په ښځو کې د سينې د سرطا ن نا روغي


د ا نا روغي په ټوله نړۍ کې هرکا ل د زرګونوا نسا نا نوژوند اخلي چې په ښځواو نا رینه ووکې منځته را تلای شي ، خوپه نارینه وو کې یی پیښي ډ یري کمي لید ل کیږي ،  اما د وروسته پاتې هیوادونو په پرتله یی په پرمختللوهیوا دونو کې پیښي ډ یري لید ل شوید ي خو د مړینې پیښې یې بیا په بیوزله ټولنو کې ډیري دي، له  بده مرغه زموږ په هیواد کې یی پیښي د تیرو کلونو په پرتله زیا تي شو ید ي خو د ا چې د دي ناروغۍ د څیړنې په موخه یو ملي څیړنیز مرکز یا انسټیټیوټ نشته نو کره پیښي یی د ا ړوند و ا د ا رو سره په لاس کې نشته خو د کلینکي تجربو له مخي د ا سې ښکا ري چې پدې وروستیو لسو کلونو کې یې  پیښي زیا تې شویدي ، چې په لاملونو به یی وروسته خبري وکړو . د امریکا د سرطان د څیړنو د ملي انسټیټیوټ د شمیرو پر بنسټ  په ۲۰۱۴ ز کال  د امریکا په متحدو ایا لا تو کې نیږدي ۲۳۲۶۷۰ نوي پیښي په  ښځو کې چې لدي شمیرو څخه  یې ۴۰۰۰۰ د مړیني پیښي ، او ۲۳۶۰ نوي  پیښي په نارینه وو کې چې ۴۳۰ د مړینې پیښې یې له ځانه سره لرلې ولیدل شوي ، او یوه بله څیړنه چې په ۲۰۱۲ ز کال کې شویده  ښیي چې په ۲۰۱۲ ز کا ل په ټوله نړۍ  کې  نیږدي ۱.۶۸ میلیونه  ښځي پدې  نا روغۍ ا خته وې  چې لدي ډ لي یې ۵۲۲۰۰۰ د مړیني پیښي درلودې ، نوي څیړني څرګندوي چې په تور پوستو کې د سينو د سرطان  پیښي د نورو نژا د ونو په پرتله ډیروا لی  ښیي ا و د ا ناروغي  په ۵۵-۶۴ کلنو ښځو کې ډیره  لید ل شویده.
د دې ناروغۍ نښي نښا ني !                                                                                                                                                        
۱-  په تي کې دغوټي پید ا کیدل : د تي د سرطا ن له مهمو نښو څخه  شمیرل کیږي چي عموماٌ له درد سره یو ځاي نه وي نو له همدې کبله نا روغ  ډاکټر ته د تګ ا ړتیا نه ا حسا سوي خو د غوټې د لمسولو په مها ل به د ا غوټه نا منظمه  ا و په خوځولو سره به ګرځنده  نه وي ا و ډ یری وخت به له ټینګولو سره د رد کوي نو ځکه  با ید د معا ینې  په مها ل د ډاکټر لخوا د لاس  پوا سطه په ځیر سره معا ینه ا و ټولې خوا ووې یی با ید په ځیرسره لمس شي چې له د قیق تشخیص سره ډ یره مرسته کولای شي.
۲-  د تي د څوکې د ننې خوا ته ننوتل : د ا هم د سیني د سرطا ن له مهمو نښو څخه شمیرل کیږې چي ډ یری وخت ورسره د تي غټید ل ا ود تي له څوکي څخه د ما یعا تورا تلل چي کله کله د شید و رنګه ا فرازا تو په بڼه له تي څخه د با ند ې را وځي خو په ډ یر وصفي ډول کي د همدې برخي پوستکی د نا رنج د پوستکي په څیرژیړ ا و ګونځي وي چي د معا یني په مها ل با ید په پام  کې ونیول شي.
۳-  د سينود ګزکي کید وپه څیر نښي : چې دې ډ ول ته یی Inflammatory Breast Cancer هم و ا یي چي ډ یری وخت د سینې د ا بسي په څیرنښي لري یعني سینه ورسره ګرمه ، سره ، درد منه اوښا یي پړسید لي وي او کله کله  خا رښ ا ود تي د سر د ننه خوا ته ننوتل هم لیدل کیږي خوپدي ډول کې په سينې کې غوټه ا کثره وخت نه وي اویا وروسته پید ا کیږي ا وپه پرمختللو حا لا تو کې د سينې د پوستکي ګونځي کید ل هم لید ل کید ا ی شي خو د ا ډول په لومړنۍ مرحله کې نه تشخیصیږي ځکه ډاکټر فکر کوي چې د سينې ا بسي  ده  ا و ډ یری ډاکټرا ن د سينې د ا بسي په لوحه کې د ا ډول نا روغا ن تر درملني لا ند ي نیسي خوښه به د ا وي چې پدې ډول پیښوکې له نا روغ څخه د قیقه تا ریخچه و ا خیستل شي ا وهم دې د سینې سرطا ن له پا مه نه غورځول کیږي.
