له جنرال دوستم سره مرکه

 
يادونه: له جنرال دوستم سره د لاندينۍ مرکې دري بڼه د جنبش ملي ګوند په وېبپاڼه کې خپره شوې،د خپرونکو په خبره يې دوستم سره دا مرکه د ترکيې تورک ټايم خپرونې کړې،اوله ترکۍ ژبې څخه ډاکټر عبدالله رحيمي په دري ژبه ژباړلې،دا چې دا خبره رېښتيا ده او کنه؟او که ده نو مرکه د کومې موخې لپاره شوې؟پکې ورکړل شوي ځوابونه کومې موخې،څومره رېښتيا او څه پيغام له ځانه سره لري؟د دغو موخو د په ډاګه کولو لپاره ما هم دغه مرکه پښتو ته وژباړله او هيله من چې درانه حق پالونکي قلموال به مو په دې اړه خپل نظرونه،تبصرې او ځوابونه وليکي.
په همدې هيله!
ارشادرغاند
http://raghanad.blogfa.com/
تورك تايم:يو شمېر ډلې او امريکايي او لويديزې رسنۍ وخت،ناوخت ستاسو پر ضد ځينې راپورونه خپروي،ستاسو په اند د دې لامل څه دى؟
دوستم:که په پوره توګه مو پام وي،داسې رپوټونه په ټاکلو او حساسو وختونو کې خپريږي،او هر کله داسې ليکنې نه ترسترګو کېږي،کله چې ما د ولسمشرۍ لومړنيو ټاکنو کې ځان نوماند کړ،کورنيو او بهرنيو رسنيو مې پر ضد منفي تبليغات پيل کړل،او کله چې مې په دويم ځلي ټاکنو کې د حامد کرزي له نوماندۍ ملاتړ اعلان کړ نو بيا هم سياسي مخالفينو مې فعاله او دا تبليغات يې وکړل.
تورك تايم : آيا ستاسې په اند منفي تبليغات په ځانګړو وختونو کې پياوړي کېږي؟
 جنرال دوستم :هو!تاسې رېښتياوويل،دا تبليغات له څو کلنو تېرو جګړو سره چې اصلا واقعيت نه لري،تړل کېږي،موږ په کراتو په دې مسايلو پوره مالومات ورکړي او د امريکاد واکدارو چارواکو په ملتيا مو رد کړي خو بيا هم دې مسايلو ته د ځينو موخو لپاره لمن وهل کېږي.
تورك تايم : ستاسې مخالفين کړاى شي چې په دې تبليغاتو سره خپلې ټاکلې موخې ترلاسه کړي؟
 جنرال دوستم :موږ په افغانستان کې نن د ملي يووالي بيارغونې ته اړتيا لرو،په دې ناورينزو شېبو کې داسې تبليغات کړاى شي د دې يووالي پر بيارغونې ناسم اغېز وکړي او همدا شان کېداى شي له دې تبليغاتو زموږ دښمنان ناسمه ګټه واخلي،د ترهګرو مورال لوړ شي او پر ناټو ځواکونو به يې د بريدونو په ډېريدو سره د هېواد امنيتي وضعيت له ناوريجن شي،موږ له داسې دسيسو سره روږدي شوي يو،ټول پوهېږي چې د داسې،بياځلي شايعاتو خپرول يوازې او يوازې سياسي موخې ترشالري.
زه په ځغرده وايم چې زه کولاى شي طالبان او القاعده ډله له هېواده ورک کړم.
تورك تايم : د ١٣٨٨ لمريز کال په ټاکنو کې ستاسې ګوند د کرزي ملاتړ وکړ،له رسنيو مو اورېدلي چې تاسې په دولت کې د کوم وزارت غوښتونکى نه ياست،د دې لامل څه دى؟
جنرال دوستم : زموږ ونډه له دې وړاندې ټاکنو کې ښه ډېره او اغېزناکه وه،زما موخه د داسې خبرو له يادولو څخه دا نه ده چې ګواکې موږ وزارت غواړو البته موږ يو پياوړى ګوند او تجربه لرونکي کدرونه لرو ،چې په هره دولتي برخه کې دکار ښه وړتيا لري.زه خپله يو له تجربه لرونکو جنرالانو څخه يم،خپل هېواد او ملت ښه پېژنم او له ټولو نظامي تکتيکونو سره اشنايي لرم له همدې امله غواړم چې د خپلو خلکو د سوکالۍ په موخه د امريکايي او ناټو ځواکونو سره،اوږه،په اوږه د طالبانو او القاعده ډلې پر ضد مبارزه وکړم،امريکايان او ناټو بايد زما له نظامي تجربو ګټه واخلي،زه يې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د هرې دندې ترسره کولو ته حاضريم او دا کار خپل فرض ګڼمه.
تورك تايم :چې داسې ده نو امريکا او ناټو ولې له تاسو ګټه نه اخلي؟
 جنرال دوستم :د يوې مسلې چې زه بايد منښته وکړم ،دا ده چې موږ د خپل ګوند له بنسټ اېښودنې راهيسې پخپلو تشکيلاتو کې ځينې ستونزې لرلې او له دې امله مو ونه شو کړاى شي چې خپلې سياسي هڅې په افغانستان او له افغانستانه بهر انعکاس کړو،په داسې حال کې چې ګوند مو ډېرې لاسته راوړنې لرلې،د بېلګې په ډول د کمونېستي رژېم او د ترهګرو پر وړاندې زموږه تاريخي مبارزې.
