افغانستان د نیکاراګوا په هېنداره کې


د پنج شنبه پر ورځ ناټو ځواکونو د امریکا په مشرۍ په کندوز کې 99 ملکي وګړي ووژل او ډېر نور یې زخمي کړل . د المان دفاع وزارت وویل چې دغه حمله دوی راوغوښته ځکه چې یو خوا طالبانو دوه د تېلو زېرمه ګاډي تښتولي ول او بلخوا یې هره ورځ الماني ځواکونو ته ګواښونه کول . اوس چې مالومه شوه، چې وژل شوي کسان کابو ټول ملکي وګړي دي، نو خپل ځان د سهوې په پلمه خلاصوي .
 
په داسې حال کې چې صلیبي تاړاکګر په لوړه وایي چې دوی له زرګونو کیلومترو څخه لرې د یوه سانتي متر په کچه موخه هم ویشتلای شي، نو د کندوز پېښه په دې مانا چې دوی په لوی لاس غوښتل چې ملکي کسان ووژني . سهوه کېدای شي چې له یوه ځل څخه نیولې تر لس ځلې تکرار شي، پر افغان ملکي کسانو خو هر ګوره هره ورځ د سهوې په نامه بمبارد کېږي . له دې څخه دا جوتېږي چې دا سهوه نه، بلکې یو پلان شوی جنایت وو .
 
د لوېدیځ لپاره هر ګوره د افغانانو وژل جنایت نه دي، بلکې یوازې د خپلو تاړاکګرو مرګ جنایت ګڼي . کله چې د جمعې پر ورځ فرانسي تاړاکګر په مخامخ جګړه کې د حزب اسلامي لخوا ووژل شول، ولسمشر سرکوزي دغه د مقاومت څپې ته د "ړانده وحشت" نوم ورکړ . خو افغان ماشومان، ښځې، سپین ږیرې او تنکي ځوانان چې هره ورځ په لسګونو تر خارو لاندې، د نړۍ په نویو وسلو وژل کېږي او په سپیو داړل کېږي، هغه جنایت نه دی، بلکې د لوېدیځ لپاره د ترهګرو په وړاندې بریا . د شنبې پر ورځ د انګلستان لمړي وزیر ګوردن براوون وویل چې په افغانستان کې د انګریزي ځواکونو پاتېدل به د انګلسان په کوڅو کې امنیت خوندي کوي . خو دا چې دغه ځواکونو افغان امنیت څومره خراب کړی دی، ګرد سره د دوی لپاره بې توپیره ده . دا د لوېدیځې پرمختللي، متمدنې، سوله ساتې او انساني کرامت ته د قائلې نړۍ قضاوت دی!
 
د لوېدیځو ځناورو په تېره امریکایي ترهګرو په لاس د افغانانو دغه ټولوژنه کومه نوې سهوه یا کوم نوی جرم نه دی، بلکې دوی د خپل پېښلیک په اوږدو کې په بې شمېره ځلې د خپلواکو او په سوله مینو ملتونو وینې چښلي دي . د افغانستان روان ناتار یې یوه کوشنۍ بېلګه ده . له آره خو ظلم، ځناورتوب او خون د صلیبي نړۍ لوښه (خاصه) ده، خو روانه ټولوژنه نور لاملونه هم لري :
 
امریکا او نور صلیبي تاړاکګر  په سوله کې ګټه نه ویني . په افغانستان کې چې هر څومره اکر بکر (حالت) خراب وي، همدومره د دوی اوږدمهالي ګټې خوندي او خپو ستراتېژیکي موخو ته نیږدېږي . نو ځکه لوېدیځ ځواکونه هڅه کوي چې په افغانستان کې بلې لمبې داسې وساتي چې مهار یې د دوی په لاس کې وي، خو د تل لپاره بلې وي .
 
