بل چا سره شریکوی.
۸. تل د نورو په غم غمجن او په خوشحاله خوشحاله کیدل: ددی جملی به فکر کوم تشریح ته اړتیا نه یی .
۸. وفاداره پاتی کیدل: وفا دا نه چی د یو چا لپاره قربانی ورکړی بلکه د یو چا سره د وعدی کولو نه وروسته په هغی وعدی عمل کول که دی حتی په زیان هم وی .
۹. په خپل احساساتو کنټرول درلودل: کله چی په یوه خبری خفه کیږی باید یو دم عکس العمل وښودل شی بلکه د حوصلی او صبر څخه کار واخیستل شی .
Abu Mohammad “ Hamkar ”