 خو زموږ سياسي رقيبانو دغه حقايق په ناسمه او نابنسټه توګه د امريکا متحده ايالاتو او ناټو په واک کې ورکړي،زموږګوند يانې جنبش ملي اسلامي افغانستان لومړنى ګوند و چې خپله کنګره يې په يوه خپلواکه او ديموکراتيکه فضا کې جوړه او پر هېواد والو د ديموکراسۍ زېرى وکړ،د خلکو د بايللي کولتور بيارغونه،د ښځو د حقونو ورکړه او همدا شان د جنبش جوانان افغانستان په نامه د ځوانانو د لومړني او تر ټولو پراخ ټولنيز سازمان جوړول زموږ د ګوند له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.موږ يوازې ونه کړاى شول چې دا مسايل د افغانستان دخلکو او نړۍ تر غوږونو ورسوو،زه هيله من يم چې د ټاکنو تر ترسره کېدو وروسته يو نوى پړاو رامنځته او موږ پکې د خپل ګوند شته نېمګړتياوې له منځه يوسو.بله خبره چې بايد وکړم په ترکيه کې زما د استوګنې پر منهال په افغانستان کې طالبان او القاعده ډله پياوړي شوي دي.
 تورك تايم :کولاى شئ د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د طالبانو او القاعده ډلې د موقف په اړه راته څه ووايئ؟
جنرال دوستم:کله چې زه په ترکيه کې وم،طالبان او القاعده په شمالي او شمال لويديزو ولايتونو کې پياوړي شوي دي او د بغلان،کندوز،تخار،جوزجان او فارياب امنيتي وضعيت يې کړکېچن کړى دى،په شمال کې د دغو ډلو ډېرى فعاله شوي غړي د ګاونډي هېواد ازبکستان وګړي دي  که د ټاکنو پايلې زموږ د خوښې کانديد يانې حامد کرزى ګټونکى وښيى نو هغه مهال به زه خپلې دندې ته دوام ورکړم،هغه وخت به طالبان او القاعده دې ته اړ شي چې يا له دغو سيمو تېښته وکړي او يا به د دولت له شديدې مقابلې سره مخامخ شي.طالبان اوالقاعده جنرال دوستم ډېر ښه پېژني،ما دغو ډلو ته خپله پياوړتيا په کراتو،کراتو په ډاګه کړې.
تورك تايم :  له ټاکنو وروسته به ستاسو اساسي موخه څه وي؟
جنرال دوستم : په لومړي ګام کې د امنيت ټينګښت او د افغانستان د خلکو سوکالي  چې په هېواد دننه او له هېواده بهر د ترهګرو د رېښو په له منځه وړلو سره ترسره  کېداى شي.
تورك تايم : موږ پوهېږو چې د ترکيې له دولت سره مو اړيکې ډېرې ښې اودوستانه دي ،په دې حساسو شېبو کې مو له دغه دولته غوښتنې څه دي؟.
جنرال دوستم : ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې د ترکيې دولت د افغانستان او نورو سيمه ييز هېوادونو په سياسي،ټولنيزو او کولتوري مسايلو کې پوره اغېز لري،د ترکيې اړيکې د افغانستان او پاکستان دولتونو سره هم څرګندې دي،د ترکيې دولت بايد له دغه حالته  پوره ګټه واخلي او  په دغو مسايلو کې د کارپوهو دپلوماتانو په  ګومارلو سره خپله بنسټيزه ونډه ترسره کړي،د افغانستان او ترکيې د اړيکو پول د مصطفى كمال اتاترك او امير امان الله خان د واکمنۍ پر مهال اېښودل شوى،په افغانستان کې  پر ترکي وګړو سربېره پښتانه،تاجيکان،هزاره ګان او نور ټول د ترکيې خلکو او دولت ته په ډېر احترام قايله دي،د ټولو مليتونو پر وړاندې د ترکيې د دولت عادلانه چلن،په افغانستان کې يې پوره خدمتونه،د ښوونځيو او روغتونونو رغول او دې ته ورته چارو له ترکيې سره د افغانانو اړيکې څو چنده زياتې کړي دي،همدا شان د ايساف ځواکونو په چوکاټ کې د ترکي ځواکونو خدمتونو زموږ د خلکو په زړونو کې ځاى نيولى او زه د افغانستان د ملت په استازولۍ د ترکيې له خلکو او دولت څخه مننه کوم.
تورك تايم : په ترکيه کې دخپلې استوګنې پر مهال مو د ترکيې د خلکواو دولت دوستي حس کړې ده ؟
جنرال دوستم : ډېر زيات،کله چې مې ترکيه کې درملنه کېده،ټولو سياستوالو راسره اړيکې لرلې،زه غواړم يو ځل بيا د ترکيې له لومړي وزير ښاغلي طيب اردوغان او د بهرنيو چارو له وزير ښاغلي احمد داود اوغلو څخه مننه وکړم.زه د دوى د احسان پوروړى يم.
--------------------------------------------------------------------------------
تورك تايم : څنګه منندوى يې ياست؟آيا يو ترکي وګړي نه شي کولاى چې په درملنه کې مو مرسته وکړي؟
جنرال دوستم :دا خبره دومره وړه نه ده،د اردوغان اغېزناک سياست ماته  مرحوم تورگوت اوزال را په ياد کړ،هغه زما په شان خلکو يانې ((ايلچي بيګ))،((دودايوف ))او تركمن باشي  څخه پوره ننګه کوله،موږ څو حق غوښتونکي اوس د ښاغلي اردوغان په واکمنۍ کې دلته يو،موږه د ښاغليو اردوغان او اوغلو چلن او سلوک ډېر حيران کړو،ترکان کله هم د اردوغان ملاتړ او ننګه نه شسي هېرولاى په ځانګړې توګه زما خو به هېڅکله هېر نه شي.
طلعت آتيلا / تورك تايم