
اورینتالیزم یاشرق پیژندنه دټولنیزو علومه هغه برخه ده چې غربی استعمار ته یې د شرقی اولسونو د ښکیل کولو سیاسی وسایل برابر کړل. اورینتالیستانو ته ځکه په سیاسی علومو کې داستعمار مخکښان ویل کیږی چې دوی د شرقی ولسونو چې لویه برخه یې مسلمانان دی ډیره ژوره مطالعه وکړه، د هغوۍ عقاید، دودونه، باورونه,غښتلتیاوی او کمزورتیاوی یې تحلیل کړې او د هغو افرادو پیژندنه یې وکړه چې په ټولنه کې ژورې ریښې او پراخ نفوذ لری او ددوۍ د اهدافو له پاره ګټور تمامیدی شی. دوۍ بیا د خپلوڅیړنو نتیجې د حکومتونو سره شریکې کړې او د مسلمانو د ښکیل کولو له پاره یې تګلارې جوړې کړې. ښکیلاګرو دخپلو پلانونو په عملی کولو کې د ولسونو د دینی عقایدو او قومی جوړښتونو نه ډیره استفاده وکړه. دخلکو په عایدو کې د خرافاتو د داخلولو، د علم د پراختیا او، اقتصادی ودې د مخنیوی له پاره یې د اوسنی ملا صبور په شان ملایان استخدام کړل . همدغه شان یې قومونه د همدغه ملایایو او یو شمیر اخستل شویو مشرانو په وسیله د یو بل په ضد وکارول چې په نتیجه کې مسلمانان د استعمار دام ته ولویدل او تر اوسه جهل، نفاق او غربت په اور کې سوزی. هغو مشرانو چې د دغه حالت نه دخپلو ولسونو د خلاصون او بیدارۍ له پاره مبارزه پیل کړی ددغه ډول ملایانو او اخیستل شویو او تش په نامه قومی مشرانو له خوا د ستونزو سره مخ شوی. د اعلیحضرت غازی امان الله خان په مشرۍ افغانانو وشو کړی چې دداسی یو استعماری قوت نه ازادی ترلاسه کړی چې لمر یې په امپراتورۍ کې غروب نه کاوه. خو اتګریزی استعمار وشو کړی چی د ګوډ ملا په شان ملایانو په کمک د سقاو د زوۍ په شان د یو حرفوی غل او قاتل په وسیله دغه مترقی پاچا د هیواد پریښودو ته مجبور کړی او افغانستان یوځل بیا دجهالت تورو تیارو ته ورګذار کړی. دکفر ټاپه د دغه شان انګریز جوړکړی ملایانو ډیره مؤثره وسیله وه . همدغه شان په ټوله سیمه کې لوۍ استعمارضد شخصیت او علم د پړاختیا مبارز پاچاخان همدغه ملایانو په دی ګناه تکفیر او انګریزی استعمار زندانی کړ چې د افغان ماشومانو د روزنې له پاره یې مدرسې جوړې کړې وی. په سیمه کی د انګریز میراثخور، پاکستان اوس هم دهمدغه طریقو او وسایلو نه کاراخلی . پاکستان وشو کړې چې ددین او مذهبې عقایدو نه په استفاده او دملا صبور په شان ملایانو داستخدام له لارې افغانان په خپلوکې وجنګوی، زموږ سیاسی،اقتصادی او علمی بنیادونه له منځه یوسی او زموږ کلی او ښارونه په وینو رنګ کړی. خو اوس افغانان پو ه دی او په پنجاب کې روزل شویو ملایانو نه غولیږی. ملا صبور نه یوازی دافغانی هویت په تخریب کې بریالې نشو ،بلکې د پنجاب او دخپل ځان په شان ملایانو په ضد یې د افغانانو نفرت را وپاراوه. په دی سربیره یې دیوه مسلمان په تکفیرولو خپل ځان د کفر او منافقت تر حده ورساوه. دخپلو دینی عقایدو دسپیڅلتیا د ساتلو ، دافغانی هویت نه دفاع، خپلو خلکو او هیواد د سرلوړۍ، دخرافاتو د محوې او ملی داقتصاد دتقوی په خاطر باید ټول افغانان فکرونه او لاسونه سره یو کړی او پرینږدی چې د ملاصبور په شان د پنجاب نوکران د دوۍ په مقدساتو او سرنوشت تجارت وکړی.