ستراتیژي هغه ځانګړی پلان دی چې له مخې یې د یوې ادارې یا بنسټ د کاري ساحې موقف لاسته راوړل کیږي، او په دې ډول موخو او اهدافو ته د رسیدو لاره هواریږي. خو پالیسي بیا د اصولو او قواعدو چوکاټ دی چې د هغې پر بنسټ منطقي تصمیمونه نیول کیږي او پریکړې نهایي کيږي. ځیني پوهان په دې باور دي چې د ستراتیژۍ عملي او فزیکي اړخ د پالیسۍ په پرتله خورا روښانه دی، نو له دې وجې دوی د یوې ادارې ستراتیژي تر پالیسۍ اړینه بولي. د انساني قوې او سرچینو د مثبت استعمال لپاره پاليسي جوړونکي په ستره کچه تصمیم نیسي، دوي قوت او سرچنې د یوه منظم پلان له مخې کاروي. ستراتیژي دې اهدافو ته د رسیدو په موخه د د یوه ځانګړي پلان په توګه طرحه کیږي.
په دې لیکنه کې د پالیسۍ او ستراتیژې په عمومیاتو خبرې کوو، دا ځکه چې ډیر کسان د پالیسۍ او ستراتیژې تر منځ په بیلونکو ځانګړنو باندې نه پوهیږي.
د دې لپاره چې دا پوهونه اسانه شي تر ټولو اول باید هغه کسان چې له موضوع سره لیوالتیا لري د پالیسۍ او ستراتیژئ تر منځ په بیلیدونکو عمومیاتو باندې و پوهیږي.
موږ هڅه کړي په لاندې توضیحي چو کاټ کې د پالیسئ او ستراتیژۍ تر منځ توپیرونه په لنډه توګه و څیړو. دا مالومات به له هغه کسانو سره مرسته وکړي چې غواړي په لویه کچه د ادارو، بنسټون، سیاسي حرکتونو او حتی د دولتونو په کچه د تصمیم نیوونکو او پلانونو د پلي کوونکو په توګه ځانونه را ښکاره کړي. دا ډول مالومات لويو څیړنو او زده کړو ته لاره هواره ولی شي ، خو شاید په یو وار د بشپړې زده کړې ټولې اړتیا پوره نه کړای شي. یو شمیر ځوانان لیوالتیا لري چې له بنسټیزو مالوماتو ورسته د پروګرامونو او مهمو د ندو د عملي کولو په پروسو کې شامل شي. د دې لیکنې په ترڅ کې به هغه اړخونه روښانه شي کوم چې د راتلونکو څیړنو او پراخې مطالعې لپاره لاره پرانیزي.
موږ دلته د پالیسۍ او ستراتیژۍ ترمنځ پرتلیز توپیرنه په ګوته کړي دي، لاندنی تشریحي چارټ لنډ خو خورا د پوهونې او د موضوع له روښانیتا سره مرسته کولی شي.
پالیسي
ستراتيړي
د پرتلې بنسټونه
پالیسي لارښونې او قواعد دی چې له یوې ادارې یا بنسټ سره د منطقي تصمیمونو او پریکړو په نهایی کولو کې مرسته کوي.
ستراتیژي مکمل او هر اړخیز پلان دی چې په لویه کې د یوې ادارې یا بنسټ اهدافو ته د رسیدو مزل تنظیم کوي.
د معنی او تعریف له مخې
پالیسي د عملیاتي پلان لپاره قواعد دي
ستراتیژي عملیاتي پلان دی
څرنګوالی
تر ډیره ورستنۍ وي، خو ځانګړي حالات په نظر کې نیول کیږي.
د بدلونونو قابلیت پکې وي (Flexible)
طبعي ځانګړنه
پالیسي د تصمیمونو او پریکړو د نهايي کولو لپاره کارول کیږي.
ستراتیژي د عمل او اجرااتو لپاره وي.
