همجنس بازي د افغان ټولنې یو تریخ حقیقت

 
پوهنیار شرف الدین عظیمي
Sharaf.azimi@gmail.com
له ادبي اړخه خو نه پوهېږم، چې همجنس بازۍ ته څه وايي، خو له علمي اړخه همجنس بازي له همجنسو سره د جنسي اړیکي په مانا ده، چې په ټولو ادیانو او مذهبونو کې مردوده او رټل شوی عمل دی او په ډېری ټولنو کې د انسانيژوند یوه لویه ښویدنه او خطا ګڼل کېږي او دېرې سختې جزا ګانې ورته ټاکل شوي په اسلامي احکامو کې ماشومانو ته د بند او لویانو ته د مرګ جزا په نظر کې نیول شوې.
څنګه پوه شو او ځنګه ویلی شو چې دا یو فرد همجنس باز؟
همجنس بازان خوښوي چې له خپلو همجنسو سره اړیکي ولري، له هغوی سره ناسته ولاړه وکړي، له هغوی سره مینه وکړي، له هغوی سره واوسي، ګډ کور ورسره ونیسي، بلاکونه نیسي، ځانګړي اصول ځان ته جوړوي او د همجنسو عکسونه په خونو کې ځړوي، خپل ځان هم نورو همجنسو ته ښکاروي یا شو کوي، ډېر غواړي خپل همجنس ته نږدې شي، په مینه او تړاو یا وابسته ګۍ کې یې ډېر افراط لیدل کېږي، خوند ورکوي چې ډېر وخت خپلو همجنسو سره تېر کړي، همجنس بازان یوازې له همجنسو سره په جنسي اړیکو خوښ وي، تل له خپلو همجنسو سره په ډلیز ډول ګرځي او ناسته ولاړه کوي، له خپلو همجنسو سره مجذوبه کېږي او داسې نورې نښې نښانې شته چې موږ پرې پوهېدلی شو او یوه خبره غواړم یادونه یې وکړم او ضرور یې بولم نن سبا چې زه فیسبوک څارم دا ډول ډېرې نښې نښانې وینم چې د دې ډلو د فعالیت کچه په لوړېدو ده.
یو فرد ولې داسې کیږي؟
دوه کاله وړاندې زه یوې افغانې امریکايي کورنۍ په مکروریانو کې میلمه کړی وم موږ په ډېرو مسایلو بحث وکړ د کور یوې ۱۹ کلنې جلۍ راته وویل چې په امریکايي مکتبونو کې يې یو لوست دا وه چې ماشومانو تاسو باید څوک لمس نه کړي، او ښوونکو موږ ته سپارښتنه کوله چې هیڅ چا ته د ځان نزدې کیدو ته اجازه ور نه کړو دا خبره ډېره مرسته کولی شي، او دا کار په امریکا کې د همجنس بازۍ مسالې ته په پام سره شوې چې موږ سره هم مرسته کولی شي او باید له جسمي اړخه ډېر اړیکي ونه لرو او دا یو لامل ګنل شوی، ځینې وختونه له ټولنیز اړخه له خپل همجنس سره ناسته ولاړ عیب نه ګنل کېږي خو مخالف جنس سره بد عمل ګنل کېږي دغه خبره ډېری ښځي په لاشعوري ډول په همجنس بازۍ اخته کوي، په ډلیزو چاپیریالونو کې ژوند لکه زندان، وړکتون، روزنتون، لیلیه، نظامي لیوا ګانې او فرقې، مدرسې او داسې نور ځایونه کله ناکه د دې سبب ګرځي چې هلکان او نجونې یو بل سره یوازې او نزدې شي او په دې ستونزه اخته شي، ډېره ځله کوچنیوالی او د کوچنیوالی ځینې ترخې خاطرې او محرومیتونه هم د دې سبب ګرځي، طلاق، جلا کیدنې، په کورني چاپېریال کې د مینې محرومیت، پرلپسې تاوتریخوالي، د بد پلار او بدې مور شتون او پخوانی شته والی، له مخالف جنس څخه کرکه، ډېر له خویندو او ورونو سره پاتې کیدل، له ځوانانو سره د هغوی د میندو او پلرونو د اړیکو نه شتون، له یو چا سره د امنیت احساسول، د مخالف جنس حمایت او مرستې او داسې نورې خبرې کله ناکله د همجنس بازۍ لامل او انګیزه ګرځي د یادولو وړ ده چې ځينې وخت دا کار د ځینو جنسي ستونزو او ارثي لاملونو له لاسه هم کېږي خو هغه خبره بیا تر یوې کچې د توجیه وړ هم ده او باید درملنه یې وشي خو زموږ موخه ډېره دا کسبي انحرافات دي.
