
د خاوند او مېرمني د اړيکو اروا پوهنه:-
نن ورځ ډېری ښځې اومېړونه پدې نه پوهيږي چې د دوي تر مینځ يوه ښه او سمه اړيکه څومره د هغوي پر ژوند ګټورې اغېزې لري.
موږ تاسو ته دلته هغه ګټې در پېژنو کومې چې د مېړه او ښځې تر مینځ د يوې ښې اړیکې له امله رامنځته کيږي.
(۱) د نا کرارۍ کموالی:- څېړنو ښودلې چې د ښځې او مېړه تر مینځ د ښو جنسي اړیکو لرل په لوړه کچه ددې لامل کيږي چې د وينې فشار ښکته، وېره او تشوشات له منځه لاړ شي. پدې څېړنو کې چې د سکاتلند په يوه پوهنتون کې تر سره شوي څېړونکو۲۴ ښځې او ۲۲ نارینه يې اروايي فشار لاندې راوستل. ( هغوي يې دېته اړ کړي ول چې د يوې ډلې خلکو په وړاندې خبرې وکړي) پداسې حال کې چې د هغوي د وينې د فشار اندازه يې هم واخيسته.بلاخره پایلو وښوده کومو کسانو چې مخکې لدې حالت څخه خپلو مېرمنو سره جنسي اړیکې لرلې د اروايي فشار په وړاندې يې تر ټولو ښه عکس العمل ښودلی وه. په بله څېړنيزه برخه کې دا مالومه شوه کوم کسان چې په منظم او دوامداره توګه خپلو مېرمنو سره جنسي اړيکې لري د وينې د فشار دياستولیک برخه يې ټيټيږي. د وينې فشار دوه برخې لري يو جګ او بل ټيټ فشار چې جګ ته يې سیستولیک او ټيټ ته يې دیاستولیک وايي. که چېرې د يوکس د وينې ټيټه برخه ( دياستولیک) له نارمل حد څخه لوړه شي نو پر بدن باندې ناوړه اغېزې لري لکه د زړه ناروغۍ، دماغي سکته، د بډوډو ناروغۍ او داسې نور.
(۲) د دفاعي سيسټم پیاوړتيا:- په اونۍ کې د خپلې مېرمنې سره ۱ يا ۲ ځلي جنسي اړیکه د دې لامل پنامه يوه انتي باډي تولید شي چې دا انتي باډي بدن له (IgA) A کيږي چې په بدن کې د ایمونوګلوبین والګي او ځينو نورو مکروبي امراضو څخه ساتي. ددې مادې د څېړنو په اړه د پنسلوانيا څېړونوکو له درلودونکي ول. وروسته له څېړنو دا څرګنده شوه (IgA) ۱۱۲ کسانو هغه افرازات واخیستل کوم چې د
کومو کسانو چې په اونۍ کې ۱ تر ۲ ځله جنسي اړيکې لرلې د دې انتي باډۍ اندازه پکې ډېره اوچته وه.
(۳) د ورزش پشان اغېزې:- په امريکا کې د جنسي زده کړو د ټولنې متخصصان پدې آند دي چې جنسي اړيکه داسې يو ورزش دی چې هم د جسمي او هم د روحي شرايطو د ښوالي سبب کيږي. دا رابطه د زړه د ښه کارکولو، د توان د زياتوالي، د نظم او برابرۍ لامل کيږي. که چېرې دغه جنسي رابطه ۳۰ دقیقي وخت ونیسي نو ۸۵ کالري انرژي لګوي کيدای شي دا مقدار انرژي د پام وړ نه وي خود وخت په تېريدو سره روغتیا ته ګټه رسوي. د کالرۍ دا لګونه د يو نارمل پلي تلو سره برابر دی.
(۴) د زړه د سيسټم ښه والی:- د انګلیستاني څېړونکو څېړونو په عکس د هغو کسانوچې فکر کوي د جنسي رابطې خوځښتونه د زړه د سکتې لامل کيږي ښودلې چې دا کړنه هيڅ ډول د زړه د سکتې لامل نه کيږي. پدې اړه چې کومې څېړنې شوي او د ( ټولنې اپيدميولوژۍ او روغتيا ) په نشريه کې په چاپ رسېدلي په ۹۱۴ کسانو تر ۲۰ کلونو څېړنه شوي په پايله کې دا جوته شوه چې خپلې مېرمنې سره جنسي اړیکه او د هغه دوام هيڅکله د سکتې لامل نشي کېدای. سره لدې دا هم مالومه شوه چې په اونۍ کې دوه ځله يا ډېرې جنسي رابطې په نارینوو کې د زړه د سکتې له امله مرګونه نيمايي ته را ښکته کوي.
