
« باید د جګړې په ترڅ کی ملکي تآسیسات او ملکي خلکوته تاوان ونه رسیږي .»
نوموړي فورمول ته زیاتره د ۱۹ پیړۍ په پیل کې د نړیوالو قوانینو له خوآ پام راواړول شو .
د لاهې دوهم کانوانسیون ( ۱۸۹۹ م ) او د هغه په تبعیت د ۱۹۷۷ م ضمیموي پروتوکول ( د دوهم پروتوکول لمړۍ ماده ) د جګړې په بهیر کې ، ملکي کسان تر ساتنې لاندې نیسي .
د ۱۹۷۷ م پروتوکول ، د بشر د حقونو اساسي ټکی د هغې جملې نه د ملکي خلکو ساتنه ، د جګړې په مختلفو ډولونو باندې ( ځمکه ، سمندر او هوا ) د تطبیق وړ بولي .
د ملګرو ملتونو موسسه ( م ، م ، م ) له خپل تاسیس نه وروسته پدې باندې موافقه وکړه چې د سولې په ماموریتونو کې د لاهې د کانوانسیون ( ۱۸۹۹ م ) روحیه تر اجرآ لاندې ونیسي .
د جینوآ څلورم کانوانسیون ( ۱۹۴۹ م ) په خپل ۴۸ ماده کې وایي : « د جګړې اړخونه باید د نظامي او ملکي تاسیساتو او افرادو تر منځ توپیر وکړي او د جنګي عملیاتو موخه باید نظامي تاسيسات او افراد وي . »
د جینوآ په کانوانسیون کی په ۱۹۷۷ م کې نوي احکام ورزیات شول .
په هیواد کې ۸ کاله جګړه موږ ته یو تریخ واقعیت په ګوته کوي : یعنی د نړیوال نظامي ائتلاف له خوآ په ملکي خلکو باندې « اقتضایي ارادي » بریدونه چې د نړیوالو قوانینو نه د سرغړونې په ترڅ کې ترسره کیږي د جګړې د عمومي ستراتېژۍ تکتیکي برخه ده . په بل عبارت په افغانستان کی په ملکي خلکو باندې د ناټو ګوزارونه د جګړه ایزې عمومي ستراتېژۍ پر بنسټ باندې تنظیم شویدې چې د هغه موخه د ملکي وګړیو په منځ کې ویره اچول دي . تر څو چې عامه ولس د مقاومت د غړیو د هرکلي او میلمه پالنې جرآت ونکړي . د خلکو په منځ کې د وسله وال مقاومت لازیات نفوذ د نوموړې ستراتېژۍ بطلان ثابتوي .
له دې کبله د عزیز آباد ، بالابلوک او په وروستيو ورځو کې په کندز کې ( د سپتامبر ۳ مه د ۲۰۰۹ م کال) په ملکي کسانو باندې د یرغلګرو ځواکونو جنایت کارانه برید د جنګي پروګرام له مخې تر سره کیږي .
د جینوآ د ۱۹۴۹ م کانوانسیون ضمیموۍ پروتوکول ( د ۱۹۷۷ م لمړی پروتوکول ) هغه نظامي عملیات په کلکه غندي چې موخه یې د ملکي کسانو په منځ کې د ( ترور او وحشت ) فضآ رامنځته کول وي .
لمړی پروتوکول په خپله ۵۱ ماده کې ( څلورمه فقره ) وایي : « هغه بریدونه چې اصلي موخه یې « بې له تشخیص او تمایز نه » د ترور فضآ راوستل او د خلکو نه غچ اخیستنه وي ممنوع شمیرل کیږي » .
د کندز په پیښه کی د ۳ مراجعو مسئولیت مطرح کیدای شي :
ــ د ناټو ځواک چې غړي یې د بین المللی قوانینو یو اړخ جوړوي او په غیر مستقیمه توګه د افغانستان اداره په لاس کی لري .
