سپرلي ته!

بيا په دې كلي قافلې راغلې
بيا د سپرلي تازه وږمې راغلې
بيا د شاعر تخيل وموسيده
بيا د غزلو رنګينۍ راغلې
بيا د وطن ناوې سينګاره شوله
بيا يې شين شال په سر راواړولو
بيا به وربل كې سره ګلونه كېږدي
بيا پرې ګلونو سلسلې راغلې
بيا مو د غرو لمنې وپړكيدې
بيا پكې تورې كېږدۍ وښكاريدې
بيا مې د ورك اشنا ديدن وشو
بيا شپانه راغلل او رمې راغلې
بيا هسكو تړو، ګړنګو له سره
بيا آخ د دنګو نښترو له ښاخو
بيا د څېړيو له اغزن څپر نه
بيا د شپېلۍ مستې نغمې راغلې
بيا مو د كلي مازدېګر ښكلى شو
بيا د ګودر غاړې خندا واخېسته
بيا د منګيو ټنګ ټكور پيل شو
بيا پر مينو زلزلې راغلې
بيا مې ياغي باغي مرغان په خولوكې
بيا څنار غېږې ته خځلې راوړې
بيا پكې نوې وداني جوړوي
بيا پكې نوې تلوسې راغلې
بيا به سندرې بلبلان ووايي
بيا به دغه چم سندريز كړي په خېر
بيا اخلاصيار قلم راواخېستلو
بيا يې په خوله كې ترانې راغلې