د هدف له مخې
لوړ پورې مامورین
د یوې ادارې لوړ پوري او منځنئ کچې مامورین
طرحه کوونکي
په پالیسئ کې د عامه اړخ پر ځای داخلي چوکاټ او اصولی په نظر کې نیول کیږي. چې له عامو خلکو سره دوستانه یا اسان پوهاوی شرط نه دی.
ستراتیژي په عمومي توګه داسې طرحه کيږي چې تر هدف لاندې خلک په اسانۍ او دوستانه شکل را خپل کړای شي.
د لاس رسي څرنګوالی
د ستراتیژۍ تعریف:
ځیني پوهان وايي چې ستراتیژي لوبې ته ورته پلان دی، د دې لپاره ټاکل کیږي چې د یوې ادارې ، بنسټ او حتی دولتونو موخې او اهداف تر لاسه شي او تر هدف لاندې خلکو اعتماد را خپل کړي. هغه ګټې تر لاسه کړي کومې چې په کاري ساحه کې د سختو رقابتونو په لړ کې لاسته راځي، د دا ډول موخو لاسته راوړنه په کاري ساحه کې د یوې ادارې موقف ثابتوي. ستراتیژي په ټوله کې د غوره افکارو او عمل مجموعي شکل دی چې یوه اداره یا بنسټ ټاکل شوي منزل او موقف په لوري رهبري کوي.
که په یو بل ډول هم و وایو، ستراتیژي هر اړخیز او ټول شموله پلان دی چې د یوه حرکت که (هغه سیاسي وي، اقتصادي وي، ټولنیز وي او یا علمي وي) اساسي او بنیادي موخې په یوه ټاکلي زماني حد کې تر لاسه کړي. د ستراتیژې د طرحه کولو پر مهال لاندې اساسي ټکي هم په نظر کې نیول کیږي، چې د بریالیتوب لپاره یې خورا اړین دي:
• ستراتیژي باید اغیزناکه وي
• ممکنه پیښو او ستونزو ته حل لارې و لري
• له چانسونو څخه سمه ګټه پورته کړای شي
• په عملي برخه کې سرچینې په ګټوره توګه وکاروي
• له ګواښونو سره مبارزه وکړای شي
د څرنګوالي له مخې ستراتیژي د یوې ادارې او یا هم د یو سوداګریز حرکت د بریالیتوب په موخه داسې طرحه کیږي چې د کاري ساحې له څیړنو وروسته د بدلون قابلیت پکې موجود وي، دا ستراتیژۍ سره مرسته کوي تر څو د اوږد مهاله اهدافو د تر لاسه کولو په موخه په نړیواله ، ملي او سیمه ایزه کچه مثبت رقابتونه وکړي او حرکتونه بریالي کړي.
د ستراتیژۍ د څرنګوالي اړخونه په لنډه توګه په ګوته کوو:
• په ټولیزه توګه ستراتیژۍ د لوړ پوړو مامورینونو لخوا طرحه کیږي، خو ځیني فرعي ستراتیژیانې بیا د منځنۍ کچې مامورین ډیزاین کوي.
• ستراتیژي باید د اوږد مهال لید لوری ولري
• ستراتیژي باید متحرکه او فعاله وي
• د ستراتیژۍ بل مهم اړخ د نا اټکل شویو حالاتو سره په بریالیتوب چلند کول دي.
• ستراتیژي په داسې ډول سره باید طرحه شي چې ټولې ممکنه سرچینې په سمه توګه و کارول شي، او د هغو سرچینو د کارونې قابلیت ولري چې په سختۍ سره په لاس راځي.
د پالیسئ تعریف:
پالیسي د یوې ادارې د مهمو وظیفوي بنسټونو څخه ده، پالیسي د قواعدو او لارښوونو تولګه ده چې د ادارې یا بنسټ تصمیمونه او پریکړې رهبري کوي.