ــ د م ، م ، م چې ژمنه لري د سولی په ماموریت کی د لاهې کانوانسیون ( ۱۸۹۹ م) روحیی ته احترام ولري او په ځانګړې توګه په جګړه کې د ملکي خلکو ساتنه وکړي
م ، م هر کال د یوې پریکړې په صادرولو سره په افغانستان کی د ناټو په اصطلاح د سولې ماموریت ( ؟ ؟ ! ) اوږدوي . له دې کبله ویلی شو چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د هر جنایت تر شآ م ، م قرار لري . یعنی جنایت د م ، م تر بیرغ لاندې تر سره کیږي .
ــ د کابل ګوډاګی حکومت چې د نافذ اساسي قانون له مخې د خلکو د ښمني او ځان د ساتنی دنده په غاړه لري .
ــ د مېډیا د راپور له مخې په کندز کې د بمباریو غوښتنې د یو آلماني افسر له خوآ شویدي . د دې نه څرګندیږي چې :
آلمان د خپل دودیز سوله ایز نړیوال سیاست سره خلاف چې په اساسي قانون کې يې غبرګون موندلی د افغانانو په ضد په جګړه کې په « نیغه » توګه ورننوتلی دی او د ترسره شوي جنایت یو اړخ جوړوي.
د کندز په پيښه کې یو وار بیا پښتانه په یو بل جغرافیایی موقعیت کې د نظامي عملیاتو چې د ډله ایزې وژنې نښې نښانې لري ښکار شویدي . مختلف سوالونه راپورته کیږي :
۱ــ آیا پیښه د هغې عام وژنې ( ژنوساید ) پورې تړلې ده چې په ترڅ کې یې د ۸ کلونو راهیسې پښتانه کله په فزیکي لحاظ ( قوم وژنه په لیلی دښته کې د ۳۵۰۰ تنه طالبانو د شهادت نه پیل کیږي او تر اوسه پورې په جنوبي سیمو کې د نظامي عملیاتو د لړۍ د استمرار له کبله دوام لرې) او کله په سیاسي لحاظ ( په جنوبي سیمو کې د ناامنو حالاتو سره سره د انتخاباتو دایرول ) د افغانستان د سیاسي صحنې نه د حذف کیدو ملعبت ګرځیدلی دی ؟
( د یادونې وړ دي چې په وروستیو وختو کې په سیمه کې پاکستان چې په افغانستان کې د سولې د داعیې د تحقق په مقصد مهم رول لوبولی شي ، د ځانګړو لاملونو له کبله د پښتنو په ځپلو کې له ناټو سره ګډ دریز نیولی دی ) .
۲ــ د افغانستان په شمالي سیمو کې د پښتنو د نفوس او نفوذ کمزورتیا په سیمه کې د نظامي ائتلاف د ژیوپولتیک پلان سره څومره اړخ لګوی ؟
د مطرح شويو سوالونو ځواب هر څه چې وي ، واقعیت دا دی چې د ۸ کلونو په موده کې سیاسي فعالین د سولې د شعارونو له لارې او وسله وال مقاومت د جګړې په واسطه سره په جلا ډول ونتوانیدل چې نړیوال نظامي ائتلاف د وسله والو مخالفینو سره سولې ته اړ کړي . د دې وخت رسیدلی چې وسله وال قهر آمیز جهاد د سوله ایز سیاسي مقاومت سره په یو ځای کیدو کې ، یو پیاوړی سیاسي ځواک جوړ شي چې الزامآ په سیاسي معادلاتو کې د فشار د حربې په توګه د محاسبې وړ وي .
د سولې استقرار دا ایجابوي چې وسله وال مقاومت د جګړې په ساحه کې د خپلو لاس ته راوړنو له ساتنې سره سیاسي کار وکړي . « و من اله التوفیق » فرانسه ، د سپتامبر ۶ ، ۲۰۰۹ م کال