كه رسنۍ نه واى، په ټولټاكنو کې

كه رسنۍ نه واى، په ټولټاكنو كې به بې كچې ستونزې وې

خپلواكې رسنۍ او ولسواكي هغه  دوه شيان دي، چې يو يې له بل پرته شتون نشي موندلى.
ترڅو چې په داسې يوې ټولنې كې چې د ولسواكې ادعا لري، خپلواكې رسنۍ شتون ونه لري، د دغې ټولنې ادعا يوازې دروغ او اپلتې دي. رسنۍ، چاپي وي او كه برېښناييزې، كولاى شي يوه ټولنه هم د پرمختګ او پوهونې پر لور يوسي او هم كولاى شي چې ټولنه د بدمرغيو، ناخوالو او وروسته پاتې والي پر لور يوسي.
افغانستان چې د طالبانو اسلامي امارت له پرځيدو وروسته د دموكراتيكې ټولنې پر لوري يون كوي، په تېرو كابو اتو كلونو كې نه يوازې دا چې آزادې او خپلواكې رسنۍ هم له چاپي، راډيو، ټلويزون او ان انټرنېټي خپلواكې پاڼې رامنځ ته شوې، بلكې دغو ټولو رسنيو په ډيره چټكتيا سره وده وكړه او په دغو اتو كلونو كې كه د افغانستان په كچه وو او يا هم د سيمې يا نړۍ په كچه ټولو مسايلو او پېښو كې خپله تاريخي او ارزښتناكه ونډه ادا كړې ده.
په تېره بيا د رسنيو دغه ونډه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د سږ كال په ټولټاكنو كې پرته له دې چې د هغوى مثبت يا منفي اړخونه په پام كې ونيسو، ډېر واضح او روښانه وو.
زه نه غواړم د هغو رسنيو په څېر چې تر ټولټاكنو وړاندې، د ټولټاكنو په ترڅ او ان اوس هڅه كوي، چې يوازې د ټولټاكنو منفي اړخونه او كمزورتياوو ته ګوته ونيسي او د خلكو ذهنونه مغشوش كړي، په څېر منفي ټكو ته پام وكړم، بلكې زه يوازې د رسنيو هغه مثبتو ټكو او اړخونو ته اشاره كوم چې لامل شته چې زموږ ولس او هېوادوال ټولټاكنو ته توجه وكړي او نهايتاً په ټولټاكنو كې ګډون وكړي.
د رسنيو تر ټولو ستره ونډه د خلكو هڅول او تشويق كول ټولټاكنو ته وو، ترڅو د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټولټاكنو كې ګډون وكړي. كه خپلواكې او آزادې رسنۍ نه واى نو په غالب ګومان سره په ټولټاكنو كې به د ولس ونډه اخيستل اصلاَ د پام وړ نه واى او له هغې شمېرې چې اوس دي، هم كم واى. دا رسنۍ وې چې ولس يې د ټاكنو په ارزښت پوهاوه او هغوى به يې هڅول چې په ټولټاكنو كې ګډون وكړي.
بله مساله او د پام وړ ټكى چې آزادې او خپلواكې رسنۍ په كې لوى لاس لري، هغه د ټوپك د شپېلۍ پر ځاى د  مناظرې، خبرو اترو او ويناو كلتور ته وده وركول دي.
د ټولټاكنو د كمپاينونو په ترڅ كې شايد په لسګونه مخامخ او مستقيمې مناظرې د سيالو نوماندو تر منځ د بېلابېلو رسنيو څخه خپرې شوې وي. د دې برسېره د سيالو نوماندو د كمپاين د ډلو تر منځ هم ډېر تاوده بحثونه ترسره كېدلى او د نوماندو مخامخ مركې خپرېدلې. د هېواد په تاريخ كې په لومړي ځل ولسمشر چې د ولسمشرۍ نوماند هم و، له خپلو سيالو نوماندو سره يوې ټلويزوني مناظرې ته ولاړ. چې دغه مناظره ډېر په پراخه توګه تر پوښښ لاندې راغله. كه آزادې او خپلواكې رسنۍ نه واى نو د مناظرې دا فرهنګ به ډېر په ګرانه زموږ هېواد ته راغلى واى. همدا رسنۍ وې چې خلكو د نړۍ په كچه د نوماندو مناظرې وليدې چې په هغوى كې د امريكا متحدو ايالتونو ولسمشرۍ ته د نوماندو او د ايران ولسمشرۍ ته د نوماندو مناظرې زموږ په خلكو ډېره اغېزه كړې وه. له همدې كبله د ټولټاكنو د كمپاينونو پر مهال تل د سيالو نوماندو تر منځ د مناظرې غوښتونكي وو، ترڅو د هغوى له كړنلارو څخه خبر شي. د نوماندو مناظرې، مركې، تاوده بحثونه او لفظي شخړې ښايي د دې لامل شوي وي چې خلك وهڅول شي چې په ټولټاكنو كې ګډون وكړي.
بله مساله، چې دا هم په ټولټاكنو كې د خلكو د ګډون لامل شوه، هغه د رسنيو له خوا خلكو ته  د نوماندو ورپېژندل وو. د ولسمشرۍ څوكۍ ته په لومړي سر كې څلورڅلوېښت نوماندي او بيا وروسته يوازې يودېرش نوماندي پاتې شول. په دې ډله كې له يو څو كسانو پرته چې يا په ښه نوم پېژندل كېدل او يا هم په بد نوم، نور زياتره يې اصلاً چا نه پېژندل.
همدا رسنۍ وې چې د دغو نوماندو په اړه يې خلكو ته مالومات وركړل او د هغوى د تېرو كړنو او راتلونكو پلانونو په اړه يې ولس آګاه او خبر كړ. په دې برخه كې د ملي راډيو ټلويزون برسېره د كورنيو او بهرينو آزادو او خپلواكو ټلويزونونو ونډه ډېره زياته وه. هر ټلويزون او هرې راډيو د نوماندو په اړه او له هغوى سره يې مخامخ پروګرامونه لرل چې له لارې يې ولس د هغوى په كړنو، كړنلارو او ان شخصي ژوند خبرول. د ټلويزون او راډيو په ځانګړې توګه راډيو ونډه له دې خاطره د پام وړه وه، ځكه زموږ زياتره هېوادوال نالوستي دي. هغوى نشواى كولاى چې د پوسټرونو، بروشورونو، چاپي رسنيو، انټرنېټي پاڼو  او داسې نورو ليكل شوو لارو څخه د نوماندو په اړه ځان خبر كړي او د ټلويزون په برخه كې د برېښنا نه درلودل لويه ستونزه وه.
اوس چې ټولټاكنې پاې ته رسېدلې، بيا هم د رسنيو ونډه ډېره لويه ده، ځكه په ټاكنو كې د ممكنه درغليو، پايلو، شكايتونو، جوړجاړيو او نورو مواردو كې خلكو ته مالومات وركوي.
البته يو وار بيا بايد ووايو، چې ټولو رسنيو په ټولو مواردو كې مثبته ونډه نه درلوده، ځينې رسنۍ ان اوس هم هڅه كوي چې د ټولټاكنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې يوسي، د خلكو ذهني آرامتيا له منځه يوسي او په دې ډول سره په هېواد كې بحران او شخړو ته لمن ووهي.