ټولنې ته به یې تهدید څه وي؟
له همجنس سره جنسي اړیکي طبیعي اړیکي نه دي او هغه اشباع او ارضا چې په طبیعي جنسي اړیکه کې شته په دې جنسي اړیکه کې نشته او دا عمل د ارواپوهانو په نظر یو ډول روان تني نارامي رامنځ ته کوي او غیر نورمال جنسي اړیکي یا سکس دی، د زړه د ټکانونو، د زړه په شاوخوا کې دردونه، په ساه ویستلو کې ستونزه، د سردرد، مقعدي او التي درد، عذاب وجدان، د ګناه احساس، د کمزورۍ او برعکس غرور احساس، وېره او ډار، بې قراري او نارامي، د خوب تېښته، د اشتها کمېدنه، فکري ستړیا او په عموي ډول د بدن ستړیا، ټولیزه شرمندګي او بې زړه توب، په اروايي، نورتیک، سایکوز او عقلي زوال اختیه کیدنه، په ټولیز ژوند او چاپېریال کې پاتې راتلل، په ځینو مواردو کې د کورنۍ په غړو تجاوز، مشروع او کورني جنسي او ټولنیز ژوند سره د خدای پاماني، د شهرت، محبوبیت او نوم او نشان له لاسه ورکول، د اروايي کشمکش، شخړو، شرم او حیاه او کله ناکله برعکس پيښو لیدل، پر نفس د اعتماد له لاسه ورکول، په ځان باور نه درلودنه، ډارن کیدل، وحشت پيدا کیدل، د بې ارزښتۍ احساس، سردرګمي احساسول او د عقایدو او مذهبي پوړیو او ستنې د سستېدنو لامل ګرځي او دا ډول ډېرې ستونزې نورې هم شته چې همجنس باز به ورسره ستړی شي او ورته پيدا به شي.
د حل او له دې ستونزې د خلاصون لاره؟
ورزش یوازینۍ ښه لاره ده، که دا ډول افراد په منظم ډول جسمي حرکتونه او ورزش وکړي ډېره مرسته ورسره کولی شي، سالمه تغذیه بله هغه کړنه ده چې موږ سره مرسته کوي ځینې خواړه په ځینو ځوانانو ښه اغیزه نه کوي او له جنسي اړخه یې تحریکوي چې په دې برخه کې باید پام وشي، د کورنۍ د نظام سمون او رغونه یوه بله ښه لاره چې مرسته راسره کولی شي که په کورنۍ کې مینه او محبت شته وي، که درناوی او هڅونه شته  وي او هر څوک په یوه سالمه فضا کې ژوند تېر کړي دا ډول ستونزو باندې نه اخته کېږي په ځانګړي ډول دا خبره هغو میندو او پلرونو ته کوم، کوم چې د بلوغ په سن او پړاو کې زامن او لورګانې لري، بله خبره د خوب د ځای دی، هلکان او نجوڼه باید په داسې یوه ځای کې ویده شي چې تحریکونکي څه لکه عکسونه، انټرنټ، فلمونه او نور همځولي نه وي، هلکان او نجوڼې باید لرې لرې سره ویده شي، نجوڼې هم باید له نجوڼو او هلکان هم باید له هلکان لرې ویده کړی شي، د ځوانانو لوڼو او زامنو وختونه باید په سمو کارونو لکه مطالعه، په کور کې کار او داسې نورو ډک کړل شي، په ځوانانو کې باید مثبت صفتونه وروزل شي، ځوانان باید له مذهبي اړخه پیاوړي او هیلمند کړو، خوب ته یې باید منظم مهالویش جوړ کړو چې له ډېر خوب او له ډېرې ویښ پاتې کیدنې څخه یې مخنیوی وشي، په کورنۍ کې باید د جامو اغوستولو سره احتیاط وکړو او ډېر لوڅ او بربنډ ونه ګرځو، کیدی شي ډېری میندې او پلرونه دا مساله جدي ونه ګني او ووايي چې موږ خو خپل یو خو دا خبره سمه نه ده، که کله ناکه له کومې ستونزې سره مخامخ کېږي باید د ښوونې او روزنې له متخصیصو څخه مرسته وغواړو، د همجن بازۍ ستونزه لږ له ربړو او ستونزو ډکه ده که دغه کړنې او دا ستونزه د یوه ارواپوه په مرسته او مشوره او د هغه له څار لاندې مخ ته لاړه شي ډېره ګټوره بريښي دا خبرې ټولې په عامه افکارو د غور لپاره وشوې که څوک دا ستونزه ولري ستونزه باید له ارواپوه او سکس تراپيست سره شریکه شي او درملنه یې په روغتون کې کیږي موږ یوازې تاسو سره شریک کړی په افغانستان کې د یوې سالمې، پاکې او انساني ټولنې په هیله.