بې وفا يار ته!

غمازان وس كوي، چې مينه مو رسوا كړي ياره
دا دښمنان غواړي چې ما او تا جدا كړي ياره
بيا به زه هم ستا له يارۍ څخه لاس وانخلمه
كه خداى د ټولې دنيا ښكلي ماته راكړي ياره
اې مروره! راشه خپل منځ كې به جوړه وكړو
داسې څوك نشته چې به موږ سره پخلا كړي ياره
اوس به ترې كومې خواته لاړ شم ځاى دتېښتې نشته
اوس خو د مينې دښـمني ټوله دنيا كړي ياره
د سخي جان (وفايار) داسې مستانه غزل دي
د مچلغو سيمه به ټوله په ګډا كړي ياره