د افغانستان جګړه يوه لويه تيروتنه ، يوه جدي پېښه، يو سترناورين

 د شپيګل  انلاين څخه ژباړه  
ژباړن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ


دتيلو پر ټانکروهوايي بريد دالمان دفاع وزير يې دفاع  ته وتمبوه
د المان  پوځ   له هغه ورسته  په نړيواله کچه  دګوتنيونولاندې راغي کله چې دوی په افغانستان   کې د ناټو څخه  هوايې بريد غوښتنه وکړه . د المان  په دننه کې هم  سختو نيوکو شکل اخیستي دی . اپوزسيون  دفاع وزير  يونګ په دغه خونړې پېښه کې چې ډير خلک په کې وژل شوي دي  ګرم  بولي .  ځکه د کندوز په پېښه کې عام وګړي وژل شوي .  
کندوز برلين ..
دالمان پوځ ناټو ملګري  د خپل  ځان پر وړاندي  هغه مهال ودرول ، کله چې په هوايې بريد کې لسګونه کسان ووژل شول  .  د فرانسې د بهرنيوچارو وزيرښاغلې برنارد کوچنر دغه هوايې بريد يوه لويه تېروتنه وبلله .   په افغانستان کې د ناټو اوامریکايی ځواکونو عمومي قومندان  سټَنلي مک کرسټل هم دپېښې سیمې ته ورغې او دپېښې له قربانیانو سره وکتل ، ده هم ومنل چې دې پېښه کې ملکیان  ټپیان شوي دي .
مک کرسټل په کندوز کې   ډلیزورسنيو کانفرانس ته  د يوې  جدې پېښې  خبر ورکړ . دة زیاته کړه چې  دا پېښه زموږ لپاره يوه ازموينه ده، ناټو بايد وښيې چې   موږ د افغانانو د ژوند دساتلو جوګه  يو. ما ته دا ډيره مهمه ده  چې موږ دا په ریښتیا کې هم  ثابته کړو . . ديوقوماندان په حیث ماته دافغانانو ساتلو او ژغورنی نه بل هیڅ شی مهم نه دی .  
مک کرسټل دشنبه په ورځ  د کندوز هغه سیمې  ته ورغې چې  هوايې بريد پرې شوي وو،  ده  غوښتل چې خپله پېښه وګوري  ورسره يې له يو  سیمه یزه روغتون څخه هم ليدنه وکړه چې په هغه کې د ټپیانو درملنه کيده. . هغه د دې پېښې له يوه لس کلن ټپي ماشوم سره هم خبرې وکړې چې سخت سوځېدلی وو. کله چې دة  ټول حالات  وڅیړل هغه ته ثابته شوه چې د بمباري شويو ټانکرونوپه ځای کې ګڼ شمېرملکیان هم ټپیان شوي او ده ليدلي دي  . جنرال مک کرسټل  ونه ويل چې ملکیان په دغه پېښه کې وژل شوي دي .
 د المان د فاع وزير فرانس يوزف يونګ سره له دې يو ځل  بیا ، بيلد ورځپانې ،  ته  وويل،  چې هېچ بې ګناه ملکیان نه دي وژل شوي .کوم مالومات چې ماته تر اوسه رسيدلې دي  د امریکايې ديوې جیټ الوتکې بريد په ترڅ کې يواځې   طالب ترهګر وژل شوي دي . ورسته بیا د پلټنې عملیاتو په ترڅ کې زموږ  سرتيرو باندې  بیا بريد  تر سره شواو هلته  سوځيدلې وسلې زموږ  لاس ته راغلي .
دومره ډير د  سون  توکې د ترهګرو په لاس کې
يونګ د المان په دولتي ټلویزيون کې وويل ،، د تېلو دغه دوه ټانکرونه چې طالبانو تښتولي وو، په سيمه کې د جرمنىانو يوه نژدې مرکز ته لوى گواښ و . له همدی امله موږ ته يو ثابت ګواښ وه، که  طالبانو ته دغه دوه ټانکر  په لاس ورغلې وی .  دازموږ سرتيرو ته د يو لوی ګواښ  په مانا وه .
ديونګ نه  دالمان پوځ لوی درستیز ښاغلی کيرش  هم لنګه وکړه . دومره ډير دسون توکې د ترهګرو په لاس کې  يوه خطرناکې وسلې  ده ، له همدی امله قوماندان مجبور وه چې عملیات وکړي .
په افغانستان کې د ناټو سرمشریزې  له خوا ويل کيده چې هېچ څوک د يونګ له بیړنې وينا څخه خوشخاله نه دي .  د پېښې  له څیړلو څخه مخکې کله  چې سړی  داسي ويناوي  اوري حيران شي . د دفاع وزارت په وينا د جمعه په ورځ د المان  وسلوال پوځ   له ناټو څخه د هوايې بريد مرسته غوښتنه  هغه مهال وکړه . کله چې طالبانو د تيلو  دوه ټانکر وتښتول . تر څو  پر د المانې سرتيرو د ځانمرګې بريد مخه ډب کړي . دغه هوايې بريد د امریکايې جیټ الوتکې ترسره کړو . د  المانې پوځ  په وينا يواځې    ۵۷  مخالفين وژل شوي دي .  د کندوز والي زياتوي تر اوسه پلټنو ښوولې، چې په بريد کې ۷۲ میړه  وژل شوي چې  ۳۰  میړه  په کې مخالیفن تثبیت شوی دي .