د دغه انګار د ساتلو ښه بېلګه یې له طالبانو سره د انګرېزانو په ښکاره جګړه، خو په پټه د وسلو او نورو لوجېستیکي موادو مرسته وه . طالبانو به د انګرېزانو مرسته که په ځانخبري توګه نه منله، نو د خپل ناپوهۍ له کبله یې په ناځانخبري توګه د سر په سترګو منله . همداسې یې په سلګونو زره د امریکایي وسلو ورکاوی درواخلئ چې وروسته له طالبانو سره ښکاره شوې . افغان دولت چې انګرېز دېپلوماتان شړل، کومه وړه او دروغجنه کیسه نه وه .
 
د افغان ټول وژنې بل لامل د امریکا تل پاتې پالیسي ده :
د امریکا چې د نړۍ په هر ګوټ کې کوم حکومت نه وي خوښ، هلته تاوتریخوالی رامځته کوي او تر هغه پورې ترهګریز عملیات سرته رسوي، چې د ملت غوصه د حکومت په وړاندې راوپاروي . ښه بېلګه یې د نیکاراګوا حکومت دی .
 
له 1960 -1970 پورې په نیکاراګوا کې د امریکا ګوډاکي انس تسیو سوموزه دېکتاتوري کوله . د دغه دېکتاتور حکومته یو ظالم، ځناور او انسان خوړونکی هغه وو . خو د ده د جرمونو او ټولوژنو په اړه نه یوازې امریکا خوله پټه ونیوه، بلکې همداسې امریکایي لویو خبري رسنیو هم هېڅ خبر ورنه کړ . د امریکا ولس او په نړۍ کې ډېرو هېوادونو داسې ګومان کوه چې په نیکاراګوا کې هېڅ هم نه پېښېږي، خو حال دا چې هلته هره ورځ په سلګونو ملکي کسان وژل کېدل . لوېدیځې خبري رسنۍ همدا کړنلاره د افغان جګړې په وړاندې هم خپله کړې ده . د شنبه پر ورځ د المان په وخت پر 12 بجو انګریزۍ بي بي سي خبر ورکړ چې په کندوز کې یوازې 54 کسان وژل شوي دي چې 44 یې وسلوال طالبان دي . نورو لویو خبري رسنیو ولیکل چې پر 60 یا 80 کسانو بمبارد شوی دی، ډېره برخه یې طالبان دي، ځینې زخمې، ځینې مړه دي . نه یې د مړو شمېره وښووه، نه یې وویل چې دا وژل شوي کسان څوک دي .
 
کله چې په نیکاراګوا کې په 1970 کال کې یو بل سیاسي وسلوال ګروپ د ساندي نیستیس په نامه مبارزه پیل کړه او د دېکتاتور حکومت یې ور-ورو له منځه ووړ، نو امریکا په خپل ټول ځواک له دېکتاتور سره د ملکي وګړیو په بمباردولو کې دومره مرسته وکړه چې په لسګونو زره مړه شول . خو کله چې د ساندي نیستیس ډلې د دېکتاتور حکومت کابور ورړنګ کړ، امریکا هڅه وکړه چې دېکتاتور له منځه یوسي، خو پر ځای یې همداسې یو خوني او مفسېد حکومت بیا رامنځته کړي . په دې مانا چې د انس تسیو سوموزه حکومت او کړنلاره وساتي، یوازې د مشرتابه ډله یې وربدله کړي .
 
امریکا په افغانستان کې همدغه لوبه وکړه : افغان ولس یې د خپلواکۍ او آزادۍ په نامه له طالبانو خلاص کړ، خو د شمالي ټلوالې د ځناورو او خونیا په خوله کې یې ورکړ .
خو امریکا په نیکاراګوا کې د داسې یوه حکومت په جوړولو کې ناکامه شوه . د ساندي نیستیس ډلې یو بې مثال حکومت جوړ کړ . دغه نوی حکومت په خپله ریښتینې مانا او بڼه یوازې د خلکو د سوکالۍ، سولې او پرمختګ لپاره کار کوه .
 
