غزل

غـــزل محمداسماعيل رحيمي (زرمل وال)
ستوري اخلاص كوي، د مينې په چل مينه كوي
د وړانګو لاس ورغځوي د يو بل مينه كوي
هوښيار ته ټوله دنيا ښه وايي چې كركه كوي
خو لېونى كه دار ته هم ځي خو تل مينه كوي
ستا د ټيكري پيڅكه را ونيسي له تا سره ځي
دا ګرد غبار په تا مين، ستا په پل مينه كوي
داسې خو ډېر دي چې دكاڼوګوزارونه پرې كړي
داسې څوك نشته چې هغه د كابل مينه كوي
د (رحيمي) زړه په څلور طرف جهان مين دى
ستا په بارخو، زنه او خال او وربل مينه كوي