(۵) پخپل نفس د اعتبار زیاتوالی:- په هغو څېړنو کې چې د تګزاس پوهنتون څېړونکو تر سره کړي ۲۳۷ علمي لاملونه يې مېړه او ښځې ته د جنسي اړيکو د دوام لپاره په ګوتو کړي دي. پخپل نفس د اعتبار زیاتوالی او د ځان په وړاندې د ښه احساس لرل يو لدغو لاملونو څخه شمېرل کیږي. آن دا هم ويل شوي که چېرې دا رابطه د ښځې او مېړه تر مينځ د عاشقۍ بڼه ولري نو دارنګه اغېزې نورې هم ډېرې وي.
(۶) ښه حال:- عاشقانه اړيکه، يو پر بل ګرانښت او له ټولو غوره په زړه پورې جنسي اړيکه ستاسو احساس او د بدن ټوليز حالت ته د پام وړ ښه والی وربښي. څېړنو ښودلې هغه کسان چې له ښو جنسي اړيکو برخمن دي د نورو په پرتله ښاد او روغ وي.
(۷) د درد ښه والی:- د اکسي توسين د تولید له امله اندروفین زیاتیږي او درد له منځه ځي. جنسي اړیکه او د اکسی توسين د تولید زیاتوالی د سر درد او هغه دردونه کوم چې د بندونو د التهاب له امله را منځته کيږي له منځه وړي. دا پايله هغه وخت تر لاسه شوه چې کله د اکسي توسين هارمون يې د تنفس له لارې ۴۸ کسانو ته ورکړ او بیا يې د هغوي په لاسونو کې ټپونه جوړ کړل وروسته وليدل شول چې تنفس شوي اکسي توسين د هغوي دردونه نيمايي ته راښکته کړل.
(۸) په نارينوو کې د پروستات د سرطان خطر کموالی:- په آسټرالیا کې د څېړنو په بنسټ داسې ويل کيږي چې په تکراري ډول انزال په ځانګړي ډول د نارينوو د ۲۰ کلنۍ په لسيزه کې د پروستات د سرطان خطر راکموي. د دې څېړنو پايلې د يورولوژي په بين المللي نشریه کې په چاپ رسېدلي دي. پدې نشریه کې راغلي که چېرې يو کس په اونۍ کې ۵ یا ډېر ځله خپلې مېرمنې سره د ۲۰کلنۍ په لسيزه کې جنسي اړيکه ولري نو د سرطان خطره په پروستات کې يو پر درې راښکته کوي.
(۹) په ښځو کې د خاسرې لګن د عضلاتو پياوړتيا:- ورزش او د جنسي اړيکې په ترڅ کې د لګن د عضلاتو خوځښتونه ښځو ته ډېرې ګټې لري. لمړی دا چې جنسي خوند زياتوي، د ادرار د بېواکۍ او د رحم او مثانې له خرابوالي هم مخنيوی کوي. د لګن عضلات ډېری د ولادت ، چاغوالی او د عمر د زياتوالي له کبله ناتوانه کيږي د دې عضلاتو د تقوې په خاطر کولای شئ چې د جنسي اړیکې پر مهال د غه عضلات يووار منقبض ( راټول) او تر دریو حساب وشمېرل شي او بيا خوشې کړل شي( لکه د ادرار د بندولو او خوشې کولو پشان) .
(۱۰) د خوب ښه والی:- د اکسي توسين توليد د خوب د ښه کېدو سبب هم کيږي. او ښه پوره خوب د وينې فشار او د وزن سموالي ته ډېر اړين دی. سره لدې چې هارمونيک اغېزې خوب ښه کوي بلکه د جنسي اړيکې پر مهال خوځښتونه هم د خوب په ښه والي رغنده اغېز لري.