کله چې د په نیکاراګوا کې د دېکتاتور حکومت ړنګ شو، د جیمې کارتر ادارې (چې په هغه وخت کې ولسمشر وو) سوموزه (دېکتاتور) امریکا ته راووست . همداسې یې د ده د ملي ګارد سربولن او ډېر نور پلویان له نیکاراګوا څخه د سره صلیب په الوتکو کې راواېستل . د سره صلیب له موادو څخه ناوړه ګټه په خپله د ملګرو ملتونو په چارتر کې جرم دی . له دې وروسته امریکا دغه د دېکتاتور پلویانو ته ته د "خپلواکۍ د جنګیالیو" نوم ورکړ او پوره یې سمبال کړل .
 
پوښتنه دا ده چې امریکا ولې له نیکاراګوا سره دومره لویه دوښمني پیل کړه ؟
د نړیوال پرمختګ مؤسسه آکسفم وایي :
د نړۍ په 76 هېوادونو کې هېڅ دولت دومره پرمختګ ونه کړ، لکه د نیکاراګوا د نوي حکومت په وخت کې (د ساندي نیستیس د ډلې په حکومت کې)، هېڅ حکومت له خپلو خلکو سره دومره مرسته ونه کړه، لکه نیکاراګوا او هیڅ حکومت دومره خلکو ته پام ونه کړ لکه نیکاراګوا او هېڅ دولت یې خپل خلک دومره بیاجوړونې ته ونه هڅول لکه نیکاراګوا .
 
په 1983 کال کې د جنوبي امریکا د پرمختګ بانګ اعلان وکړ چې نیکاراګوا د اوږدې مودې لپاره د یوه پیاوړي اقتصادي پرمختګ بنسټ  کېښووه . خو په دغه سمون، پرمختګ او اصلاحاتو امریکایي خبري رسنیو هېڅ خبر ورنه کړ، او زښت ډېره خبرونه به یې د خپل حکومت په ګټه اړول (سانسورول)، ځکه چې دوی نه غوښتل چې نیکاراګوا په امریکایي ولس یا نړیواله ټولنه کې درنښت تر لاسه کړي .
 
په نیکاراګوا کې د ساندي نیستیس  دغه اصلاحاتو او دا چې د نیکاراګوا حکومت له خپل ولس سره مرسته کوله، امریکا ډېره وډاروله او پالیسي جوړوونکي یې ډېر وقهرول .
 
په 1981 کال کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه یو پټ خبر راووت :
امریکا غواړي چې نیکاراګوا باید په هره توګه نېستمنه، له نورو ملکونو څخه پردۍ او د سیاسي پلوه دومره سخت دریزه کړي چې د ساندي نیستیس خوب چې یو پرمختللی هېواد جوړ کړي، له خاورو سره برابر کړي .
د امریکا یوه سیاستوال شولڅ جورج د نیکاراګوا حکومت د هغه سرطان په نامه یاد کړ چې د دوی ملک (امریکا) ته نیږدي ځای پر ځای شوی وي . ده زیاته کړه چې دغه ناولی سرطان باید له منځه ولاړ شي .
امریکا همدغه لوبه په طالبانو هم وکړه او لا یې کوي :
طالبان په خپله کړنلاره کې دومره سخت دریزه دي چې په شتو واقعیتونو سترګې پټوي او د حل لاره یوازې جګړه ګڼي . طالبان په خپله واکمنۍ کې د علم او پوهۍ پر ضد ول او لا دي، له پرمختګ سره لېوالتیا نه لري او هر څوک چې عصري ژوند وکړي، هغه ګنا ګڼي . طالبان په خپله واکمنۍ کې ان په نظامي ځواکونو کې د یونیفام اغوستل ناروا ګڼل .
 
کله چې امریکا د نیکاراګوا د سم او انساني حکومت څخه وډاره شوه، نو د دوی پر وړاندې یې درې ډوله یرغل پیل کړ :
 
په لمړي ګام کې یې پر نیکاراګوا زور واچوه چې نړیوال بانک له خپل هېواده وباسي او د دوی ټولې بیا جوړوونکې (ساختماني) پروژې وربندې کړي .
 