۴- درد : د نا روغې په تي یا سینه کې به د رد شتون نلري خو ډ یر په  ند رت سره د رد په تي کې ا حسا سیږي خو دا درد  ډ یری وخت شد ید نه وي ا و یو ډول د روند د رد د ی خو یواځي هغه مها ل چي سرطان په پرمختللي حا لت کې او یا نورو ګاونډ یو غړوته یی میتا ستا زیا سرا یت کړی وي کید ا ی شي چې د رد شد ید او کله کله درد د تخرګ ، غا ړي او لاس خوا ته هم  خپریږي چې په موقته توګه د د رد ضد درملو سره آرا م او بیا وروسته بیرته پیلیږي چې ځیني ناروغان په ژامه اوهما غه خوا مخ کې هم د درد ا حسا س لري اود نا روغۍ له پرمختللو نښو نښا نو څخه شمیرل کیږي خو یوا ځي د د رد شتون د سينو د سرطا ن په معنی نده  اوهم د یا د ونې  وړ بولم چې د تي شد ید د رد ونه ډ یری وخت د تي په ا بسې ، سیستونو او یا نوروMasteopathies   کې شتون لري چي با ید په پا م کې ونیول شي.
۵- ځینې نوري مغلقي نښي : د ا نښي په ټولیزه توګه د سينود سرطا ن په پرمختللو پیښو کې لید ل شوید ي چې د Paget’s disease of the breast پنا مه هم  یا د یږي چي پکې د تي د څوکې په شا وخوا د خا رښت شتون ، سوروا لی ، د د ي برخي د پوستکي د رنګ کمید ل ، د پوستکي ګو نځي کید ل او په پرمختللو پیښو کې د تي شد ید د رد ونه ، د سوځید نې ا حسا س ، د تي حسا سید ل او له څوکې څخه یی د خیرنو او یا وینه لرونکو ا فرازا تو را وتل مهمي نښي جوړوي.
۶- نورې غیر وصفي نښي : د ا نښي هغه مها ل لید ل کیږي چي سرطا ني حجري نورغړي ا خته کړي ا و پدي  ډول د هماغو غړو پوري ا ړوند نښي منځته راځي چي ډ یری وخت ورسره د وزن کموا لی له ورا یه لید ل کید ای شي ا وځیني نوري نښي لکه د سر ا و وروزو د ویښتا نو رژید ل ،  تبه ، لړزه ، د هډ وکواو بند ونو د رد ونه ، ټوخی ، زیړی ، د عصبي سیستم  پورې ا ړوند ې ځینې نورې نښي نښا ني چي ډ یري نوري نا روغۍ یې هم تمثیلوي منځته را ځي ؛ د یا د ونې  وړ ده چي د تی سرطا ن عموماٌ هډ وکو ، مغزو ، یني او سږو ته تر ټو لو ژر خپریږي.
د دې نا روغۍ لپاره مسا عد ونکي لاملونه!
۱- هغه ښځي چې سګرټ څکوي اویا ا لکول خوري هغوي له ۳۵-۵۰٪ د سينود سرطا ن له ګوا ښ سره مخ دي.
۲- د ا میند وا رۍ ضد درملو کارونه  که هغه د خولې ا و یا د ستنو له لاري وي په ځا نګړي توګه هغه ښځي چي د سرطان کورنۍ تا ریخچه ولري ؛ خود یوه ډاکټر پتوګه زه ټولو ښځوته د ا مشوره ورکوم چي په زیږون کي د وقفې په موخه دې له د رملو کارولو ډ یره ګته نه ا خلي ا و پدي موخه نوري بي ضرره لاري چا ري شته چي با ید ګټه تري وا خیستل شي.
۳- سقطونه که هغه د روغتیا یی ستونزو ا و یا نورو موخو لپا ره وي په  ښځو کې د سينود سرطا ن خطرزیا توي.
۴- هغه میند ي چي ما شوما نو ته خپلي شید ي نه ورکوي د سیني د سرطا ن له ګوا ښ سره مخا مخ  د ي ا و هم با ید زیا ته کړم چي بي ا ولا ده ا ویا هغه  ښځي چي په ځنډ ود و نه کوي د ا ولا د لرونکو په پرتله ډ یري د تي په سرطا ن اخته کید لای شي.
۵- ا رثیت او کورنۍ تا ریخچه یعني هغه  ښځي چې د پلارا و یا مورلخوا یی په کورنیو کې د سرطا ن پیښه لید ل شوي وي با ید له ډ یرا حتیا طه کا روا خلي ا و وقا یوي لاري چا ري په پا م کې  ونیسي.
