غـــــزل

پېغله يم، افغانه شجاعت كې نوميالۍ يمه
ځكه خو د ژوند په هر پړاؤ كې بريالۍ يمه
دومره مې د تورې په ډګر كې نوم روښانه دى
څومره چې ښكلا د نغري او د چرګۍ يمه
وينو كې پيدا شوم، په بارودو كې رالويه شوم
زه يوه ښه بېلګه د وطن د تراژيدۍ يمه
وخت به راشي، بيا به يو څراغ د رڼاګانو وم
اوس كه د شعور د لارې تته ډېوه ګۍ يمه
نور دې دې انګرېز نظر ته ووايه چې ټيټ اوسي
زه يم د ايوب وريندار او خور د ملالۍ يمه
داسې په دا خپل حسن كې ټوله ټوله ګرځمه
ته وا د پكتيا د دنګو دنګو غرو څېړۍ يمه
وګوره چې شك دې د يقين جامه اوس واغوندي
ستا د محبت په تور روانه تر سولۍ يمه
دا تياره تياره مزل، د ژوند كه مې رڼا نكړ
بيا خو ((مرهوني)) هسې راغلې تر نړۍ يمه
شكريه ((مرهوني)) – پكتيا
++++++++++++++++++++++++++++++++
سپينې واورې!
دا ستا سپين ښكلي لاسونه