په دویم ګام کې یې د پخواني دېکتاتور د ملي ګارد څخه جوړې کړې ترهګرې ډلې ته امر وکړ چې د نیکاراګوا په وړاندې وسله واله جګړه پیل کړي . دغې ډلې د امریکا په مشرۍ، مشوره او وسلو په نیکاراګوا کې دومره ترهګریز یرغلونه وکړل چې نه یوازې یې دولتي ودانۍ ونړولې، بلکې همداسې یې ټولنیز بنسټونه له منځه یووړل او په لسګونو زره ملکي کسان یې ووژل . لکه اوسمهال چې طالبان په افغانستان کې پلونه ویجاړوي، ښوونځي سېځي، کلینیکونه ړنګوي، ډاکتر، ښوونکی، زده کوونکی، انجینر او ان د سړک جوړولو د کمپنیو کارمن وژني .
 
امریکا په نیکاراګوا کې هم د همدغو ترهګرو په مټ دا یقیني کړه چې د نیکاراګوا حکومت خپل ځواکونه له ځایه ونه شي خوځولای او ټولې هغه هڅې، مرستې او پروژې چې د بیا جوړونې لپاره یې کوي، په ټپه ودروي .
په هغه وخت کې د امریکا د حکومت په ځانګړو لوړ پوړیو کړیو کې چې پالیسي جوړوي دا دلیل ډېر ویل کېده :
که چېرې د نیکاراګوا حکومت په خلکو مرسته ونه دروي او همداسې پرمختګ وکړي، نو ګاونډي ملکونه به هم ترې زده کړي او دوی به د امریکا له غلامۍ څخه ووځي . بده لا دا چې امریکا به دغه د چور، تالان او زبېښاک ځای هم له لاسه ورکړي .
 
کله چې په 1972 کال کې په نیکاراګوا کې زلزله وشوه، نه یوازې دا چې امریکاد نیکاراګوا هغه روپۍ هم ورنه کړي چې پخواني دیکتاتور له ځان سره راغلا کړې وي، په خپله یې هم ورسره مرسته ونه کړه . د امریکا دولت په خپله وایي :
موږ پر خپلو ملګرو زور واچوه چې له نیکاراګوا سره مرسته ونه کړي، ځکه چې که دوی مرسته کړې وای، نو دغه مرسته به خلکو ته رسېدلې وای او موږ نه غوښتل چې له خلکو سره مرسته وشي . موږ غوښتل چې دغه مرسته یو څو غله او مفسېد دولتي کارمن په جېبو کې واچوي، خو دا شي امکان نه درلود .
 
کټ مټ په افغانستان کې همدا لوبه روانه ده . ټولې نړیوالې مرستې یا بېرته بهرنیو ملکونو ته ځي او یا د یو څو خونیانو، مفسېدو، قاچاقبرو او غلو جېبونو ته ځي . دغه فساد کوم ناڅاپي کار نه دی، بلکې د لوېدیځو ملکونو په تېره د امریکا پلان دی .
 
دغه زلزلې د نیکاراګوا پرمختګ ته ستره ضربه ورسوله . امریکا په خپله وایي :
 
موږ غوښتل چې په نیکاراګوا کې کمښت او ګراني رامنځته شي، کرنیز سیستم له منځه ولاړ شي، خلک وږي او له لوږې مړه شي . دا ټول په دې موخه چې موږ د نیکاراګوا د حکومت په اقتصادي پروګرام په نړیواله توګه نیوکه کولای او د دوی حکومت مو ګرم ګڼلای شوی .
 