اروپايې ملګرو  ډيره خواښينې ښکاره کړي ده
نور اروپايې هيوادنوهم سختو نيوکي کړي دي . د ایتالیا بهرنيوچارو وزيرښاغلې  فرانکو او د لوکزامبورګ بهرنيو چارو وزير جان اصلبورن په ګده سره وويل ، دغه عمل  ته هېڅ اجازه نه وه چې ترسره شي . جان اصلبورن زیاته وي،  زه نه پوهیزمه  چې څنګه په اسانه او زر پر خلکو  باندې بمونه غورځول کیږي .که څه هم يوبې ګناه ملکې سړی د قربانیانو په منځ  کې وي . هو دا يو عمل  وه چې هېڅ اجازه نه وه چې ترسره شي . د هسپانيه لومړې وزير ښاغلې جو لویز غودرسګویز   څپتيرو وويل ، د غه بريد په هېڅ ډول  د منلو وړ  نه  دي  .
د اروپايي اتحاديې د بهرنيواړیکو کمیشنرې بينیتا فيرورو والدنر د کندوز  پېښه يو ستر ناورين  و بللو او د هغې په هکله يې د فوري تحقیقاتو غوښتنه وکړه .
د پودسدم  ښار  لويه څارنوالې د پېښې په اړه  له  مسوول  المانې قوماندان څخه پلټنې پيل کوي ، د پېښې په اړه مسوول لوی څارنوال  هينرش يونکر وويل . دلته احتمالأ د  قتل جرم  ترسره شوي  دی چې  په هکله  يو ابتدايې شک موجود دی . 
د ایف دې پې ګوند سیاستوال هوف وايې ،زه هېڅ تصور نه شم کولې چې د هوايې بريد په اړه پریکړه يواځې هلته په سیمه کې شوی وي . موږ مجبور يو سیاسي مسوولیت دلته په المان کې هم ونوموو.
 افغان ولسمشر حامد کرزي  وويل،  نژدی ۹۰ کسان وژل شوي دي،  چې د ولسي وګړو وژنه هېڅ د منلو وړ نه ده . د عمر خيل کلې قومي  مشرانو  تر ۱۵۰ بې ګناه ملکیانو وژل کيدو خبر ور کړ . يو خبریال په سیمه کې ۶۰ تازه قبرونه ګنلي دي .
د هيواد په دننه کې د سختو نيوکو لړې دوام لري
د المان بهرنيو چارو وزير فرانک والتر اشتاينماير د پېښې په اړه د  رڼې پلتنې  په څنګ کې وويل د ترهګرو پر وړاندی  پریکنده عمل  بايد وشي او ورسره ټولې هغه چارې ترسره شي چې په کې د بې ګناه ملکیانو له قربانيو څخه ډده وشي . د ایف دې پې ګوند سیاستوال د المان  افغانستان  عملیاتو  په اړه د يوې معقولې مناظرې  غوښتنه وکړه . ځکه چې يوه جګړه روانه ده . د کين ګوند مشر ښاغلې ګیزي وويل ، د ملکیانو وژنه د المان پوځ  په امر  د ناټو هوايې بريدپه ترڅ کې  په هېڅ ډول حقوقې دفاع ترې نه شي  کيداي .
د شنو ګوند مشر تریتين  د  ميرمن چانصلر  ميرکل څخه  وغوښتل،  د افغانانو څخه  د ټول ناټو تړن په نامه بښنه وغواړئ  . دې په  نيوکه کې وايې ،  د ميرمن  ميرکل حکومت   د امریکې متحده ایالاتو څخه په نوې استرتیزې د ملکیانو ساتنه  غوښتنه کړي وه ، دا حکومت  به بیا د بمباريو  غوښتنه څنګه  کوي .
د يوانستیتوت   له خوا يوه  ټول پښتنې دالمان پوځ په اړه  ترسره شوي ده، ډير  جرمنیان  په هندوکش کې د دایمې  پاتې کيدو مخالف دي . ۴۵ په سلو کې د فوري وتلو پلوې کوي  او ۲۶ په سلو کې د يوه یا دوه کلونو په منځه کې د وتلو غوښتنه وکړه . 
د المان  پخوانې چانصلر  شخويدر د وتلو ستراتیژې غوښتنه وکړه
يوه ورځ ورسته د ناټو مرګونې هوايې بريد څخه د شنبې  په ورځ  د المان پر پوځ بیا يو ځانمرګې بريد ترسره شو .په دغه بريد کې پنڅه سرتيري  او يو ژباړن ټپیان  شول . دغه بريد پنځه کيلومتره د کندوز شمال خوا ته  ترسره شو . د افغانستان په سويل کې يو پولڼدې سرتيرې ووژل  شواو پنځه نور ټپیان شول، کله چې د دوی موټر لاندې يو بم وچاوديد  . دغه خبر په وارسا کې د دفاع وزارت له خوا هم تاېيد شو .
 دالمان پخوانې چانصلر  شخويدر وويل ، په افغانستان کې  د المان ماموریت  په راتلونکې پنځه کالونو کې بايد خلاص شي . د نړيوالې سوله ساتو ځواکونو ماموریت بايد ورو ورو  پای ته ورسیږي . سړی بايد ښاغلې  کرزې ته  په ډاګه ووايې چې  ته مجيور يې په راتلونکې پنځه کلونو کې په خپلو پښو ودريېږې . تاسو نوره نه شوکولې چې په نورو باندې حساب وکړي .                                                                                                                                                      په ۲۰۱۵ کال کې  بايدد نړيوالې ټولنې  خپل سرتيرې له افغانستان څخه وباسي . شخويدر زیاته کړه موږ  ته د وتلو يو تاریخ  په کار دی .
د بهرنيوچارو وزير ښاغلې  فرانک والتر اشتاينماير په تيره اونۍ کې وويل ، دی په دې لټه کې دی چې  دافغانستان څخه  د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو لپاره   د وتلو  يوموثق پلان  طرحه کړي . دا طرحه به دلسګونو کالونو لپاره نه وي  .