پالیسي د نهادونو د لوړپوړو مسوولینو لخوا تصویب کیږي چې د عملیاتي چارو پرمهال د پریکړو او تصمیمونو په نیولو کې د لارښود په توګه کار ځیني اخیستل کیږي. پالیسي د یوې ادارې لپاره ارزښتونه، صلاحیتونه او د مشخصو موضوعاتو په اړوند لیدلوري او باورونه روښانه کوي. په لنډه توګه پالیسي د یوې ادارې د عمل او فعالیتونو لپاره بنسټ جوړوي.
پالیسي په داسې ډول سره طرحه او تصویبیږي چې د اړوندو حالاتو په تړاوو په ټولیزه توګه د همکارانو نظرونه او مشورې واخیستل شي. پالیسي د تیرو تجربو د څرنګوالي څیړنه کوي او له بنسټیز پوهاوي وروسته یې د پالیسۍ برخه ګرځوي. په دې توګه هغه کسان چې د دې پالیسۍ د تطبیق تر چتر لاندې راځي په پوره توګه د پالیسۍ له تطبیق سره موافق وي او ملاتړ یې کوي.
پاليسي د ادارې له رهبرۍ سره مرسته کوي ترڅو په د ځانګړو حالاتو پرمهال څه ډول منطقي او د پالیسۍ مطابق چلند وکړي.
د پالیسئ او ستراتیژۍ تر منځ مهم توپیرونه:
1. ستراتیژي لومړنی او اساسي پلان دی چې له مختلفو کوچینیو پلانونو څخه منځه ته راځي ، د دې لپاره چې د یوې ادارې موخې او اهداف لاسته راشي. خو پالیسي بیا د ټولیزو قواعدو او اصولو مجموعه ده چې په ورځنیو پریکړو او تصمیمونو کې ورڅخه د لارښود په توګه کار اخیستل کیږي.
2. ستراتیژي د عملیاتي چارو لپاره پلان دی، خو پالیسي بیا د عملیاتي چارو د تظیمولو لپاره اصول او قواعد دي.
3. ستراتیژي کولی شو د حالاتو له څرنګوالي سره عیاره کړو، ځکه چې ستراتیژي متحرکه خاصیت لري، خو پالیسي بیا د څرنګوالي له مخې ټاکل شوی شکل لري، د ځینو نه اټکل شویو حالاتو پرمهال پالیسي په خپل اصلي ماهیت پاتي کيږي او د غبرګون پر ځای ارامتیا غوره کوي.
4. ستراتیژي پر عمل او فعالیت باندې تمرکز کوي، خو پالیسي په بسټیزه توګه تصمیمونه او پریکړې نهايي کوي.
5. ستراتیژي په ټوله کې د لوړپوړو مسوولینو او منسبیونو لخوا طرحه او ډایزاین کیږي چې پد توګه فرعي ستراتیژۍ د منځنئ کچې مسولین او منسوبین طرحه کوي. پالیسي بیا په عمومي توګه یوازې د لوړ پوړو منسوبینو لخوا طرحه او تصویب کیږي.
6. ستراتیژي تر ډیره د اداري د بهرني چاپیریال سره چلند کوي، له بلې خوا پالیسي بیا د ادارې داخلي چاپیریال سره د چلند څرنګوالي مشخص کوي.
پایله:
ځیني پوهان په دې باور دي چې پالیسي په عمومي توګه د دې لپاره جوړيږي چې په کاري ساحه کې د مختلفو لارو چارو په کارولو سره د ستراتیژۍ حمایت وکړي. په دې ډول ملاتړ کې د یوې ادارې د اهدافو او موخو ټاکل او نهایی کول شامل دی، همدارنګه په کاري ساحه کې د ادارې د موقف د ساتلو په موخه دواړه د یو د بل سره همغږي او ملاتړ لري. که څه هم دواړه د ادارې د مشرتابه یا لوړپوړو مسوولینولخوا طرحه او ډیزاین کیږي، خو د دې هر څه لپاره ژورې څیړنې او تجزې ته خورا اړتیا ده.
وروستي