د نیکاراګوا په ولس د دغو ناخوالو راوستل یوازې په دې موخه ول چې دوی د خپل حکومت په وړاندې راپورته شي او یا امریکا ته دا پلمه په لاس ورشي چې دلته یر غل وکړي . همداسې لوبه یې په افغانستان وکړه . طالبان یې هڅول چې له ښځو سره ناانساني رویه وکړي . اوس هم په لوېدیزو خبري رسنیو او حکومتي کړیو کې دا دلیل ویل کېږي چې د دوی ځواکونه د ښځو د حقوقو د ساتلو لپاره هلته "مبارزه" کوي . او که دوی نه وي، نو طالبان به ښځې وخوري . که سړی لږ په خپل ګریوان کې سر د ننه کړي، ریښتیا هم چې طالبانو له ښځو سره غیر انساني چلند وکړ . داسې کورنۍ وې چې نارینه یې نه درلودل، طالبانو یې ښځې له کار کولو څخه منع کړې . حال دا چې دې کورنیو ماشومان درلودل او هغوی ډوډۍ غوښته . 
 
په دریم ګام کې امریکا پر نیکاراګوا سیاسي یرغل پیل کړ :
د نیکاراګوا حکومت (د ساندي نیستیس ډلې) په 1987 کال کې ټولټاکنې پیل کړې او نړیوال څارونکي یې راوغوښتل . حکومت غوښتل چې په دې ټولټاکنو سره کورنۍ جګړه پای ته ورسوي . په همغه وخت کې چې ټولټاکنې روانې وې، سي آی اې خپلو روزل شویو ترهګرو ته خپلې ټولې نظامي مرستې درې چنده کړې، ځکه چې امریکا غوښتل چې د سولې پلان یا دغه ټولټاکنې له منځه یوسي . امریکا همدارنګه ګواښ وکړ که چېرې په ټولټاکنو د وخت حکومت (ساندي نیستیس ډلې) ټاکنې وګټي، نو امریکا به خپلو ترهګریزو یرغلونو ته پایښت ورکړي .

که څه هم چې د رایو څلویښت فیصده برخه بیا هم د وخت همغه ښه حکومت وګټله، خو په ټولو امریکایي رسینو کې خبرونه ورکول کېدل چې ګواکي خلکو همغه مخکني دېکتاتوران چې اوس یې ترهګري کوله، بیا وټاکل .
 
د نیکاراګوا په اړه یو بې طرفه امریکایي سیاسي مبصر وایي :
که چېرې امریکا د نیکاراګوا پر ضد ترهګریز عملیات نه وای کړي، هم به سوله ټینګه وای، هم پرمختګ او هم دېموکراسي . که چېرې دا کار شوی وای، نورو ناکامو او جنګځپلو هېوادونو به له نیکاراګوا څخه زده کړي وای . خو دا کار امریکا نه غوښت، ځکه چې د امریکا په سوله کې نه، بلکې په جګړه او تاوتریخوالي کې ګټه ده .  
 
بلخوا که د امریکا جګړه ییزو عملیاتو ته پام وشي، نو تل یې یوه کړنلاره ده :
لمړی خپل غلیم ښه بې ځواکه کوي او وروسته خبرو ته ورسره کښېني . امریکایي پالیسي جوړوونکي تل وایي :
پر کوم مېز چې زموږ د ځواک سیوری نه وي پروت، هلته زموږ خبرې نه شي کیدای .
 
له همدې امله امریکا تل هڅه کړې ده چې خپل غلیم ته نظامي ماته ورکړي او په داسې وخت کې خبرو ته ورسره کښېنې چې د امریکا هر آړ (شرط)  ومني . نو ځکه په افغانستان کې دوی هم له وحشت څخه کار اخلي او مقاومت ویروي . په خپله ځناورتوب نه یوازې غلیم ویروي، بلکې همداسې یې ملت پر ضد راپورته کوي . که له ولس څخه وپوښتل شي چې امریکا ښه ده که طالبان؟ نو ډېر یې وایي :
نه آشه ښه ده نه ګله، دوی د وخوري یو تر بله!
 
د یوه ویښیار، مؤمن، پوه، په وطن، علم او پرمختګ مین افغانستان او حکومت په هیله
 
 
محمدکریم نور