۶- ځني کیمیا وي مو ا د لکه عضوي محللونه ، تیزا بونه ، کیمیا وي وړا نګې ، Polycyclic aromatic hydrocarbons   Polychlorinated biphenyls ، اود ا سي ا نګیرني هم شتون لري چي په وروسسي۳۵ کلونو کي په ځا نګړي توګه په ا فغا نستا ن کې ښا یی د سينود سرطا ن د ډ یرید ویولامل د وژونکو وسلو کارول  وي ا و هم یو شمیرڅیړني ښیی چي د لمر ما ورأ ‌بنفش وړا نګي هم د سي نو د سرطا ن په منځته را تلو کې رول لري.
۷- د یوشمیرخورا کي توکو ډ یره کا رونه لکه غوړي ، تیا رشوي یا  کا نسرو خوا ړه ا و ځني رنګه شیرني یا شربتونه ، ترخه ا و مسا له لرونکي پا کټي خوا ړه لکه پا پړا ود ا سي نورد سیني په سرطا ن کې رول لري.
۸-  یو شمیرنا روغۍ لکه شکر ، د نوروغړوسرطا ن ا و چاغوا لی هم د سينود سرطا ن د منځته را تلو خطرزیا توي.
د سينود سرطا ن پتا لوجیکه څیړنه!
د ښځو په سينو کې نیږد ي ۸۰٪  د شید و په لیږ د ونکو قنا تونو کې سرطا ن پید ا کیږي چي د Ductal Carcinoma پنوم یا د یږي ا وپا تې ۲۰٪ یی د شید و په جوړونکوغد و کې منځته را ځي چې د Lobular Carcinoma پنوم یا د یږي ا وبیا  ورو ورو شا وخوا نوروا نسا جو ته خپریږي ا وسرطا ني غوټه جوړوي ، ا ودا هغه وخت دی چې نا روغه پخپل تي کې غوټه احسا سوي . په نورما ل حا لت کې د تي حجري د اړتیا له مخي ویشل کیږي او له نورو حجروسره نښلي او په نوو حجرو اوړي او دا لړۍ ترهغې د وا م کوي ترڅونسج منځته را شي چې بیا له یوي ټا کلي مودې وروسته دا حجري مري ا و که ورته ا ړتیا نه وي نود حجروي ویش اوډ یرید ودا لړۍ ود ریږي کمه او یا زیا تیږي چي دا پروسه د ا نسا ني بد ن د اړتیا له مخي عیا ریږي خوله بده مرغه په سرطا ني پیښه کې دا نورما له پروسه له منځه ځي اویومعکوس حا لت غوره کوي خود ا نسا ن معا فیتي سیستم داغیر نورما له پروسه نشي زغملای اود دي حا لت د لمنځه وړلولپاره یوشمیرعکس ا لعملونه منځته راځي ترڅوجوړشوي سرطا ني ا نساج لمنځه یوسي خوله بده مرغه د سرطا ني حجروچټک ډ یروا لی معا فیتي سیستم مغلوبوي ا و پدي ډول سرطا ني غوټه جوړیږي چي بیا ورو ورو ګا وندۍ حجري ا ولمفا وي سیستمونه تربرید لا ند ي نیسي او د بد ن نوروغړوته هم خپریږي.
د دي ناروغي تشخیص!
د کلینیکي نښونښا نوله مخي د دې نا روغۍ پیژند نه ستونزمنه نده خومهمه د ا ده چي دا نا روغي با ید په لومړۍ مرحله کې تشخیص شي ، په هرصورت د پورتنیونښو نښا نوپه ځا نګړي توګه په تي کې د غوټې په منځته را تللو نا روغ با ید ژرترژره ډاکټر ته ورشي او هم یی د ښه ا ود قیق تشخیص په موخه Mammography  ا ود غوټي څخه د با یو پسې د معا ینې په مټ  د نمونې اخیستنه چي په لابرا توارکې تر پتا لوجیکو څیړنولا ند ې نیول کیږې په د قیقه توګه د سينود سرطا ن شتون ثا بتوي اوهم په خطي پروب په د قیقه توګه د ا لټرا سا ونډ ، اوMRI د معا ینوپه مټ هم کولای شود سينود ا بسي ، سیستونو ا وکتلوترمنځ تو پیروکړو خو ا لټرا سا ونډ له تشخیص سره مرسته کولای ا ومشکو ک نا روغ پیژند لی شي ا وهم په هرځاي کې د لاسرسۍ وړدی.
د دي نا روغۍ د رملنه!
له بده مرغه ترا وسه د دي نا ورغۍ د بشپړې لمنځه وړنې لپا ره د رمل ندي موند ل شوي خو بیا هم د وړا نګو ، جرا حي اویو شمیرد رملو پوا سطه کولای شو د سرطا ن له چټک پرمختګ څخه مخنیوی وکړو ا ویا یی لږترلږه پرینږد وچي نورو غړوته وغزیږي.
د تي سرطا ن په څلورولاند ینیو پلا نونوکې ترد رملني لا ند ې نیول کیږې چې د لو ستونکود معلوما تو لپاره به ترې لنډه یا د ونه اړینه وي .                     
۱-Hormone Blocking Therapy   : هغه سرطا ن چې ا ستروجن هورمون یی د ودې لامل ګرځي لدې ډول د رملو ګته ا خیستل کیږې لکه Tamoxifen ،  Anastrozoleاو Letrozole .                                                                                           ۲- Chemotherapy : په ځا نګړي توګه هغه نا روغا ن چي د سرطا ني غوټوپرمختګ یی له ا ستروجن هورمون سره ا ړیکه نلري لد ي ډ ول د رملني څخه ګټه اخیستل کیږي اود وه د رملیزرژیمونه لری چي یو یی د AC پنوم یا د یږي ا وپکې Cyclophosphamide + Doxorubicin شامل دي ، اوبل د رملیزرژیم یی د CAT پنوم یا د یږي چې د رې د رمل پکې شا مل دي چي کیدای شي له ۳-۶ میا شتو پورې و کا رول شي  لکه  Cyclophosphamide+Methotrexate+Fluorouracil .                                                  ۳- Monoclonal antibodies : د ا د رملیزرژیم د ا نسا ن معا فیتي سیستم پیا وړی کوي ترڅو په چټکۍ سره پرمختلونکی سرطا ني بهیر ود روي ا وکولای شي له ۵-۱۵ کلونو پورې د نا روغۍ مخنیوی وکړي چې ښه بیلګه یی د Trastuzumab  د رمل دي .                ۴-Radiotherapy   : دا رژیم عموماْ له جرا حي عملیی وروسته کارول کیږي ا و کولای شي له ۵-۱۰ کلونو پوري په ۵۰-۶۶٪ نا روغا نوکې د سرطا ني غوټوله بیا پید ا کید و ا ویا نوروغړو ته یی له غزید ومخنیوی وکړي.
د تي له سرطا ن څخه څنګه مخنیوی کیدای شي ؟
۱- هغه ښځي چې د سرطا ني نا روغیو کورنۍ تا ریخچه ولري با ید د ا میند وا رۍ ضد د رمل ونه کا روي ، ما شوما نو ته دي خپلي شید ي ورکوي او له سقطونوڅخه د ې په کلکه ځا نونه وسا تي .                                                                                           
۲- د سګرټوله څکولواوا لکولوله کا رولو دي جد اْ ځا نونه وسا تي .                                                                                     
۳- ډ یرغوړین خورا ک دي نه کوي ا وهم دي له کنسرو ، تند و ا ومسا له لرونکوخوړوډ ډه وکړي ا و له سبزیودي ډ یره ګټه اخلي .          
۴- ښځي با ید د وزن له ډ یرید وځا ن وسا تي او که امکا  ن ولري منظم دي د ورځي یو یا نیم ساعت ورزش کوي .                             
۵- که په تي کې دغوټي د شتون احسا س وکړي بي له ځنډه دي ځان ډا کټرته ورسوي ځکه ژرتشخیص ښي پا یلي لري .                 
۶- په غربي نړۍ کې ځیني ښځي چې د تي د سرطا ن کورنۍ تا ریخچه لري مخکي لدي چې پدې نا روغۍ ا خته شي د  جراحي عملیی پوا سطه خپل تي غوڅوي چې دا هم د سرطا ن په مخنیوي کې غوښن رول لوبوي .                                                           
۷- هغه ښځي چې د تي د سرطا ن کورنۍ تا ریخچه ولري با ید لږترلږه په هرو شپږومیا شتوکې د دي نا روغۍ لپاره ا ړین معا ینا ت وکړي    
۸- لکه څیړنوچې ښوولي ده د لمرما ورأبنفش وړا نګې د سينود سرطا ن خطرزیا توي نو ښځي با ید د ا سلا مي حجا ب ځا نګړی خیا ل وسا تي ا و با ید یا د ونه وکړم چې په غربي نړۍ کې د تي د سرطا ن د ډ یروا لي یولا مل ګڼل  کیږي .                                                  
۹- هغه ښځې چې پد ې نا روغۍ ا خته د ي با ید د خپل معا لج ډ اکټر له مشورې پرته هیڅ ډ ول د رمل و نه کا روي ا وتل د ي د خپل معا لج ډاکټرد ټیلیفون شمیره له ځا نه سره سا تي ا وله خپلسرود رملنو د ې په کلکه ځا ن وژغوري.